د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

سټراټفور: طالبان غواړي د ناټو او امریکا ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي


یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر بهرنۍ ورځپاڼې
  • واشنګټن پُسټ

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان ولسمشر او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره ۱۷ سیالان‌يې د جولای مياشتې په انتخاباتو کې له یو بل سره مخامخ کېږي.

د ورځپاڼې په لیکنه، ولسمشر غني د بیا ټاکل کېدو لپاره ډاډه او ارامه ښکارېده.

ورځپاڼه لیکي، ښاغلی غني په ولسمشرۍ کې له پنځو جنجالي کلونو وروسته بیا سیالي کوي.

واشنګټن پسټ تحلیلوي چې ښايي د سولې هڅې انتخاباتي سیالۍ اغېزمنې او په ځینو مواردو کې تر شعاع لاندې راولي.

ورځپاڼې د ولسمشر غني چې ۶۹ کلن دی، د خبرو تر څنګ په انتخاباتي ټکټ کې د ده د لومړي مرستيال امرالله صالح خبرو ته هم پام کړی.

واشنګټن پُسټ ښاغلی صالح د استخباراتو یو سخت‌ګير چارواکی بللی دی چې ويلي يې دي، پر لوړه کچه کې له مجازاتو معافیت او ځورونې ته به د پای ټکی کېږدي.

واشنګټن پُسټ ښاغلی صالح د استخباراتو یو سختګير چارواکی بللی دی.
واشنګټن پُسټ ښاغلی صالح د استخباراتو یو سختګير چارواکی بللی دی.

ورځپاڼې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او همداراز د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار او یو شمېر نورو نوماندانو نوم ثبتولو ته هم پام کړی دی.

واشنګټن پُسټ د ښاغلي عبدالله له خبرو دې ټکي ته پام کړی چې ولسمشر غني يې د قدرت په انحصارولو او د ژمنو پر ماتولو تورن کړی دی.

د ورځپاڼې په وينا، د ملي یووالي حکومت له جوړېدو تر اوسه پورې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اړيکې ښې نه‌وې.

  • سټراټفور خپرونه

سټراټفور کامنټري خپرونې د افغانستان د سولې هڅو ته پام کړی.

د خپرونې په وینا، که د خبرو دوام ناکامه شي، دلیل به‌يې د امریکا له‌خوا د طالبانو د غوښتنو ردول وي.

طالبان غواړي د ناټو او امریکا ټول ځواکونه له افغانستانه ووځي.

سټراټفور: که د خبرو دوام ناکامه شي، دلیل به‌يې د امریکا له‌خوا د طالبانو د غوښتنو ردول وي.

سټراټفور کامنټري په مقاله کې ليکلي چې په افغانستان کې د امریکا دوامداره دخيل پاتې کېدل د نړيوال ترورېزم پر ضد د پراخو عملیاتو برخه ده.

خو اوس له روسیې او چين سره سيالي هم واشنګټن ته مطرح ده.

سټراټفور: په افغانستان کې د امریکا دوامداره دخيل پاتې کېدل د نړيوال ترورېزم پر ضد د پراخو عملیاتو برخه ده.
سټراټفور: په افغانستان کې د امریکا دوامداره دخيل پاتې کېدل د نړيوال ترورېزم پر ضد د پراخو عملیاتو برخه ده.

خپرونې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هڅو ته کتلي او ليکلي يې دي:

د اوربند او له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو د چمتو کولو په خاطر د دې ډیپلومات هڅې له ننګونو سره مخامخ شوې دي.

سټراټفور کامنټري خپرونه وايي:

دا اوس په امریکا پورې تړاو لري چې د طالبانو غوښتنې ته څه ځواب وايي، ځکه دې ډلې تر اوسه په واضح توګه ويلي: د امریکايي ځواکونو د وتلو له پلان پرته به د سولې خبرې بې‌معنی وي او د یوه مبهمې هيلې غوندې به وي.

XS
SM
MD
LG