د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۴ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۸

د کونړ په اسمار کې د وسله والو سخت دريځو پر وړاندې عملیات دوام لري


د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې د وسله والو سخت دريځو پر وړاندې عملیات دوام لري.

په دې ولایت کې د۲۰۱ سېلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس ساپي د سې شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې عملیات له تېرو درېیو ورځو راهيسې روان دي.

د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان دي.

ښاغلی ساپی وایي، د یادو عملیاتو په نتیجه کې یې یو شمېر سیمې له وسله والو تصفيه کړي او تر اوسه افغان ځواکونو او ولسې وګړو ته زیان نه دی رسېدلی.

XS
SM
MD
LG