د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼې بیا هم د افغانستان د سولې په اړه روانو هلو ځلو ته تم شوي دي او پهدې اړهيې مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې وسلهوال طالبان د افغان حکومت پر ځای له سیاسي جریانونو سره خبرو ته ترجېح ورکوي.
په مطلب کې طالبانو ته د یو نږدې کس وحید مژده له قوله لیکل شوي دي چې په قطر کې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ په خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر موضوع بحثونه شوي او که طالبان بینالافغاني مذاکراتو ته حاضر هم شي، نو د افغان حکومت پر ځای به افغان سیاسي مشرانو، جهادي رهبرانو او مطرح سیاستوالو ته ترجېح ورکړي.
دنیا خپلواکې ورځپاڼې په یو بل جلا مطلب کې د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست له قوله لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې وروستي پرمختګونه هڅوونکي دي او متحده ایالات غواړي چې د سولې پروسه بري ته ورسوي.
په مطلب کې وړاندې د پاتریک شاناهان په حواله لیکل شوي چې له طالبانو سره د روغې جوړې په پایله کې به امریکايي ځواکونه له افغانستانه وځي، خو تر دا مهاله ورته د ځواکونو د وتلو امر نهدی شوی.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د زلمي خلیلزاد په نقل لیکلي، طالبان د غني حکومت مشروع نهبولي او نهغواړي چې د جمهوري ریاست دغه کاندید ته په امتیاز قایل شي.
ورځپاڼې د ښاغلي خلیلزاد په حواله لیکلي، موږ غواړو دغې ستونزې ته د حللارې ولټوو او باید خپله افغانان لاس په کار شي، څو ستونزې په خپله حل کړي.
یادې ورځپانې په مطلب کې همدا شان د زلمي خلیلزاد له خولې لیکي که د سولې خبرې نتیجه ورکړي، بیا دا د افغانستان د راتلونکي حکومت کار دی چې په خپل هېواد کې امریکايي اډو ته اجازه ورکوي کهنه؟ خو له افغانانو سره به د امریکا دوستانه اړیکې ساتل کېږي.
- اصلاح
اصلاح دولتي ورځپاڼې د افغان ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حواله لیکلي دي چې که سوله د یوې بلې جګړې پیلامه وي، نو دوی ته د منلو وړ نهده.
په مطلب کې د سرور دانش له قوله لیکل شوي دي چې ټول افغانان با عزته سوله غواړي نه دا چې د جګړو او ستونزو د ډېرېدو لامل وګرځي.