د ازادي راډيو د دې اوونۍ راډيويي مجله مو په لاندې مطالبو راښکلې کړې ده:
د تېرې اونۍ فرهنګي خبرونه مریم توخي وړاندې کوي.
د سراج الاخبار د پښتو ژباړې په اړه باز محمد عابد راپور برابر کړی.
په هنر جاج کې له ډاکتر فضل رحیم مروت سره د لرو او برو پښتنو په فرهنګي یووالي غږېدلي یو.
فنکار برخه کې له مولانا بسمل سره د هغه په شاعرۍ غږېږو.
په زرپاڼه کې به لنډه کیسه (تقاعد) واوروئ.
په ادب جام کې به د خوشحال خټک د ادبي مکتب د پیرو افضل خان احوال واورئ.
او په وریښمین خیال کې به د کک او زرینې منظومې د دوه ویشتم سرود لومړۍ برخه واورئ.
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوب شاه محبوب