د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

سبا د راتلونکې ولسي جرګې د ۱۸ ولایتونو د غړو انتخاباتي وثیقې سپارل کېږي


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویندوی سید حفیظ الله هاشمي
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویندوی سید حفیظ الله هاشمي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په پام کې لري چې سبا شنبه له اتلسو ولایتو د افغانستان د راتلونکې ولسي جرګې د غړو انتخاباتي وثیقې ور وسپاري.

په دې ولایتونو کې لغمان، بدخشان، پروان، کاپیسا، نورستان، کونړ او ځیني نور ولایتونه شامل دي او د وکیلانو ټوله شمېره یې شااوخوا اتیا کسانو ته رسېږي.

په دې اړه احمدتکل د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له ویندوی سیدحفیظ الله هاشمي څخه نور جزیات پوښتلي دي.

ښاغلي هاشمي د مرکې په سر کې د هغې پروسې پر څرنګوالي رڼا واچوله چې په نتیجه کې یې دا کاندیدان ولسي جرګې ته بریالي شول.

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:10 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG