د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۲۷

خبرونه

په بغلان ولايت کې چاودنه شوې ده

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري ښار کې نن مازيګر د ماين چاودنه شوې ده.

د والي وياند جاويد بشارت ازادۍ راډيو ته وويل، چاودنه په يوه رنجر موټر پورې د يوه نښلول شوي مقناطيسي ماين وه.

د هغه په خبره په پېښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران له قطره د خپلو درېیو پیلوټانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

ایران له قطره وغوښتل چې هغه درې ایراني پیلوټان خوشې کړي چې د ایراني چارواکو په وینا، د مارچ په میاشت کې د خپلو جنګي الوتکو له نسکورېدو وروسته د قطري ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

د ایران د وسله ‌والو ځواکونو یوه قوماندان ویلي، چې دغه درې پیلوټان جواد صالحي، عبدالمجید دشتیان او عمران به روشیان نومیږي او شاوخوا شپږ میاشتې کېږي چې د قطر په بند کې دي.

خو قطر دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي یې دي چې هېڅ ایرانی پیلوټ یې نه دی نیولی. د قطر چارواکي وايي، د دغه هېواد د ژغورنې ځواکونو یوازې د یوه پیلوټ مړی موندلی او ایران تر اوسه د لټون او ژغورنې د عملیاتو د څیړلو په اړه د قطر بلنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د ایران قضایه قوې د یو بل معترض د اعدام خبر ورکړ

د ایران قضایه قوې د یکشنبې په ورځ، د زمري په ۲۵مه، اعلان وکړ چې د ۱۴۰۴ کال د پراخو اعتراضونو یو بل معترض نن سهار اعدام شوی دی.

شهرام صادقي د ایران په حکومتي رسنیو کې تورن شوی و چې د تېر کال د اعتراضونو پر مهال یې په خپل موټر څو پولیس تر موټر لاندې کړي دي.

د ایران د رسنیو د راپورونو له مخې، د دې پېښې په پایله کې د ایران اووه پولیس "د سر، پښو، لاسونو او سترګو" له برخو ټپیان شوي دي.

خو د شهرام صادقي د محاکمې د څرنګوالي او د هغه د دوسیې د څېړنې د بهیر په اړه خپلواک شواهد او اسناد نه دي خپاره شوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د روان لمریز کال له پیل راهیسې تر اوسه په ایران کې لږ تر لږه ۵۶ کسان د ملي امنیت اړوندو جرمونو په تور اعدام شوي، چې ۲۷ یې له اعتراضونو سره تړاو لري.

د افغانستان کرکټ لوبډلې له آیرلنډ څخه وروستۍ لوبه هم وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې، له آیرلنډ څخه خپله پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم د شپږو ویکټو په توپیروګټله.

د آیرلنډ لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځیدو ۲۸۹ منډې کړې او د افغانستان لوبډلې ته یې د ۲۹۹ منډو هدف ټاکلی و. افغان لوبډلې د څلورولوبغاړو په سوځیدو ۳۰۲ منډې وکړې او ټاکلی هدف یې پوره کړ. تردې مخکې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ لوبه د باران له امله بې نتیجې پای ته رسیدلې او نورې درې لوبې افغانستان ګټلې وې.

تمه ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د سپټمبر په میاشت کې د هند پر وړاندې د دریو شل اوریزو سیالیو کوربتوب وکړي. دا لوبې په هند کې ترسره کیږي.

بیربوک: له زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت "پنځه کاله له حده زیات دي"

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰ مې دورې مشرې، انالینا بیربوک، پرافغانستان د طالبانو د بیاواکمنیدو د پنځمې کلیزې په مناسبت د ښځو او نجونو په وړاندې د دوی پر سیاستونو نیوکه کړې ده.

میرمن بیربوک د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې طالبانو پنځه کاله مخکې ویلي وو: "موږ ته وخت راکړئ"، خو اوس پنځه کاله تېر شوي او ښځې او نجونې لا هم له زده‌ کړو او په ټولنه کې د ګډون له فرصتونو محرومې دي.

هغې زیاته کړې چې د طالبانو فرمانونه د ښځو او نجونو حقونه نقضوي، د افغانستان اقتصاد او امنیت ته زیان رسوي او د بشري مرستو د رسولو بهیر هم له ستونزو سره مخ کوي.

بیربوک چې څوکلونه یې د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه دنده ترسره کړې، د خپل پیغام په پای کې لیکلي: "پنځه کاله، پنځه کاله له حده زیات دي."

طالبانو واک ته د بېرته رسېدو په لومړیو کې ژمنه کړې وه چې د ښځو او نجونو حقونه چې د زده کړې حق یې هم پکې شامل دی، د شریعت له مخې رعایتوي او کله چې مناسب چاپریال رامنځ ته شي نو به ورته اجازه ورکړي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي خو پنځه کاله تیرشول اود طالبانو د اقداماتو څرک نه لګیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، "ورانکاري او فرصت ‌طلبه کسان" هڅه کوي چې د افغانستان او تاجکستان پوله کې ناامني رامنځته کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د یوې ښځې د وژل کېدو په غبرګون کې وايي، چې "ورانکاري او فرصت ‌طلبه کسان" هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو په پوله کې ناامني او بې ‌ثباتي رامنځته کړي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د شنبې په ورځ، د زمري په ۲۴مه، په ایکسپاڼه کې په دې اړه چې دغه ورانکاري او فرصته طلبه کسان څوک دي، نورڅه ندي ویلي خو د دغې ښځې له کورنۍ او د تاجکستان له خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

"اسیا پلس" رسنۍ راپور ورکړی چې یوه امیندواره ښځه د پنجشنبې په ورځ د درواز ولسوالۍ په دشتک کلي کې د مرمۍ د لګېدو له امله مړه شوې ده.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ، د زمري په ۲۳مه، له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې د وروستیو پېښو، د یوه ملکي وګړي د وژل کېدو او د استوګنیزو کورونو د ویجاړېدو په غبرګون کې د طالبانو حکومت ته اعتراضي یاد داشت استولی و.

خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د بدخشان په نُسي ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو په اړه، پرته له دې چې جزیات وړاندې کړي، ویلي چې یوشمیرکسان هڅه کوي چې "بې ‌نظمي رامنځته کړي" څو د سیمې او د دواړو هېوادونو پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي. خو د هغه په خبره چاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې د بې ‌نظمۍ د رامنځته کولو یا د امنیت د ګواښلو لپاره کار واخیستل شي.

د لبنان پرجنوب د اسرائیل په بریدونو کې لږترلږه ۹ تنه وژل شوي دي

د لبنان پر جنوبي سیمو د اسرائیل د شنبې د ورځې په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان او دوه ښځې هم شامل دي.

د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې " په نبطيه او انصار سیمو کې د حزب ‌الله ترهګرې ډلې بنسټیز تاسیسات" یې په نښه کړې دي. پوځ زیاته کړې چې دا اقدام "د حزب‌الله ترهګرې ډلې له خوا د اسرائیلي سرتېرو پر وړاندې د عملیاتو" په غبرګون کې شوی، چې د علي الطاهر په لوړو کې ترسره شوی و.

خو د لبنان صدراعظم نواف سلام ویلي چې په وژل شویو کسانو کې اووه تنه "پوځي اهداف" نه وو او له اسرائیل یې غوښتي چې دغه بریدونه پای ته ورسوي.

د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ نښتې په جون میاشت کې د شوې هوکړې له وخت راهیسې کمې شوې دي، خو د لبنان په جنوب کې د اسرائیل بریدونه لا هم په پرله‌ پسې توګه دوام لري.

حزب‌الله د اسرائیل او امریکا له خوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېږي، خو اروپايي اتحادیې یوازې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې نه سیاسي څانګه یې. د حزب‌الله استازي د لبنان په پارلمان کې حضور لري.

ټاکل شوې چې لبنان او اسرائیل د راتلونکې میاشتې په لومړیو کې د امریکا په ملاتړ د خبرو نوی پړاو په روم کې ترسره کړي.

دغه خبرې به د حزب‌الله د بې‌ وسلې کولو، د لبنان له جنوب څخه د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو او په دې سیمه کې د لبنان د پوځ د ځای پر ځای کولو پر موضوعاتو متمرکزې وي.

د اندونیزیا په ختیځ کې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوې دي

د اندونیزیا په ختیځ کې د شنبې د ورځې د یوې زوروې زلزلې له امله لږ تر لږه ۴۷ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي چې دغه زلزله چې شدت یې د ریښترپه کچه ۷،۷ و، مرکز یې فلورس ټاپو ته څېرمه د انده ښار شاوخوا ۷۰ کیلومتره شمال‌ لوېدیځ ته ۱۰ کیلومتره ترځمکې لاندې و.

د اندونیزیا چارواکي وايي، نږدې ۱۶۰ کورونه او لسګونه ښوونیز او روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او ښايي یو شمېر کسان د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې وي. د ځمکې ښوېدنې او د سړکونو د بندېدو له امله د ژغورنې عملیات له ستونزو سره مخ دي.

له زلزلې وروسته څو نور پرله ‌پسې ټکانونه هم ثبت شوي، چې د ترټولو قوي یې ۶ درجې و. خلکو د ودانیو د نړېدو د خطر له امله څو ساعته له خپلو کورونو بهر تېر کړل.

د امریکا د جیولوژۍ د سروې ادارې د اټکل له مخې، د دغې زلزلې ټکانونه به شاوخوا یونیم ملیون کسانو احساس کړي وي.

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي

په سره سمندرګي کې د موخا پر بندر د حوثیانو په راکټي بریدونو کې څلور کسان وژل شوي.

یمني چارواکي وايي،" د ایران له ملاتړه برخمنې حوثي ډلې پرون پر موخا بندر راکټي بریدونه وکړل چې څلور ملکیان په کې ووژل شول".

د چارواکو په خبره، ویشتل شوي ځایونه ټول ملکي تاسیسات دي.

حوثي وسله والو ادعا کړې چې د سعودي عربستان د پوځیانو کښتۍ يې په نښه کړې دي.

د ملګروملتونو ۵۶غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي

د ملګروملتونو ۵۶غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې پر ښځو لګول شوي بندیزونه لیرې کړي.

دغو هېوادونو د جمعې په ورځ د (اګسټ۱۴مه) په یو ګډ بیان کې ویلي،" افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې واکمنو طالبانو په کې نجونې له زده کړو راګرځولي او د ښځو خلاف يې ځپونکې قوانین وضعه کړې دي".

په بیان کې تاکید شوی چې طالبان دې د ټولو افغانانو اساسي او بشري حقونه تامین کړي.

وړاندې په بیان کې راغلي،" پر ښځو او نجونو بندیزونه افغانستان ته پر بدو اقتصادي پایلو سربیره په سیمه کې د ترهګرۍ د پراخیدو خطر هم رامنځته کولی شي".

متقي: دا غوره خبره نه ده چې ناکاره انتخابونه په ځلونو په افغانستان کې تجربه شي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وايي،"دا غوره خبره نه ده چې ناکاره انتخابونه په ځلونو په افغانستان کې تجربه شي".

هغه نن شنبه په کابل کې د طالبانو د بیا واکمنیدو د پنځمې کلیزې په مناسبت غونډې ته وویل،" نړیوال دې بار بار ناکاره انتخابونه په افغانستان کې نه تجربه کوي".

د افغانستان کورنیو رسنیو د متقي په حواله لیکلي،" افغانان هیڅ کله اشغال او تحمیل شوې نظريي نه مني".

مقتي له نړیوالو غوښتي چې د دوی له حکومت سره تعامل وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG