د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۲ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۱۹

خلیلزاد: د افغانستان سوله باید د قربانيو ارزښت ولري


د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد

د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدل دي، نه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتل.

ښاغلي خليلزاد پرون ماښام پر خپله ټوېټرپاڼه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې له ناټو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د افغانستان د سولې اړوند د خپلو بحثونو په اړه ليکلي چې د افغانستان سوله باید د هغو قربانيانو ارزښت ولري چې دغه هېواد له څو لسیزو راهيسې ورکړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په يوه بل ټوېټ کې ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلی چې د افغانانو خپلمنځني خبرې باید په چټکۍ سره پر مخ لاړې شي او لومړيتوب ورکړل شي.

ده همداراز ليکلي چې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او شرايطو پر اساس ټاکل کېږي.

XS
SM
MD
LG