د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورئ چې یو شمېر ځوانانو د میدان وردګو او پکتیا ولایتونو په زندانونو کې کتابتونونه جوړ کړي دي.
- د دې کتابتونونو د جوړېدو انګېزه څه وه؟
- کوم ډول کتابونه باید په دې کتابتونونو کې وي؟
- او ایا دا کتابتونونه به له زندانیانو سره مرسته وکړي چې له سم فکر سره له زندانه راووځي؟
د تاندې څانګې په دې خپرونه کې پر همدې موضوع غږېږو.
د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولای شئ:
یادونه: "تاندې څانګې"د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو ځانګړې خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي. دا خپرونه د هرې شنبې په ورځ د څلورو بجو او د یکشنبې د ورځې په سهار د اتو بجو په خپرونه کې خپرېږي: