د لاسرسي لېنکونه

شنبه ۳۱ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۰۱

اسدالله خالد نن په کابل کې د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره وکتل


د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن په کابل کې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې له خپل امریکایي سیال د دفاع له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې.

د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې ښاغلي شاناهان له افغانستان سره د پوځي مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه چې هېواد به یې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ښوونې او روزنې او ښې سمبالتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یوازې پرې نږدي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر چې په یوه ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی، ویلي چې ده ته تراوسه سپينې ماڼۍ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو امر نه دی کړی.

پاتریک شاناهان دغه څرګندونې هغو خبریالانو ته کړي چې له ده سره په دې سفر کې ملګرتیا کوي.

شاناهان په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور په اړه وویل:

"هغه حضور چې موږ یې په افغانستان کې غواړو، د دې لپاره دی چې د خپل هېواد دفاع یقیني کړو او هم د سیمې د ثبات ملاتړ وکړو، زموږ حضور که په هره بڼه وي، هغه به په یوې منظمې او هماهنګې بڼه وي."

تر دې مخکې امریکايې چارواکو ویلي وچې ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکا يي سرتیرو د شمیر پر کمولو غور کوي. امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري.

XS
SM
MD
LG