افغانستان
د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې له ولسي مشرانو مننه وکړه
د افغانستان ولسمشر په ننګرهار کې له ولسي مشرانو مننه وکړه چې د داعش په وړاندې په بريا کې يې له افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
جمهوري رياست نن په يوه اعلاميه کې وويل، محمد اشرف غني نن ماسپښين په غني خېلو ولسوالۍ کې د وينا پر مهال د غني خېلو، اچين، نازيانو او مومندرې ولسواليو له مشرانو سره په کتنه کې د داعش په ماتولو کې د دوى قدرداني وکړه.
په وروستيو کلونو کې د ننګرهار څو ولسوالۍ د اسلامي دولت يا داعش د فعاليت عمده مرکز ګڼل کېده.
افغان حکومت وايي، امنيتي ځواکونه توانېدلي چې د ځايي پاڅونوالو په مرسته دغه افراطي ډله له ګڼو ولسواليو شاتګ ته مجبوره کړي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د يوه دولتي هيئت په مشرۍ ننګرهار ته ناڅاپي سفر وکړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
یوناما وايي ۲۰۲۵ کال ۶۱۳ افغانانو ته د پاکستان په بمباریو او نښتو کې مرګژوبله اوښتې
یوناما راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر تر ډسمبره پورې د پاکستان په حملو کې ۷۰ تنه افغان ملکیان وژل شوي او ۴۷۸ نور ژوبل دي.
دا له ۲۰۱۱ کاله راهیسې د پاکستان پوځ ته د منسوبو بریدونو په نتیجه کې د افغانانو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (يوناما) په خپل راپور کې چې پرون یې خپور کړی ویلي دا مرګژوبله پر افغانستان د پاکستاني پوځیانو د بمباريو او د طالبانو له حکومتي ځواکونو سره د نښتو په مهال رامنځته شوې ده.
يوناما په پکتيکا، کابل او خوست کې د پاکستاني الوتکو د حملو او په تورخم او چمن کې د پاکستاني او طالب سرتېرو ترمنځ د جنګونو یادونه کړې ده.
يوناما ټينګار کړی چې افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې باید په شخړو کې د ملکیانو خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.
د پاکستان حکومت بیا ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۱۱۱۵ پاکستاني په هغو بریدونو کې مړه او ټپیان شوي چې د دوی په وينا له افغان خاورې پلان شوي وو. په هغوی کې د وژل شويو شمېر ۳۸۷ او د ټپيانو شمېر ۷۲۸ ښوول شوی دی.
نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او باران د وریدو اټکل
د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن دوشنبې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت پرون یکشنبې پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکړی چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.
د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې ورښتونو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
د ایران د بشري حقونه ډله په ایران کې د یوه افغان د اعدامیدو خبر ورکوي
د ایران د بشري حقونو یوې ډلې د ایران په یوه زندان کې د یو افغان د اعدام خبر ورکړی دی.
د «هە نگاو» په نوم د بشري حقونودې سازمان د یکشنبې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې دا افغان، چې احمد فرهاد نومېده، د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوی دی.
په راپورکې ویل شوي چې نوموړی د هرات اوسېدونکی و چې شپږ کاله مخکې د عمدي قتل په تور له نیول کیدو وروسته په اعدام محکوم شوی او پرهغه دغه سزا د ۲۰۲۵ کال په ډسمبرمیاشت کې تطبیق شوې.
هە نگاو، چې په ناروې کې مېشت دی، وایي چې له دې افغان سره یو ځای څلور نور بندیان هم اعدام شوي دي.
شاوخوا پنځه اوونۍ مخکې یو بل افغان تبعه چې امین نومېده هم د کرج په قزل حصار زندان کې اعدام شوی و.
د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید
د طالبانو د حکومت د پریکړې له مخې نن دوشنبې د سلواغې یا دلوې شلمه له پاکستانه د درملو پر وارداتو بشپړ بندیز ولګید.
د طالبانو د مالیې وزارت د سلواغې د میاشتې په لومړۍ نیټه د درملو له واردوونکوغوښتي و چې تر ۱۹ ورځو پورې خپلې ټولې معاملې او اسناد تصفیه کړي. مالیې وزارت هغه مهال اعلان وکړ چې له پاکستانه واردیدونکي درمل د سلواغې له شلمې نیټې وروسته د هیواد په ګمرکونو کې نه محصول کیږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر په تیره لړم میاشت کې په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د مالیې وزارت ته یې امرکړی چې له دریو میاشتو وروسته له پاکستانه درملو ته د واردیدو اجازه ورنکړي. هغه همدارنګه وویل چې افغان سوداګردرې میاشتې وخت لري چې له پاکستاني لوري سره خپل سوداګریز تړونونه پای ته ورسوي.
په افغانستان کې د درمل پلورونکو د اتحادیې مشر یعقوب منګل د روانې سلواغې میاشتې په لومړیو کې ازادي راډیو ته وویل چې له دغه اعلان مخکې د افغانستان د اړتیا وړ ۶۰ سلنه درمل له پاکستانه واردیدل خو دوی هڅه کوي چې د درملو نیمګړتیاوې د هند، چین، بنګله دیش او مالیزیا څخه پوره کړي. په عین حال کې له پاکستانه د درملو پروارداتو د بندیز له اعلان وروسته په افغانستان کې د یوشمیر درملتونونو خاوندانو ازادي راډیو ته وویل چې دغه اعلان په بازارونو کې د درملو د کموالي سبب شوی او هم ورسره د درملو بیې لوړې شوې دي.
د دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې د واورو او بارانونو وړاندوینه شوې
د هېواد د هواپېژندنې ادارې سبا دوشنبې (د سلواغې ۲۰مه) له ۷ ولایتونو پرته د هېواد په نورو ټولو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت نن پر خپله ایکس پاڼه د یوه بیان په خپرولو سره د هواپېژندنې ملي ادارې په حواله خبر ورکوي چې له کونړ، بدخشان، تخار، کندز، بلخ، جوزجان او نیمروز پرته په پاتې ټولو ۲۷ ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو احتمال شته.
د سږني کال په مرغومي او سلواغې میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې واورې او بارانونه وشول چې خلک یې د وچکالۍ پای ته رسېدو ته هیله من کړي خو دې اوریاوو په عین حال خلکو درانه ځاني او مالي زیانونه هم اړولي دي.
فرید بشارت او جاوید بشارت دواړوه تېره شپه خپل سیالان مات کړل
د ګډو رزمي ورزشونو لوبغاړو فریدبشارت او ورور یې جاوید بشارت تېره شپه د UFC د مشهور سازمان په چوکاټ کې خپلې لوبې وګټلې.
په لاس ویګاس کې له برازیلي لوبغاړي جیان ماڅوموتو سره د فریدبشارت لوبه د بېګانیو سیالیو مرکزي برخه وه چې فرید د جیوري د پرېکړې په اساس وګټله.
فریدبشارت تراوسه ۱۵ لوبې کړي او ټولې یې ګټلې دي.
د فرید ورور، جاوید بشارت هم تېره شپه له مکسیکويي جیاني وازکیز سره لوبه درلوده چې هغه هم د جیوري د پرېکړې په اساس سیالي وګټله.
جاویدبشارت ټولې ۱۷ سیالۍ کړي چې ۱۵ یې ګټلي او ۲ یې بایللې دي.
د یوناما نوی درې میاشتنی راپور: د پخواني پوځ لږترلږه ۱۴ سرتېري وژل شوي دي
په افغانستان کې د م. م مرستندوی ماموریت یا یوناما وايي چې د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر او نوامبر میاشتو ترمنځ د پرځېدلي جمهوري نظام لږترلږه ۱۴ سرتېري په دې هېواد کې وژل شوي دي.
یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل تازه راپور کې چې نن (د سلواغې ۱۹مه) خپور شو ویلي دي چې په همدې موده کې یې د پخوانیو پوځیانو د خپلسرو نیونو لږترلږه ۲۸ او له هغوی سره د ناوړه چلند یا شکنجې ۷ موارد ثبت کړي دي.
د یوناما د راپور له مخې دا کسان تازه له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي وو. راپور همداراز زیاتوي چې د ډسمبر په ۹مه د پروان ولایت په دوبندي او سنګي خېلو سیمو کې له پخواني دولت سره تړلي دوه کسان هم په جلا پېښو کې د ناپېژاندو وسله والو په ډزو وژل شوي دي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته د تېر پرځېدلي نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو یوشمېر غړي د پاکستان او ایران په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته وتښتېدل.
د طالبانو حکومت تراوسه د یوناما د تازه راپور په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې له دې یې د دې ډلې له خوا د پخوانيو پوځیانو د وژنو، نیونو او شکنجو اړوندې ادعاوې رد کړي دي.
د بشري حقونو ډلې وايي طالبان د عمومي عفوې له اعلان سره سره د پخواني دولت د چارواکو او پرسونل غچ اخیستونکو وژنو او جبري لادرکه کولو ته دوام ورکوي.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په شل اووریز نړیوال جام کې نن خپله لومړۍ لوبه نیوزیلنډ ته وبایلله.
لوبه افغانستان پیل کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د نیوزیلنډ ملي لوبډلې دا هدف په اتلسم اوور کې د پنځو ویکټو په زیان پوره کړ او لوبه یې د پنځو ویکټو او ۱۳ بالونو په سپمولو سره وګټله.
د هند او سریلانکا په کوربه توب د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز کرکټ نړیوال جام پرون (د فبروري ۷مه) پیل شو.
په دې جام کې ۱۶ هېوادونه په څلورو ګروپونو کې د مارچ تر اتمې پورې سیالي کوي. افغانستان له کاناډا، نیوزیلنډ، جنوبي افریقا او متحده عربي اماراتو سره په ډي ګروپ کې دی او دا یې لومړۍ لوبه وه.
افغانستان په شل اووریز نړیوال جام نیوزیلنډ ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه
د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې د افغانستان د نیوزیلنډ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.
د لوبې پچه افغانستان وګټله او د بېټینګ یا توپ وهنې پرېکړه وکړه او ترپایه یې د ۶ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې.
د ۲۰۲۶ کال د شل اووریز نړیوال جام لوبې چې پرون پیل شوې سږکال د هند او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي او دا د افغانستان لومړۍ لوبه ده.
نړیوال جام کې افغانستان او نیوزیلنډ لوبه لري
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن د کرکټ په نړیوال شل اووریز جام کې خپله لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ په وړاندې ترسره کوي.
دا لوبه د بنګلور په چینای سټډيوم کې ده چې د سهار له لسو پیلیږي.
افغانستان په شل اووریزو لوبو کې دوه واره له نیوزیلنډ سره مخ شوی. لومړی وار نیوزیلنډ ګټلې او وروستی وار چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام وو افغان ټیم بریا خپله کړې وه.
د افغان لوبډلې کپټان راشدخان ویلي چې له سختو سیالانو سره مخ دي خو لوبغاړي او دی به په میدان کې دوه سوه فیصده هڅه کوي څو ښې لوبې وکړي.
افغان ټیم د کرکټ د نړیوال جام په ډي ګروپ کې پر نیوزیلنډ سربېره له جنوبي افریقا، متحده عرب امارات او کاناډا سره مخ دی.