د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۱

افغانستان

ارګ: د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د انتخابولو پروسه وځنډېده

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري
د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري

جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د ۱۴ کمېشنرانو د انتخابولو پروسه چې ټاکل شوې وه نن په ارګ کې ترسره شي، وځنډېده.

د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشرۍ د یو شمېر کاندیدانو د نه‌موجودیت او د ځینو له‌خوا د لا نورو سلا مشورو لپاره د وخت غوښتلو په خاطر د نویو کمېشرانو د انتخابولو پروسه د راتلونکې جمعې ورځې ته وځنډېده.

دا مهال ولسمشرۍ ته دوه کاندیدان محمد حنیف اتمر او عبدالطیف پدرام له هېواده بهر دي او د انتخاباتي کمېشنرانو د انتخابولو د پروسې د ځنډولو اصلي علت همدا ښودل شوی دی.

جمهوري ریاست وايي، کاندیدان به هغو ۸۴ کسانو ته رأيې ورکړي چې د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له‌خوا د انتخاباتي کمېشنرانو په توګه معرفي شوي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني شااوخوا درې اوونۍ وړاندې په یوه فرمان سره د انتخاباتي کمېسیونونو مشران او کمېشنران عزل کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

اروپايي ټولنې افغانستان سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام په یوه مرکز کې اړمنو خلکو ته دخوراکي موادو توزیع
کابل کې د خوړو د نړیوال پروګرام په یوه مرکز کې اړمنو خلکو ته دخوراکي موادو توزیع

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، اروپايي ټولنې افغانستان ته ۱۵ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو مقاومت پیاوړی کړي او د خوړو د سیستم ملاتړ وشي.

دې ادارې د جمعې په ورځ، د سنبلې په شپږمه، پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مالي مرسته به د ښځو او ځوانانو لپاره اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او په افغانستان کې به د ښوونځیو د خوړو له پروګرام سره مرسته وکړي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې چې دغه پیسې به له افغانانو سره مرسته وکړي، څو د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره د مقابلې لپاره لا ډېر چمتو شي او د دوامدارو اقتصادي او معیشتي فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د اقلیمي بدلونونو څخه ډېر زیانمن شوي دي او له یوه جدي بشري او غذايي بحران سره مخ دی.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان شاوخوا ۴۰ سلنه وګړي، چې شمېر یې له ۱۷ میلیونو څخه اوړي، د نړیوالو مرستو د کمېدو په صورت کې ښايي د خوراکي موادو له سخت کموالي سره مخ شي.

د بریتانیا حکومت وايي په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي

د فرانسې د سواحلو څخه په وړو بادي بیړیو کې بریتانیې ته د کډوالو د تګ یوه هڅه
د فرانسې د سواحلو څخه په وړو بادي بیړیو کې بریتانیې ته د کډوالو د تګ یوه هڅه

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي په روان ۲۰۲۶ کال کې تر جون میاشتې پورې په وړو بیړیو کې دغه هیواد ته ورغلیو ناقانونه کډوالو کې ۱۳ سلنه افغانان دي.

دې موده کې ټولټال څه د پاسه ۳۳ زره کډوال په غیرقانوني توګه د وړو بیړیو په وسیله دغه هیواد ته رسیدلي چې د افغانانو ترڅنګ ، ۱۸ سلنه نور د اریتیریا ، ۱۲ سلنه د سومالیا او ۱۱ سلنه د ایران څخه دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې بریتانیا ته په وړو بیړیو کې د ناقانونه افغان کډوالو ورتګ نسبت مخکني کال ته ۳۷ سلنه او د ایرانیانو ۱۵ سلنه کم شوی دی.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي نسبت تیرکال ته په مجموع کې ددغو کډوالو په شمیر کې ۲۳ سلنه کموالی راغلی دی.

مخکې د بریتانیا حکومت ویلي وو چې د انساني قاچاق د شبکو پر ضد له اروپايي هېوادونو سره همکاري د کډوالو د شمېر په کمېدو کې اغېزمنه وه، خو د «ریفورم بریتانیا» په نوم ګوند بیا باور لري چې دا کموالی تر ډېره د هوا له شرایطو سره تړاو لري.

اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتووالی وښود

ارشیف، د طالبانو او پاکستان بیرغونه
ارشیف، د طالبانو او پاکستان بیرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام‌اباد له افغان طالبانو سره د خبرو اترو دوام ته چمتو دی، خو د خبرو د پرمختګ لپاره پر عملي اقداماتو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي، د پنجشنبې په ورځ خپله اوونیزه خبري غونډه کې، د طالبانو کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني ته په غبرګون چې د دواړو لورو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره‌یې د یو ګډ مېکانیزم وړاندیز کړی، وویل چې هر ډول دوه ‌اړخیز مېکانیزم باید د «یوازې د ډاډ ورکولو پر ځای د ملموسو اقداماتو» لامل شي.

نوموړي وویل افغانستان باید په ځانګړي ډول تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي اېل اې) ته اجازه ورنه‌کړي چې له خاورې یې د پاکستان پر ضد کار واخلي.

پاکستان تر دې مخکې هم طالبان تورن کړي چې ګواکې هغو وسله‌والو ډلو ته‌یې پناه ورکړې چې د افغانستان له خاورې پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د وسله‌والو ډلو فعالیت د دغه هېواد کورنۍ مسئله ده او اسلام‌اباد باید د خپلو امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان وانه‌چوي.

سپینه ماڼې: د کابل پر هوايي ډګر برید کونکی طالبانو له زندانه خوشې کړی و

سپینه ماڼۍ وايي،" د کابل پر هوايي ډګر برید کونکی طالبانو له زندانه خوشې کړی و".

د اعلامیې په ټکو،" ترورېست بریدګر له هغو زرګونو بندیانو څخه و چې له بریده دوه میاشتې مخکې د طالبانو له‌خوا له زندانه خوشې کړای شوي وو."

سپینې ماڼې پرون چهارشنبه د کابل هوايي ډګر پر "ابي ګیټ" د برید د پنځمې کلیزې په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر ټرمپ په حواله لیکلي،" ویاړم چې د برید طراح مو نیولی او عدالت ته مو سپارلی دی".

د ۲۰۲۱کال د اګسټ په ۲۶ د کابل هوايي ډګر په "ابي ګیټ" کې ځانمرګی برید وشو چې د ۱۳امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ افغان ملکیان په کې ووژل شول.

د برید مسولیت هغه مهال د داعش وسله والې ډلې خراسان څانګې منلی و.

بل پلو، د طالبانو په تیره پنځه کلنه واکمنۍ کې داعش وسله والې ډلې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې بریدونه کړي او طالبان ادعا لري چې د دې ډلې یو شمیر مشران يې وژلي دي او داعش خراسان ډله پاکستان کې روزنیز مراکز لري.

په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي

د طالبانو حکومت وايي،"په روانه اوونۍ کې ۶۴۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانانو ازاد شوي".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکي،" په راخوشي شویو کډوالو کې ماشومان هم شاملي دي".

د دې وزارت په خبره،" راخوشي کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي".

پاکستان په وروستیو کې د افغان کډوالو د اخراج لړۍ تیزه کړې ده.

سرچینو ازادي راډيو ته تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده

طلوع تلویزیوني چاینل تایید کړه چې د موبي ګروپ د "لاپیس" برخه تړل شوې ده.

په طلوع کې یوې سرچینې د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل،"د موبي ګروپ دا برخه پرون چهارشنبې وتړل شوه".

تراوسه د موبي مسوولانو يه رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان دننه طالبانو ته نژدې رسنیو راپور ورکړ"چې (لاپیس) له فضا، دریا، شمس او یو شمیر نورو پردوکشینونو سره همکاري لري چې د سندغاړو، فلمونو او کنسرتونو داسې تصویرونه او ویډيوګاني يې خپرې کړي چې لوڅي برخې لري".

د راپورونو له مخې،" د لاپیس برخې یو شمیر کارکوونکي له افغانستانه وتلي او له پاتي کسانو څیړنې روانې دي".

تراوسه طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو نوي «شرطه» قانون ته د بخښنې نړیوال سازمان غبرګون

ارشیف، د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه
ارشیف، د طالبانو یو شمېر امنیتي ځواکونه

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو نوی «شرطه» قانون، امکان لري د خلکو پر ځینو اساسي حقونو او ازادیو اغېز وکړي.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ «د وږې پر ۴مه» په ټولنیزه شبکه اېکس کې ویلي چې په دغه قانون کې د اندېښنې وړ مواردو څخه یو هم د هر ډول لاریونونو او اعتراضونو عمومي بندیز دی او دا یې د سوله‌ییزو غونډو له حق سره په ټکر کې بللی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان زیاتوي چې دغه بندیز کولای شي په افغانستان کې پر موجودو اساسي ازادیو محدودیتونه لا زیات کړي.

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د پولیسو لپاره‌یې د «شرطه» په نوم نوی قانون تصویب کړی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د زمري پر ۳۱مه په اېکس کې خپره شوې، دا قانون دوه بابونه، پنځه فصلونه او ۵۳ مادې لري او د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده له‌خوا توشېح او په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دغه قانون په ۵۰مه ماده کې راغلي چې په ټول افغانستان کې د هر ډول «لاریون» ترسره کول منع دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دوام کې ویلي چې طالبانو په تېرو کلونو کې له یو شمېر معترضانو او مخالفانو سره د خپل‌سرو نیونو او توقیفونو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو له لارې چلند کړی دی.

دغه سازمان له طالبانو غوښتي، هغه فرمانونه او پالېسۍ لغوه کړي چې د افغانستان له نړیوالو ژمنو سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې پردوو مشرانو د ملیونو ډالرو جایزه اعلان کړه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې د دوو مشرانو په اړه د هغو معلوماتو په بدل کې چې پرمټ یې د هغوی ځای معلوم او ونیول شي، اتلس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت د سې شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې د داعش د خراسان څانګې د اوسني مشر ثناءالله غفاري پرسر اته ملیونه اود دې ډلې د بل مشرعبیدالله پرسر لس ملیون ډالره جایزه اعلان کړې ده. دې وزارت ویلي چې د دې ډلې دغو ترهګرو هغه بریدونه تنظیم کړي چې پرعمومي اعتراضي غونډو، د موسیقۍ پر ځایونو، هوايي ډګرونو او نورو ځایونو ترسره شوي او په نتیجه کې یې سلګونه بې‌ ګناه ملکي وګړي وژل شوي دي. غفاري په افغانستان کې د ټولو بریدونو چې دې ډلې ترسره کړي، اصلي مسول او عبیدالله هم د دې ډلې د مالي او عملیاتي چارو مسول بلل شوي دي. له څه باندې پنځو کالو راپدیخوا چې طالبان پرافغانستان بیا واکمن شوي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې د کابل په ګډون په یوشمیرولایتونو کې د ډیرو خونړیو بریدونو مسولیت اخیستی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د داعش ډلې د مشرانو پرسر دغه جایزه داسې مهال اعلانوي چې له نن څخه پنځه کاله مخکې د اګسټ په ۲۶ دې ډلې د کابل په نړیوال هوایي ډګرکې د هغه خونړي برید مسولیت اخیستی چې د امریکایي ځواکونو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له خوا په ګډوډۍ کې د یوشمیرافغانانو د ایستلو په بهیرکې ترسره شوه. په دغه برید کې دیارلس امریکایي سرتیري او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول او په لسګونو امریکایي سرتیري او ملکي افغانان ټپیان شول.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر: شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې بوخت دي

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وایي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره کسان د زرګرۍ په صنعت کې پرفعالیت بوخت دي. نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د سروزرو او زرګرۍ د صنعت په لومړني نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ پرانستل شوی او درې ورځې به پرانیستی وي، کړې دي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژانس د راپورله مخې د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د خصوصي سکتوریوشمیراستازو او د ایران سفیرهم ګډون کړی و. د راپورله مخې عزیزي ویلي چې هڅه کیږي افغانستان د زرګرۍ په برخه کې پر یوه ملي برانډ بدل شي.

په کابل کې د زرګرۍ د صنعت دغه نندارتون داسې مهال پرانستل کیږي چې د راپورونو له مخې په دې وروستیو کلونو کې د زرګري د صنعت په ګډون د لاسي صنایعو ډیرکاروبارونه خراب شوي دي.

د بشري حقونو راپور: د طالبانو په واکمنۍ کې د درو کارول زیات شوي

ارشیف، طالبانو په ځلونو تورن کسان په لوبغالو کې په درو وهلي دي.
ارشیف، طالبانو په ځلونو تورن کسان په لوبغالو کې په درو وهلي دي.

د بشري حقونو یوه ډله وایي، طالبانو په افغانستان کې په خپله پنځه کلنه واکمنۍ کې د مجازاتو د یوې بڼې په توګه د درو کارول زیات کړي دي.

په کاناډا کې مېشت د افغانستان د بشري حقونو او ډیموکراسۍ سازمان (اې اېج ار ډي او) په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ خپور کړی، ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې د درو وهلو ۵۹۳ پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې د دغو پېښو شمېر ۱،۰۷۴ ته لوړ شوی دی.

د بشري حقونو دې سازمان ویلي چې د روان ۲۰۲۶ کال تر اپرېل میاشتې پورې یې د درو وهلو ۵۵۳ پېښې ثبت کړې دي.

د طالبانو حکومت د جنسي جرمونو په ګډون په ډېرو مواردو کې تورنو کسانو ته د تنفیذي او تعلیقي بند ترڅنګ د درو وهلو سزاوې ورکړې دي چې د بشري حقونو ډلې هغه له انساني کرامت سره په تضاد کې بولي او د درولو غوښتنه‌یې کوي، خو طالبان وایي د شریعت له مخې دا ډول سزاوې مجرمنیو ته ورکوي.

د جرمني «ډي پي اې» خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت (یوناما) د جولای په وروستیو کې په یوه راپور کې ویلي چې طالب چارواکو د روان کال د اپرېل له نیمایي راهیسې په عام محضر کې د درو وهلو د نویو پېښو خبر نه‌دی ورکړی، خو د یوناما په خبره د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې ۱۳۷ کسان په درو وهل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG