د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

وروستیو ورښتونو د ارزګان د بزګرانو هیلي را ژوندې کړي

په ارزګان ولایت کې بزګران وايي، سږ کال د نورو کلونو په پرتله په زیات اندازه بارانونه شوي او له خپلو ځمکو به ډېر زیات حاصل ترلاس کړي.
خو دوی غوښته کوي چې د باراني اوبو ذخیروي بندونه دې ورته جوړ شي، څو تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه نوره هم لوړه شي.
د کرنې ریاست مسوولین وايي چې تر اوسه په‌دغه ولایت کې ۷۵ میلي متره باران شوی.
دوی هم تمه لري چې سږ کال به دغه ولایت د اوبو له اړخه غني وي.
دا په‌داسې حال کې ده چې تېرکال ارزګان کې بزګران وچکالۍ سخت ځپلي وو.

په‌دې اړه د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت یو انځوریز راپور برابر کړی دی.


نور راوښيه

XS
SM
MD
LG