د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۴

دنیا: طالبان د امریکا فشارونو اړ کړل چې د خبرو ځنډولو خبرداری بېرته واخلي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل ورځپاڼو د خپلو نننیو ګڼو د بحثونو یوه برخه په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو د څلورم دور پیل او د ده د پاکستان د سفر پایلو ته ځانګړې کړې دي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې په دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو د څلورم پړاو پیل ته په اشارې لیکلي چې د سولې د خبرو په بهیر کې پر طالبانو د امریکا بېلابېل فشارونه دوی اړ کړل چې له امریکا سره د خبرو د ځنډولو له‌پاره خپل خبرداری بېرته واخلي.

ورځپاڼې وړاندې د طالبانو په حواله لیکلي دي چې امریکا پر دوی د بېلابېلو هېوادونو له لارې فشار راوړي او له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو په تړاو واضح دریځ نه‌لري.

ورځپاڼې طالبانو ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي دي چې د طالبانو د اعلامیې وروسته خلیل‌زاد د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل او په خبرو کې د بن‌بست د مخنیوي له‌پاره یې له بېلابېلو لارو د طالبانو د قطر له دفتر سره تماسونه ونیول.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم د خبرو په اړه زیات جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو ویل کېږي چې طالبانو یو ځل بیا په خپلو مخکېنیو غوښتنو ټینګار کړی دی.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې په جده او پاکستان کې د خبرو له لغوه کېدو وروسته د امریکا مرکچي پلاوی دې نتیجې ته رسېدلی چې روانې خبرې ممکن له بُن‌بست سره مخامخ شي، نو ځکه‌یې په قطر کې له طالبانو سره لیدنې ته غاړه کېښودله.

خو ورځپاڼې د طالبانو د یو بیان په حواله بیا لیکلي دي چې دا خبرې چې د دوو ورځو له‌پاره به دوام وکړي، وروسته له هغې بیا پیل شوي چې موافقه وشوه چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر سر خبرې په اجنډا کې شاملېږي.

ورځپاڼې په ورته وخت کې د پاکستاني رسنیو په حواله لیکلي دي چې د دغه هېواد صدراعظم عمران خان په یو دوه ورځني سفر دوحې ته رسېدلی دی او د سفر په اجنډا کې یې له طالب استازو سره لیده کاته شامل دي.

ورځپاڼه لیکي چې عمران خان به له قطره د اقتصادي مرستو او همداراز له دغه هېواد څخه په پاکستان کې د پانګونې غوښتنه هم وکړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په قطر کې د زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو د بیا پیل په اړه په یو مطلب کې د ښاغلي خلیل‌زاد دا وینا هم راخیستې ده چې د افغان سولې بهیر په سم لوري پرمختګ کوي.

ورځپاڼې وړاندې د ښاغلي خلیل‌زاد په حواله لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې سوله غواړي او د سولې په پروسه کې د ټولو افغان خواو هغه مشروع اندېښنې په پام کې نیسي چې د افغانستان د خپلواکۍ، حاکمیت او د سېمې مشروع ګټې باوري کوي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان سولې له‌پاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د روانو هڅو ملاتړ کوي او د نوموړي دا ډاډ چې دا خبرې به افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې پر مخ بوتلی شي خوښي څرګنده کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې د امریکا دا دریځ پر پاکستان د فشار یو واضح بېلګه ده چې هڅه کوي د طالبانو په خله نا مشروع غوښتنې مطرح کړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک اسلام‌اباد ته د زلمي خلیل‌زاد سفر ته ځانګړې کړی او لیکلي یې دي چې نوموړي د پاکستان له سفره تش لاس راستون شوی دی.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په‌دې ټینګار کړی دی چې امریکا د سولې په پروسه کې د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو ملحوظات په پام کې ساتلي دي.

د ورځپاڼې په وینا وروسته له هغې چې ښاغلي خلیل‌زاد په اسلام‌اباد کې له طالب استازو سره‌یې ونه‌شوی لیدلی، نو د سیمې له هېوادونو سره‌یې د امریکا د خبرو اترو طرحه وړاندې کړه.

خو ورځپاڼې دا نه‌دي لیکلي چې په قطر کې د ښاغلي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د خبرو د بیا پیل وروسته به دا طرحه له کوم برخلیک سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG