د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۳۲

خبرونه

پاکستاني چارواکي: په بلوچستان یوې حملې ۵ پولیس افسران وژلي

ارشیف، کوټه کې حمله
ارشیف، کوټه کې حمله

پاکستاني چارواکي وايي، په بلوچستان ايالت کې د پولیسو پر ماموريت د وسله‌والو کسانو په حمله کې پنځه​ پولیس افسران وژل شوي دي.

نن څلور کسانو په لورلايي سیمه کې د پولیسو د مرستيال پر دفتر حمله وکړه او تر یوې چاودنې وروسته وسله‌واله نښته پيل شوه.

د راپورونو له مخې په‌دې حمله کې د پولیسو او ملکيانو په ګډون پنځلس کسان ټپیان شوي دي.

هېڅ ډلې د دې پيښې مسوولیت نه‌دی منلی.

لورلايي د بلوچستان له مرکز کوټه ښار څخه ۲۶۰ کیلومتره لېرې موقعیت لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ اسیا جام کې له درېیو لوبډلو سره سیالي کوي

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړي

د اسیا د کرکټ شورا د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام د ۵۰ اوریزو سیالیو د لوبو مهالوېش اعلان کړ.

دغه سیالۍ د عمان په کوربه‌توب ترسره کېږي.

افغانستان د دغو سیالیو په «بي» ګروپ کې له سریلانکا، بنګله‌دېش او مالیزیا سره دی.

په «اې» ګروپ کې د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او نیپال د کرکټ لوبډلې شاملې دي.

د ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو د اسیا جام دغه سیالۍ چې اته لوبډلې به په‌کې ګډون کوي، د نومبر په پنځمه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۱۴مې به دوام وکړي.

کابل کې د بزکشۍ د غوره لیګ اتم پړاو؛ بهرني چاپندازان هم ګډون کوي

بزکشي
بزکشي

د افغانستان د بزکشۍ ملي فدراسیون د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ د اتم پړاو د پیل نېټه اعلان کړه.

دغه سیالۍ د ډسمبر په شپږمه، د کابل ښار د «یکه توت» په بزکشۍ میدان کې پیلېږي او د دغه فدراسیون په وینا، بهرني چاپندازان به هم په‌کې ګډون وکړي.

تر اوسه د سیالیو د پای د نېټې او دا چې د کومو هېوادونو چاپندازان به په‌کې ګډون کوي، په اړه معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

خو د افغانستان د بزکشۍ د غوره لیګ په اووم پړاو کې د تاجکستان، قرغزستان او قزاقستان چاپندازانو ګډون کړی و.

واشنګټن د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د احتمالي پراخېدو خبرداری ورکړ

د اوکراین او روسیې بیرغونه او یوه بې‌پیلوټه الوتکه
د اوکراین او روسیې بیرغونه او یوه بې‌پیلوټه الوتکه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، وايي چې روسیه او اوکراین پوځي بن‌بست سره مخ دي او امکان لري د دغه وضعیت د ماتولو لپاره له دواړو لورو څخه یو جګړې ته زور ورکړي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې، روبیو د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۱۶مه» پرتګال ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړ چې د مسکو او کي‌یف ترمنځ د جګړې هر ډول زیاتوالی ښايي د دواړو هېوادونو جګړه په یوه پراخې او د هغه په وینا، «خورا خطرناکې» سیمه‌‌ییزې شخړې بدله کړي.

د روسیې او اوکراین جګړه له ۲۰۲۲ کال راهیسې چې روسیې پر اوکراین بشپړ یرغل وکړ، روانه ده.

د پولنډ ښوونځیو کې د چاقو بریدونو زیاتوالی؛ یوه ښځه وژل شوې او ۱۱ ټپیان دي

د پولنډ د «اوستروویکا» ښار په یوه لېسه کې په چاقو د برید سیمه
د پولنډ د «اوستروویکا» ښار په یوه لېسه کې په چاقو د برید سیمه

د پولنډ د «لشچیدول-نوویني» ښار په یوه لومړني ښوونځي کې یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان د پنجشنبې په ورځ «د تلې په ۱۶مه» د ښوونځي ۳۷ کلنه سرپرسته د چاقو په ګزار ووژله او یو ښوونکی او د ښوونځي مدیر یې ټپیان کړل.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د پولنډ پولیسو ویلي چې دغه تنکی ځوان له برید وروسته نیول شوی دی.

یوه ورځ مخکې هم د پولنډ د «اوستروویکا» ښار په یوه لېسه کې په چاقو برید شوی و چې په پایله کې یې نهه کسان ټپیان شوي وو.

پولیسو په بل ښار کې یو ۱۷ کلن تنکی ځوان هم نیولی چې ویلي یې و، غواړي په خپل ښوونځي کې «د پام وړ کار» ترسره کړي.

پولیسو د هغه په کور کې دوه چاقوګان موندلي دي.

د پولنډ صدراعظم، ډونالد توسک، د دغو بریدونو په اړه وویل چې د ټولنیزو شبکو او وېډیويي لوبو له لارې د «تاوتریخوالي فرهنګ» خپرېدل پر تنکیو ځوانانو اغېز کړی دی.

یوناما: طالبانو په تیرو دریو میاشتو کې۵۲ ښځې نیولي دي

یوناما وايي، طالبانو د روان کال له جولای تر سپټمبر میاشتې په کابل او هرات ولایتونو کې ۵۲ ښځې او یوه نجلۍ نیولي او توقیف کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندی ماموریت یوناما نن پنجشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالب چارواکو له خوا د دغو ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یوناما ویلي، دا ښځې د مناسب حجاب او محرم نه درلودو په څې په بېلابېلو دلایلو نیول شوي دي.

د اعلامیې له مخې، دا ښځې د څو ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل شوي او بیرته خوشي شوي دي.

یوناما وړاندې ویلي چې د طالب چارواکو له خوا د ښځو د وهلو، لفظي توهین او تهدید موارد يې هم ثبت کړي دي.
یوناما له طالبانو غوښتي چې د ښځو پر وړاندې جنستي تبعیض پایته ورسوي.

په وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکي د هرات په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې ښځې او نجونې د مناسب حجاب د نه درلودو له کبله نیسي او زنداني کوي.

ولسمشر ټرمپ د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو په اړه پر ځینو انتخابونو غور کوي

US aircraft carrier George Washington launches night air operations
US aircraft carrier George Washington launches night air operations

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران د بریدونو په اړه پر ځینو انتخابونو غور کوي.

امریکايي رسنیو اکسوس او اتلانتیک پرون چهارشنبې د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د پنټاګون او په منځني خیتځ کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سنټکام) له چارواکو سره پر ایران د بریدونو د بیا پیل لپاره پر ځینو انتخابونو غوره کوي.

خو چارواکو ویلي چې لا تراوسه کومه نهایي تصمیم نه دی نیولی شوی.

د اکسوس په خبره، سنټکام ته څو ورځې وړاندې امر شوی و چې پر ایران د بریدونو لپاره لازمې تیارۍ ونیسي.

امریکايي چارواکو ویلي د دې احتمال شته چې دغه بریدونو د اکټوبر په ۲۷مه او یا هم د نوامبر په دریمه له سره پیل شي.

د اکسوس په ټکو، ښايي په بریدونو کې د ایران د انرژۍ تاسیسات او د اټومي پروګرام د غني کیدو مرکزونه په نښه شي.

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې ډير ژر به د ایران په اړه یو نهایی تصمیم ونیسي.

تمه ده د امریکا د کانګرس منځمهاله ټاکنې په راروانه نوامبر میاشت کې ترسره شي.

پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې لږترلږه ۲۵کسان وژل شوي

پر اوکراین د روسیې د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې لږترلږه ۲۵کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

اوکرایني چارواکو ویلي چې په دې بریدونو کې د خلکو د استوګنې کورونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې بیا پر روسیې د ځوابي بریدونو خبره کړې ده.

په وروستیو کې روسیې پر اوکراین خپلو بریدونو ته زور ورکړی او له بهرنیو ډېپلماټانو يې غوښتي چې د پلازمینې کییف په ګډون د اوکراین له ښارونو ووځي.

د هند د سینما مشهور لوبغاړی نانا پاټیکر د ۷۵کلونو په عمر ومړ

نانا پاټیکر
نانا پاټیکر

د هند د سینما مشهور لوبغاړی نانا پاټیکر د ۷۵کلونو په عمر ومړ.

هندي رسنیو لیکلي چې هغه نن سهار وختي په خپل کور کې د زړه د حملې له کبله ساه ورکړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پر خپلې ایکس پاڼې د پاټیکر د مړینې په اړه له احساساتو ډک پیغام خپور کړی او ویلي دي چې د نوموړي مړینې داسې تشه رامنځته کړې چې ډکول به يې ستونزمن وي.

نانا پاټیکر د هندي او مراټهي سینما د پیژندل شویو لوبغاړو له ډلې و.

هغه خپل هنري سفر په ۱۹۷۸کال کې پیل کړی و چې نږدې پنځه لسیزې يې دوام ورکړ.

نانا پاټیکر په فلمونو کې د مرکزي رول سربیره د یو شمیر فلمونو ډایریکټري کړې او څو فلمونو ته يې سندرې ویلي دي.

 د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه درجه بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزي لومړي مقامونه ترلاسه کړي دي.

راشدخان د یو ورځنیو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې د ۷۱۴امتیازونو په لرلو سره لومړی مقام خپل کړی په داسې حال کې چې د همدې لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې عظمت الله عمرزي د ۳۳۷ امتیازونو په ترلاسه کولو لومړي مقام ته رسیدلی دی.

بل لور ته د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ یوازینۍ ټسټ لوبه سبا جمعې ته پلان شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ د دې لوبې د مبصرینو نوملړ خپور کړی چې ملي لوبغاړی نوین الحق هم په کې شامل دی.

د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي

د فرانسې حکومت له طالبانو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په تړاو خبرې پیل کړي.

فرانس پریس خبري اژانس پرون چهارشنبې د یوې دېپلماټیکي سرچېنې په حواله راپور ورکړی چې پاریس غواړي غیرقانوني او عامه نظم ته ګواښ پېښوونکي افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي.
وړاندې د سرچېنې په حواله راغلي چې دغه "تخنیکي خبرې" د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي او موخه يې یوازې د کډوالو د اخراج په پروسه کې اسانتیا راوستل دي.

اوونۍ وړاندې د بلجیم حکومت د افغان کډوال د اخراج په اړه د طالبانو له حکومت سره د خبرو اترو د پیل خبر ورکړی و.

بل پلو، جرمني بیا په وروستیو کې لسګونه افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډېپورټ کړي دي او د همدې بهیر د اسانچارۍ لپاره یې برلین او بن کې د طالبانو قونسلي ماموران منلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG