د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

نيويارک ټايمز: په بېړه د امريکا وتل د افغانستان راتلونکی ننګوي


ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري
ارشیف، په افغانستان کې امریکايي سرتېري
  • نيويارک ټايمز

امریکايي ورځپاڼې نيويارک ټايمز د افغانستان د سولې هڅو او د امریکايي چارواکو وروستیو څرګندونو ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ايستلو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اعلان او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليل‌زاد څرګندونې د افغانستان جګړې ته د پای ټکي ايښوولو پر لور یو اقدام بلل کېږي.

زلمي خليل‌زاد ويلي چې له طالبانو سره په اصولو کې د یوه چوکاټ په اړه توافق ته رسېدلی دی.

خو نيويارک ټايمز استدلال کوي چې له افغانستانه د امريکا په بېړه وتل د افغانستان راتلونکی او تېرې لاسته راوړنې له ننګونې سره مخامخ کوي.

په مقاله کې د افغانانو ډموکراتيکې ادارې د تېرو کلونو لویې لاسته راوړنې بلل شوې دي.

ورځپاڼې لیکلي چې امريکا باید درک کړي چې جګړه يا یوازې پر اوسنيو خبرو تمرکز په افغانستان کې سوله نه‌شي راوستلی.

نيويارک ټايمز همداراز ليکلي چې له طالبانو سره د زلمي خليل‌زاد خبرې او له افغانستانه د امريکايي سرتېرو د وتلو نښو په خلکو کې اندېښنې زياتې کړې دي.

د ورځپاڼې په وينا، تر هر څه زيات په افغانستان کې ښځې، اقلیتونه او مدني ټولنه له داسې وضعیته اندېښمن دي.

نيويارک ټايمز د یوه موټر انځور هم خپور کړی چې په‌کې طالبان ښکاري چې یوه ښځه وهي او د عکس په کنج کې لیکلي: "افغانستان بېرته پر شا نه‌ځي."

  • فارن پالېسي

فارن پالېسي مجلې په افغانستان کې د هندوستان او پاکستان د بهرنۍ پالېسۍ په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

مقاله ليکي چې په افغانستان کې د هندوستان پالېسي د نظرياتي يا بشري اندېښنو څخه سرچينه نه‌اخلي، بلکې دا هېواد غواړي په افغانستان کې د اسلام‌اباد نفوذ محدود کړي.

د مقالې په وينا، دا ځکه چې په افغانستان کې د پاکستان د زیات نفوذ نتيجه به يوازې د هندوستان حضور کمېدل وي، خو دا به همداراز هندوستان د پاکستان څخه الهام اخیستونکي ترورېزم څخه اغېزمن شي او په سیمه کې به منزوي شي.

مقاله په هندي کشمير کې وروستيو خونړيو حملو ته په اشاره لیکي:

هندوستان به د هغو لومړی هدف وي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته د طالبانو د بریا په توګه ګوري.

مقاله دې خبرې ته هم اشاره کوي چې د راپور له مخې د کشمير د حملې ځانمرګي بريدګر چې ۴۱ ملېشه پولیس‌يې ووژل، په افغانستان کې د طالبانو له احتمالي بریا الهام اخیستی وو.

XS
SM
MD
LG