د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د انتخاباتو د قانون په طرحه کې د تعدیلاتو اړتیا څه وه؟


د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري

چخانسوري: د انتخاباتو د قانون په نوې طرحه کې رامنځته شوي بدلونونه په مشورو رامنځته شوي دي.

افغان حکومت له سیاسي جریانونو، ولسمشرۍ ته له کاندیدانو، په انتخاباتو د څار له بنسټونو او مدني فعالانو سره په ګډه د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه چمتو کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د دغې طرحې په څرنګوالي نن د کاندیدانو، د دوی د استازو او سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ له مشورو وروسته پرېکړه په دې وشوه چې د یوې تخنیکي کمېټې له جوړولو وروسته دا مسوده تر راتلونکو دوو ورځو بشپړه شي.

دا چې د قانون د تعدیل په دغې طرحه کې څه دي؟ یوسف خان ځدراڼ د ولسمشر غني له ویاند هارون چخانسوري سره په دې اړه مرکه کړې او په سر کې يې د تعدیل د اړتیا او د دنننۍ غونډې جزیاتو په اړه ترې پوښتلي دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG