د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

هغه ټکټ دې لغوه شي چې پر کاندید او ۲ مرستیالانو سربېره په کې درېیم کس وي


ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید
ارشیف، د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا مشر یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید هغه انتخاباتي ټکټونه لغوه کړي چې پر کاندید او مرستیالانو سربېره په کې درېیم کس ته ځای ورکړل شوی وي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل، کاندید هڅه کوي چې په دې ډول ټکټونو سره د خلکو رأیې خپلي کړي، خو د دا ډول ټکټونو جوړول له قانون سره په ټکر کې دي.

دا چې یوازې څو ساعته د جمهوري ریاست د نوم لیکنې بهیر پای ته رسېدو ته پاتې دي، تراوسه هم مطرحو سیاسي څېرو نوم لیکنه نه ده کړې، د دې ستونزې په اړه رحمت الله افغان له یوسف رشید سره مرکه کړې ده چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدای شئ؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:56 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG