د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د مخابراتو وزیر: د مصرفي کارتونو له درکه نږدې ۱۴ میلیارده افغانۍ خزانې ته تللي


ارشیف، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي
ارشیف، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایي، له ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۷ کاله پورې نږدې ۱۴ میلیارده افغانۍ د موبایلونو د مصرفي کارتونو د مالیاتو له درکه راټولې شوې دي.

شهزادګل اریوبي وایي، په هېواد کې یې د مخابراتي چارو او ټکنالوژۍ د ښه‌والي لپاره نوي سیستمونه جوړ کړي چې چارې به‌یې ژر پیل شي.

نوموړي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» په یوه خبري غونډه کې وویل، دا سیستم به له ټولو مخابراتي شبکو سره ونښلول شي چې له مخې به‌یې د موبایلونو د مصرفي کارتونو د مالیاتو په راټولولو کې روڼوالی او کنټرول رامنځته شي.

ده وویل:

"دغه سیستم چې ستاسو ۱۰ سلنه مالیات ښيي، کله چې پیسې معلومې شوې، موږ د میاشتې په اخر کې له شرکت سره هم حساب کوو، هغوی د راټولو شویو پیسو د کچې په اړه موږ ته معلومات راکوي او موږ هغه بیا له خپل سیستم سره پرتله کوو، که ستونزه په‌کې وه، نو هغوی ته بیا وایو چې ستاسو معلومات زموږ له سیستم سره فرق لري، زموږ څارنه په همدې ډول هره میاشت ترسره کېږي."

ارشیف، د افغانستان د ځينو مخابراتي شبکو مصرفي کارتونه
ارشیف، د افغانستان د ځينو مخابراتي شبکو مصرفي کارتونه

ښاغلی اریوبي وایي، تر دې دمه د موبایلونو د مصرفي کارتونو د مالیاتو له درکه ۳ میلیارده او ۸۹۸ میلیونه افغانۍ د دولت خزانې ته وراضافه شوي او یوازې ۷۵۰ میلیونه افغانۍ پر یو مخابراتي شرکت پاتې دي چې تر راتلونکو څو ورځو به هغه هم حصول شي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزیر وایي، د سرور په نوم سیستم چې د موبایلونو د مصرفي کارتونو د مالیاتو د راټولولو لپاره د پخواني وزیر په وخت کې جوړ شوی و، ځواب ویونکی نه‌و او دغه ستونزه د پخواني وزیر د دوسیې اړوند ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې یوه کمېټه چې د مالیې، اقتصاد، مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارتونو او اترا ادارې په حضور کې جوړه شوې او له دې وروسته به له مخابراتي شرکتونو جدي څارنه او په دې برخه کې به د زیاتو اصلاحاتو په اړه هڅې کوي.

مخکې تر دې د موبایلونو پر مصرفي کارتونو د مالیاتو لګول د افغانستان د ملي شورا د غړو تند غبرګونونه له ځانه سره درلودل او د دغه هېواد ولسي جرګې د رأیو په اکثریت سره دا قانون لغوه کړ، خو مشرانو جرګې بیا دغه پرېکړه د افغانستان د اقتصادي بسیاینې او د فساد د مخنیوي لپاره ښه وبلله او تأیید یې کړه.

د فساد او د دولت د شتمنیو د حیف او میل کولو په تور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پخواني وزیر د دندې په ځنډېدو سره دغه اندېښنې لا زیاتې شوې او په ملي شورا کې د خلکو استازو وویل چې د موبایلونو د مصرفي کارتونو پیسې د افرادو جېب ته ځي، نه د دولت عوایدو ته.

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوه بشیر دودیال وايي، که حکومت وتوانېږي چې خلکو ته په ټولو ولایتونو کې يو شان دوامداره خدمات وړاندې کړي، نو له دې لارې به‌یې عواید لا زیات شي.

ده زیاته کړه:

"په دې کې شفافیت شته، ځکه چې دا هر څه سنجش او ثبت کېږي او لاسوهنه په‌کې نه‌کېږي، خو غیر شفافیت بیا په نورو مسایلو کې دی چې هغه د مخابراتي کمپنیو ناوړه استفادې دي او مشتریانو ته خدمات نه‌وړاندې کوي."

ښاغلی دودیال وایي، د مخابراتو وزارت د موبایلونو د مصرفي کارتونو له لارې چې کوم عایدات ترلاسه کوي، باید وخت په وخت‌یې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي، څو خلک پوه شي چې د دوی مالیات د حکومت خزانې ته ځي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG