د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۶

د امریکا او روسیې ترمنځ د INF تړون د لغوه کېدو نظر د اروپا لپاره ډېر بد خبر و


د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګېلا مېرکل

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل ویلي چې د امریکا او روسیې ترمنځ د متوسطو اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون INF د لغوه کېدو نظر د اروپا لپاره تر ټولو بد خبر و.

د جرمني صدراعظمې وویل چې دا تړون په اساس کې د اروپا د امنیت لپاره رامنځته شوی و.

انګېلا مېرکل پرون د فبرورۍ په شپاړسمه په مونیخ کې نړیوالې امنیتي غونډې ته وویل چې له دې تړونه پرته به اروپا مجبوره وي چې د ځان د امنیت لپاره په خپله د وسلو د مخنیوي تړونونه وکړي.

انګېلا مېرکل زیاته کړه:

"زه غواړم چې په ځانګړي ډول زموږ امریکايي ملګرو ته ووایم چې دا تړون په اساس کې د اروپا د مصؤنیت لپاره جوړ شوی و، د بې وسلې کېدو تړون د دې لپاره و چې زموږ امنیت خوندي شي، اوس امریکا او روسیې چې د پخواني شوروي پرځای ناسته ده، دا تړون لغوه کوي او موږ په منځ کې پاتې کېږو، موږ به هره ممکنه هڅه وکړو چې د وسلو د پراختیا مخنیوی وشي."

د متوسطو اټمي وسلو د مخنیوي تړون په ۱۹۸۷ میلادي کال کې لاسلیک شوی و.

دا تړون په اساس کې د سړې جګړې پرمهال پخواني شوروي او امریکا جوړ کړی و.

خو واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې له تړونه وځي.

امریکا پر روسیې تور پورې کړ چې له تړونه یې سرغړونه کړې ده.

روسیې د امریکا دا تور رد کړ.

د روسیې او امریکا ملي بیرغونه
د روسیې او امریکا ملي بیرغونه

د واشنګټن بله اندېښنه داده چې دا تړون په اسیا کې د امریکا د وسلو بازار محدودوي خو پر چینايي وسلو اغېز نه کوي.

د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون پر چين غږ وکړ چې د بې وسلې کېدو له نړیوالې پروسې سره یوځای شي.

د چین د کمونست ګوند د رهبرۍ د کمېټې غړي یانګ یچي د مونیخ په نړیواله امنیتي غونډه کې وویل چې د متوسطو اټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون باید وساتل شي.

خو ویې ویل چې چین به د بې وسلې کېدو هېڅ نړیوال تړون لاسلیک نه کړي.

هغه د مېرکل تر وینا وروسته د مونیخ په نړیوال امنیتي کنفرانس کې خبرې وکړې.

یانګ یچي د خپل حکومت په دفاع کې وویل چې د خپلو دفاعي چارو د اړتیا پر اساس خپل پوځي قابلیتونه لوړوي او هېڅ چا ته ګواښ نه پېښوي.

هغه وویل چې د چین حکومت د متوسطو اټمي وسلو د مخنیوي په تړون کې د ګډون کوونکو د زیاتېدو مخالف دی او هېڅ کله به یې لاسلیک نه کړي.

XS
SM
MD
LG