د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۰۰

افغانستان

ارګ کې د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو کلیزه ولمانځل شوه

نن د جمعې په ورځ د افغانستان د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې له افغانستان نه د شوروي اتحاد د پوځونو د وتلو دیرشمه کالیزه ولمانځل شوه.

په‌دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې اکثرو دولتي چارواکو ګډون کړی وو.

څرنګه چې ولسمشر محمد اشرف غني د جرمني په سفر کې و، غونډې ته یې ویډیويي پیغام استولی و چې په‌کې راغلي وو، جهاد افغانانو ته د یووالی درس ورکړ، ځکه د یووالي په نتیجه کې جهاد او مبارزه بریالۍ شوه، خو اوس هم د جنګ په اړه تشویشونه موجود دي او ملت مو په نویو جنګونو واوښت.

په پیغام کې راغلي وو اوس دې ته ضرورت دی چې ملت، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنه یوځای شي او روانو ناخوالو ته د حل عملي لارې ولټوي.

ورپسې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په خپلو خبرو کې د نظام په جوړونې او پیاوړتیا خبرې وکړې او تاکید یې وکړ چې سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې او جهادي شخصیتونه دې د نظام ملاتړ وکړي.

ده د سولې روانې پروسې ته هم اشاره وکړه وېې ویل، داسې سوله غواړو چې اتلس کلنې لاسته راوړنې مو په‌کې خوندي وي او بېرته صفر ته ونه‌ګرځو.

ده د طالبانو دغه خبره چې د افغانستان اساسي قانون د لویدیځ کاپي ده، رد کړه ویې ویل، دغه قانون د اسلام د اصولو په پام کې نیولو سره تدوین شوی دی.

ده پسې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خبرې وکړې وېې ویل، احتمال لري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو یوه برخه ووځي او یا ونه وځي خو موږ ته په‌کار ده چې متوجه اوسو او د نظام د پياوړتیا لپاره په ګډه سره کار وکړو.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د کرکټ بورډ مشر وايي شاپور ځدراڼ په ښه کېدو دی

د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس
د شاپور ځدراڼ یو پخوانی عکس

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر وايي د شاپور ځدراڼ روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی او ورځ تر بلې ښه کېږي.

میرویس اشرف شنبه ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه له شاپور ځدراڼ سره ګډ عکس هم خپور کړی دی.

شاپور ځدراڼ د افغانستان له چټکو بالرانو وو چې په ګڼو نړیوالو لوبو کې یې د افغانستان لپاره لاسته راوړنې کړې دي.

ځدراڼ له څه وخته د ورپېښې ناروغۍ په سبب په هند کې تر درملنې لاندې دی.

مخکې له دې په خواله رسنیو د کرکټ بورډ په چارواکو کلکې نیوکې شوي چې د شاپور ځدراڼ د درملنې لپاره ناغېړي کوي او لکه څنګه چې په کار ده له هغه سره یې همکاري نه ده کړې.

د طالبانو حکومت تېره اوونۍ څه باندې ۴۰ تورن کسان په دُرو وهلي

په یوه لوبغالي کې د سزا د تطبیق شېبه - انځور پخوانی دی
په یوه لوبغالي کې د سزا د تطبیق شېبه - انځور پخوانی دی

د طالبانو حکومت د افغانستان په څو ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۴۲ کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې دا سزاوې په جوزجان کې په ۲۷ کسانو او په فراه کې په ۱۴ کسانو پلې شوي.

د محکمې د بیان په اساس دا خلک د الکولي مشروباتو د تولید، څښلو، پېر او پلور، روژې خوړلو، د والدینو د ځورولو او زنا په جرمونو په عام محضر کې له ۲۹ تر ۳۹ دُرو وهل شوي.

د طالبانو لخوا د بدني سزا تطبیق د بشري حقونو ډلو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو کلکې نیوکې پارولي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د طالبانو جزايي اصولنامه ظالمانه بللې او د ملګرو ملتونو د متخصصینو د هغې غوښتنې ملاتړ یې ښوولی چې د دغه قانون د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د طالبانو "د جزا اصولنامه" د افغانانو اساسي حقونه نور هم زیانمنوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ په مشرۍ په د ملګرو ملتونو د متخصصینو ډلې له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي.

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د یکشنبه په ورځ د افغانستان په یولس ولایتونو کې د بارانونو او ناڅاپي سیلونو د بهیدو اټکل کړی دی.

د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې به یکشنبه په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، کندز او بدخشان کې بارانونه ووریږي.

د وړاندوینې له مخې د باران کچه په دغو ولایتونو کې له لسو تر شل ملي مترو پورې اټکل شوې ده چې د سیلونو د بهیدو سبب به شي.

له افغانستانه د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره الوتنې پيل شوې

د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د افغانانو لومړۍ ډله نن سعودي عربستان ته ورسیده.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقاف وزارت د بیان له مخې دیرش زره افغانان به سږکال د حج لپاره له افغانستانه سعودي عربستان ته د اریانا او کام اییر الوتکو له لارې په شپږ نوي الوتنو کې انتقال شي.

بیان زیاتوي چې پنځلس زره به مدینې منورې ته او پنځلس زره نور به جدې ته ولېږدي.

د حج مراسم سږکال د مې په وروستۍ اونۍ کې پیلیږي.

په افغانستان کې نن سهار دوه ځله زلزله وشوه

ارشیف- تاشقرغان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۳ مې زلزله
ارشیف- تاشقرغان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۳ مې زلزله

د افغانستان په شمال ختیځ کې نن سهار زلزله وشوه. د امریکا د جیولوجي سروې د راپور له مخې د پنځه اعشاریه درې ریښتر په کچه د دې زلزلې مرکز د بخشان د جرم ولسوالي د جنوب په اووه ویشت کیلومترۍ کې و.

تر دې زلزلې وروسته نن سهار د څلور اعشاریه پنځه ریښتر درجې په کچه بله زلزله هم وشوه چې د دې مرکز هم د جرم په ولسوالي کې و.

لومړۍ زلزله په کابل ، اسلام اباد او د افغانستان او پاکستان په یوشمیر نورو سیمو کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې زلزلو له امله د سر او مال د زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

ملګرو ملتونه: د افغانستان سیل ځپلي بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

په هرات کې سیل-ارشیف
په هرات کې سیل-ارشیف

د ملګرو ملتو په وینا، د افغانستان په یو دیرش ولایتونو کې وروستیو سیلونو له درې اویا زره ډیر کسان اغیزمن کړې دي.

د ملګرو ملتو د وګړو صندوق په یوه بیان کې ویلي دي چې په تیرو دولس ورځو کې د ورښتونو او سیلونو له امله په افغانستان کې درې نوي کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یوسل او یو اتیا نور ټپیان شوې دي.

د ملګرو ملتو په وینا د ورښتونو له کبله بیځایه شوې کورنۍ روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او بیړنیو مرستو ته ضرورت لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پلاوی ازبکستان ته ولاړ

سمرقند
سمرقند

ټاکل شوې ده چې روانه اونۍ دوشنبه د ازبکستان په سمرقند ښار کې له نشه اي موادو سره د مبارزې نړیواله غونډه جوړه شي.

د ازبکستان په شمول د منځنۍ اسیا هیوادونه له افغانستانه د مخدر موادو قاچاق ته اندیښمن دي.

د جمعې په ورځ هم د تاجکستان حکومت له افغانستان سره پر پوله د دوو قاچاق وړونکو د وژلو او له هغوی څخه په پنځه ویشت کڅوړو کې د نشه اي موادو د نیولو خبر ورکړ.

په سمرقند کې له نشه اي موادو سره د مبارزې په نړیواله غونډه کې ازبکستان د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه هم وکړې ده.

دغه پلاوی د کورنیو چارو د وزارت له نشه اي موادو سره د مبارزې د مرستیال عبدالرحمان منیر په مشرۍ نن ازبکستان ته ولاړ.

په هلمند کې د مسو د قاچاق مخنیوی

طالبان په هلمند کې د مسو د څه باندې څلور زره درې سوه خښتو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکوي.

د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې چې د شنبې په ورځ خپره شوه، راغلي دي چې د مسو څلور زره درې سوه دوه اتیا خښتې د بهرامچې ولسوالي په رباط سیمه کې هغه وخت ترلاسه شوې چې قاچاق کوونکو غوښتل په غیرقانوني ډول یې له افغانستانه بهر انتقال کړي.

د دې قاچاق په تړاو د کوم چا د نیولو خبر نه دی ورکړل شوی.

له افغانستانه د امریکا د راوتلو د بهیر ارزونې بشپړې شوې

له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو بهیر
له افغانستانه د امریکا د افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو د ایستلو بهیر

د امریکا دفاع وزارت ویلي چې له افغانستانه د راوتلو د ارزونې په لړ کې یې له لوړپوړو پوځي او ملکي چارواکو سره د مرکو اصلي بهیر بشپړ کړی دی.

د دغه وزارت ویاند شان پرنیل چې دا ارزونې مخته وړي ویلي دا څېړنې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پيل شوي او تمه کېږي چې په معاصر تاریخ کې د امریکا د پوځي عملیاتو نه وروسته تر ټولو جامع ارزونې وي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ او اداره یې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستانه د امریکا د راوتلو په بهیر چې په نتیجه کې یې د افغانستان جمهوري نظام سقوط وکړ کلکه نیوکې کوي او دا بهیر یو شرموونکی او ګډوډ راوتل بولي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه په کابل هوايي ډګر کې خونړۍ چاودنې ۱۳ امریکايي عسکر او ۱۶۹ افغان ملکیان ووژل.

دا پېښه د دې لامل شوه چې د امریکا حکومت د دې پېښې او په ټولو کې د راوتلو د ماموریت په اړه پراخې ارزونې پیل کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پرنیل په خپله ایکس پاڼه په یوه مفصل بیان کې ویلي چې تمه ده د ارزونو وړاندیزونه په راتلونکو میاشتو کې دفاع وزیر پیټ هګسټ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وړاندې شي.
د هغه په خبره د دغو ارزونو هدف دا دی چې په پریکړو کې ناکامۍ په ګوته شي او په دې برلاسي شو چې امریکا بیا د داسې غمیزې له تکراره بچ کړو.

قزاقستان پلان لريله افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي

له منځنۍ اسیا سره تجارت
له منځنۍ اسیا سره تجارت

قزاقستان پلان لري چې له افغانستان سره خپله سوداګري په کال کې له ۵۰۰ ملیون ډالرو څخه ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف یوې قزاقۍ راډیو [راډیو جیبک جولي] ته ویلي چې هېواد یې په پام کې لري په راتلونکو کلونو کې له افغانستان سره سوداګري ۳ ملیارد ډالرو ته لوړه کړي.

توکوموف زیاتوي چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ سوداګري اوس یوې باثباته کچې ته رسیدلې، مګر لاهم د قزاقستان صادراتو ته ډیره لیوالتیا لري.

هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ حجم ۳ ملیارد ډالرو ته لوړول یو لوی هدف دی او د ټرانزیټي لارو له پراختیا پرته به ناممکن وي.

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي چې اوس مهال قزاقستان په عمده توګه افغانستان ته غلې دانې، اوړه او کرنیزې محصولات صادروي، پداسې حال کې چې له افغانستان څخه یوازې غالۍ او کرنیزې محصولات واردوي.

له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم وروسته تر هغه زیات شوی چې له پاکستان سره لارې وتړل شوې او د طالبانو حکومت له سوداګرو وغوښتل چې بدیلې لارې ولټوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG