د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

نانسي پلوسي د ډونالد ټرمپ نوي وړاندیزونه رد کړل


آرشیف، رئیسه نانسي پلوسي
آرشیف، رئیسه نانسي پلوسي

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ د فدرال ادارو د ځنډ د ختمولو لپاره کانګرس ته ځیني وړاندیزونه کړي.

ډونالد ترمپ بېګاه شپه په سپینه ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې یو پلان وړاندې کړ چې پکې له مکسیکو سره د دېوال د جوړولو د بودجې د تصویب په بدل کې د ناقانونه کډوالو موقت معافیت یې مهمه برخه جوړوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د یو شمېر فدرال ادارو د ځنډ د پای ته رسولو لپاره ځینې نوي وړاندیزونه وکړل چې د ناثبت شویو کډوالو موقتي ساتندویه معافیت یې یوه برخه ده.

ټرمپ د شنبې په مازیګر په سپینه ماڼۍ کې خبرې کولې او یو وار بیا یې ټینګار وکړ چې له مکسیکو سره د دېوال د جوړولو لپاره پنځه میلیارده او ۷ سوه میلیونه ډالر غواړي.

ټرمپ هیله وښوده چې له کډوالو د ساتنې او په خاصه توګه د بې اسناده کډوالو لپاره د اسانتیا د برابرولو په برخه کې د ده نوی پلان له کانګرس سره یو میاشتنی کړکېچ پای ته ورسوي.

آرشیف، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ
آرشیف، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

​ده وویل:

"په واشنګتن کې دواړه خواوې باید سره کېني، یو بل ته غوږ شي، په یو بل دې باور وکړي، یوې لارې ته سره ورسېږي او د مسئلې هواری پيدا کړي."

ولسمشر ټرمپ وویل، د امریکا د کډوالۍ سېستم ډېر مات دی او دی نن غواړي چې کانګرس ته داسې لار وړاندې کړي چې د حکومت ځنډ پرې پای ته ورسېږي او د امریکا د سویلي پولو ستونزې حل شي.

ټرمپ وویل، نوي وړاندیزونه یې له متخصصینو سره تر مشورې وروسته ترتیب کړي.

هغه د خپل پلان ځینې برخې داسې بیان کړې:

"اته سوه میلیونه ډالره بېړنۍ بشري مرسته، اته سوه او پنځه میلیونه ډالره مرسته چې د مخدره موادو د لټولو او عبوري سیمو د امنیت لپاره لګول کېږي، ۲۷۰۰ قانون پلي کوونکي او پوله ساتي مامورین او د کډوالو لپاره د ۷۵ نورو قضايي پلاوو ګمارل، څو د کډوالۍ شاته پاتې شوې نهه لکه قضیې حل کړي."

کانګرس د مکسیکو په پوله کې د امریکا له خوا د دېوال د جوړولو لپاره د ټرمپ له غوښتنې سره مخالف دی چې له امله یې له نږدې څلورو اوونیو راهیسې د فدرال ادارو شااوخوا اتو لکو کارکوونکو ته معاش نه دی ورکړل شوی او ادارې یې تړلې دي.

خو ټرمپ وویل چې د امریکا د سنا جرګې د جمهوري غوښتونکو مشر مېچ مک کانل ویلي چې همدا اوونۍ به دې مسودې ته رأیه ورکړي.

د ټرمپ تر دې وینا مخکې د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي بیا په یوه بیان کې وویل چې د ولسمشر ټرمپ وړاندیزونه د منلو وړ نه دي او امریکایانو ته پکې نېک نیت نه لیدل کېږي.

هغې وویل، ګمان نه کوي چې د ټرمپ وړاندیز دې په سنا کې کافي رأیه ترلاسه کړي.

د امریکا د فدرال ادارو یوه څلورمه برخه له کاره لوېدلې، ځکه ولسمشر پرې پيسې بندې کړي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG