د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

سعودي: د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ په کمولو کې مرسته کوو


د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد به‌یې د پاکستان او هند ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په کمولو کې مرسته وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر عادل الجُبیر چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره پاکستان ته په سفر کې ملګری دی، دغه څرګندونې په اسلام‌اباد کې په یوه خبري غونډه کې وکړې.

الجُبیر وویل:

"زموږ هدف دا دی چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره هڅه وکړه او هم په سوله‌ییز ډول د اختلافاتو د هواري لپاره لارې چارې ولټوو."

پاکستان ته د سعودي د ولیعهد د سفر په ترڅ کې اسلام‌اباد له نوي ډیلي خپل کمېشنر د سلا او مشورو لپاره ور غوښتی دی.

پاکستان دغه اقدام وروسته له هغې کوي چې په وروستیو دوو جلا پیښو کې د هند د پوځ او د هندي ملېشو لسګونو سرتېري او پولیس وژل شوي دي.

د دغو حملو مسوولیت هند په پاکستان کې دېره پر جېش محمد سخت دریځې ډلې اچولی دی.

په پام کې ده چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان هند ته هم لاړ شي.

XS
SM
MD
LG