افغانستان
قوقندي: د افغانستان صادرات ۱۹ سلنه زیات شوي
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې نهیوازې پاکستان، بلکې هند، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو ته د تېر میلادي کال په نهو میاشتو کې د افغانستان صادرات ۱۹ سلنه زیات شوي دي.
ښاغلي قوقندي بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د کچې د لوړېدو لامل د تولیداتو زیاتوالی یاد کړ او ویېویل چې د وارداتو کچه هم ځکه راټیټه شوې چې اوس په کور دننه د اړتیا وړ توکي تولیدېږي.
دا پهداسې حال کې ده چې یو شمېر پاکستاني رسنیو هم ویلي، په تېر ۲۰۱۸ میلادي کال کې دغه هېواد ته د افغانستان صادرات ۲۰ سلنه زیات، خو برعکس افغانستان ته د پاکستان واردات ۱۸ سلنه راکم شوي دي.
دغه پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د دولتي بانک پر حواله لیکلي چې له افغانستانه د ورتلونکو توکو کچه د تېر میلادي کال د نومبر میاشتې په پرتله په ډسمبر کې دوه نیم سلنه زیاته شوې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت په اړه په اوتاوا کې د یادڅلي د جوړیدو کارونه ځنډیلي
په افغانستان کې د کاناډا د محارب ماموریت د یاد څلي رغونه به تر۲۰۲۸ کال پورې بشپړه نشي.
د کاناډایۍ تورنتو سن ورځپاڼې د راپورله مخې په پام کې وه چې د دغه یادڅلي چې په پلازمینه اوتاوا کې جوړیږي، کارونه په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشوي وای. دغه یادڅلی د کاناډا د له څلویښت زره زیاتو پوځیانو او په سلګونو نورو ملکي کارکونکو سرښندونو ته د درناوي په پار چې په افغانستان کې د کاناډا په محارب ماموریت کې یې برخه اخیستې، جوړیږي.
د کاناډا محارب ماموریت چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د عملیاتو له پیلیدو سره په ۲۰۰۱ کال کې پیل شوی و، په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسید. په دې موده کې د کاناډا ۱۵۸ پوځیان وژل شوي او له دوو زرو زیات ټپیان شوي دي.
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول
د پاکستان له زندانونو ازاد شوي سلګونه افغانان بیرته افغانستان ته ستانه شول.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت نن پنجشنبې پرخپله ایکسپاڼه کې د دغو افغانانو شمیر چې دا اونۍ د پاکستان له زندانونو ازاد شوي، ۴۹۱ تنه ښودلی او ویلي یې دي چې د دوی ۳۷۹ یې د تورخم او ۱۱۲ نور یې د سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د وزارت په وینا دغه افغانان چې کورنۍ او یوازې کسان پکې شامل دي، په هغه هیواد کې د استوګنې اسنادو د نشتوالي له امله نیول شوي و. وزارت همدارنګه ویلي چې دوی د نوم لیکنې د پروسې له بشپړیدو او د مرستو له ترلاسه کیدو وروسته بیرته خپلو اصلي سیمو ته واستول شول.
د راپورونو له مخې تیره اونۍ هم له پنځه سوو زیات افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او بیرته افغانستان ته ستانه شوي و.
د چین - افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره نوې ترانزیتي لار پرانیستل شوه
له چین څخه افغانستان ته د سوداګري مالونو د انتقال یو نوی ترانزیټي دهلېز پرانیستل شوی دی.
د منځنۍ اسیا رسنیو پرون (چهارشنبې) د ازبکستان د ترانسپورتي چارواکو په قول راپور ورکړ چې دا لاره د مالونو د انتقال وخت راکمولی او لوژستیکي بهیر لا اسانولی شي.
په دې ترانزیتي دهلېز کې کانتینرونه لومړی د رېلګاډي په وسیله له چین څخه حرکت کوي او له آلتینکول تمځي څخه تر تېرېدو وروسته ازبکستان ته داخلېږي.
راپور زیاتوي چې دا مالونه بیا د بخارا ښار لوژستیکي مرکز ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د ترکمنستان له لارې، د افغانستان لوېدیځ ښار هرات ته انتقالېږي.
د طالبانو د کانونو وزیر د عینک د مسو له قرارداي شرکتونو د عملي کار دپیل غوښتنه کړې
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د عینکو دمس د کان له قراردادي کمپنیو غوښتي چې د پروژې عملي چارې پیل کړي .
د کانونو او پیټرولیم وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د پروژې په چارو کې په راغلې ځنډ خبرې کړي او د MCCT چینايي کمپنۍ عمومي رئیس ډاډ ورکړئ چې د معدنکاري ځڼدمنې شوې چارې به ترسره شي.
د عینک د مسو کان د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې دی او د زېرمو ارزښت یې شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالره اټکل کېږي.
دا پروژه اوولس کاله مخکې قرارداد شوې خو تر دې دمه یې د استخراج په چارو کې د پام وړ پرمختګ نه ترسترګو کیږي.
د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د تیر ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې وویل چې د عینک د مسو د کان د اکتشاف او استخراج تړون یې د پنځلسو نورو کلونو په مخه تمدید کړ.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت تیرکال مرغومي میاشت کې وویل چې چینايي شرکت د مس عینک کان د لرغونو اثارو د خوندي کولو لپاره یوه طرحه ورسپارلې ده.
د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د ازبکستان له چارواکو سره د افغان کډوالو په تړاو غږیږي
ټاکل شوې ده چې د اتریش د بهرنیو چارو وزیر بیاته ماینل رایزینګر او د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر پنجشنبه( د مې ۶ مه) له ازبکستان سره د افغان کډوالو په تړاو یو تړون لاسلیک کړي.
د اتریش حکومت غواړي له خپلې خاورې یوشمیر افغانان د ازبکستان له لارې افغانستان ته واستوي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیر وویل، له ازبکستان سره تړون « د یوې ثابتې او عادلانه پناه غوښتنې د پالیسۍ» د یوې برخې په توګه د کډوالو د ایستلو لپاره شرایط رامنځته کوي.
د اتریش حکومت دې هڅې ته د « منظم مهاجرت د سیاست» نوم ورکړی دی خو د بشري حقونو یو شمیر بنسټونو د دې اقدام د بشري اغزیو په تړاو اندیښنه ښکاره کړې ده.
د پاور لیفټینګ شپږ افغان لوبغاړي په نړیوالو سیالیو کې برخه اخلي
په بلاروس کې د پاور لیفټینګ په نړیوالو سیالیو کې شپږ افغان لوبغاړي برخه اخلي.
دا سیالۍ نن( د مې ۶ مه) پيلیږي او تر یکشنبې دوام کوي.
د طالبانو د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست سه شنبه( د اپریل ۵ مه) خبر ورکړ چې د افغانستان د پاورلیفټینګ شپږ لوبغاړي او یو روزونکی بلاروس ته ولاړل.
د پاور لفټینګ نړیوال فدراسیون تر چتر لاندې تر سلو ډیر هیوادونه دي، چې تمه ده د بلاروس په لوبو کې د شاوخوا پنځوسو هیوادونو لوبغاړي ګډون وکړي.
په بدخشان کې ترافیکي پېښې ۹ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
په بدخشان کې د یوې ترافیکي پېښې په ترڅ کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه ټپيان شوې دي.
په بدخشان کې د طالبانو د امنیه قومانداني ویاند احسان اله کامګار کورنیو رسنیو ته وویل چې دا پېښه سه شنبه تر غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه چې یو لنډ کروزر موټر د مایمي ولسوالي په « غذ دره» سیمه کې چپه شو.
د ټپيانو وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د قابلو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه وايي پر یو میلیون قابلو دې پانګونه وشي
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي،" په افغانستان کې پر څه باندې یو میلیون قابلو پانګونه د میندو او نویو زیږیدلو ماشومانو د ژوند ژغورنې لپاره تر ټولو اغیزناکه لار ده".
دغه سازمان نن سه شنبې د مې ۵مه د قابلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې لیکي چې پر قابلو دغه پانګونه کولی شي له میندو سره د امیندوارۍ، خوندي زیږون او له زیږون وروسته مرسته وکړي.
دا تازه خبرداری په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف ویلي وو چې تر ۲۰۳۰کاله به افغانستان د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو محرومې شوي او له پوهنتوني زده کړو هم راګرځول شوي دي.
د پاکستان د پوځ یو ملاتړی مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس ووژل شو
ناپیژنده وسله والو د پاکستان یو وتلی دیني عالم شیخ محمد ادریس وژلی دی.
پاکستاني رسنیو لیکلي چې پر نوموړي نن سه شنبه سهار مهال د خیبرپښتونخوا په چارسده کې ډزې شوي دي.
وړاندې راغلي چې ډزې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا د شیخ ادریس پر موټر هغه مهال شوي چې نوموړی خپلې مدرسې ته روان و.
شیخ ادریس په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځ او د پوځ د مشر عاصم منیر په ملاتړ څرګندونې کولې.
تحریک طالبان پاکستان ( ټي.ټي.پي) د هغه پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او نوموړی یې د "اکوړه خټک حقانیه دارالعلوم د زرګونه مجاهدینو" استاد بللی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې اړه یوه خبرپاڼه کې د شیخ محمد ادریس پر وژل کېدو خفګان څرګند کړی دی.
اعلامیه کې د هغه وژل کېدل غندل شوي او " د اسلام او علماوو د دښمنانو" کار بلل شوی دی.
تراوسه د پيښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن بلاروس ته روانیږي
ټاکل شوې چې د افغانستان د وزن اوچتولو ټیم نن سه شنبې بلاروس ته ولاړشي.
د طالبانو ترکنترول لاندې باختراژانس رپوټ ورکوي چې د ۶ غړو دغه ټیم په نړیوالو سیالیو کې ګډون لپاره بلاروس ته ځي.
د وزن اوچتولو نړیواله سیالي د چهارشنبې په ورځ د دبیلابیلو هیوادونو د سلګونو ورزشکارانو په ګډون پیلیږي.