د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۱۴

د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې ۵ پوليس وژل شوي


نن د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې موټر سايکل سپرو وسله‌والو پنځه پوليس وژلي دي.

د دېره اسماعيل خان پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې په‌دې حمله کې دوه لارويان ټپيان شوي او بريد کوونکي تښتيدلي دي.

خو د دېره اسماعيل خان روغتون يوه ډاکټر فريد الله مسود ازادي راډيو ته وويل چې دوی ته درې ټپي پوليس ور وړل شوي چې تر درملنې لاندې دي.

د پاکستاني طالبانو يوې جلا شوي څانګې د دې پيښې مسئولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG