د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

باسټن ګلوب: له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د تونل په پای کې د رڼا غوندې ښکاري


وال سټريټ ژورنال:

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي چې د افغانستان د سولې مذاکرات له ۱۹۴۵میلادي کال سره شباهت لري چې په نتيجه کې يې په چین کې کمونيستان بريالي شول.

د ورځپاڼې په وينا، په چين کې امريکايانو غوښتل چې خپل یو متحد وژغوري.

ورځپاڼه ليکي، امريکا غوښتل د مانو زيدونګ کمونيستان د چيانګ کای شک ملتپاله حکومت ړنګ نه کړي.

په مقاله کې راغلي چې د هري ترومن ادارې نه غوښتل چې د ملتپالو د ژغورلو په هدف جګړه پیل کړي، نو ډيپلوماسۍ ته يې مخه کړه او داسې يې ښکاره کړه چې بې طرفه دی.

ورځپاڼه ليکي، د ترومن ادارې جورج مارشال وګماره چې د یوه ډموکراټيک منځمهاله حکومت رامنځته کولو لپاره منځګړيتوب وکړي.

وال سټريټ ژورنال ليکي، اوسمهال افغان حکومت د چين له ملتپالو سره ناراحتوونکی ورته والی لري.

ورځپاڼه ليکي، امریکا د افغانستان د حکومت قدر کوي، خو داسې ويل کېږي چې دا حکومت د امریکا د نظامي ملاتړه پرته دوام نه شي کولای.

باسټن ګلوب:

باسټن ګلوب خپرونه ليکلي، ويل کېږي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل د یوه تونل په پای کې د رڼا غوندې ښکاري.

د خبرونې په لیکنه، په روسیه، قطر او نورو ځایو کې د خبرو په نتيجه کې د موافقې یوه طرحه رامنځته شوې ده.

خپرونه ليکي، جزيات يې روښانه نه دي، خو موافقه لیک به د یوې ساده معاملې په اړه وي او دا چې امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه باسي او طالبان ژمنه کوي چې نور هېڅ کله د ترورېستانو کوربه توب نه کوي.

XS
SM
MD
LG