د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱
پر ګرین ویلیج د حملې پېښه
پر ګرین ویلیج د حملې پېښه

په کابل کې پر ګرين وېلېج کمپ موټر بم حمله کې ۴ تنه وژل شوي او ۹۰ تنه ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کابل د نننۍ پېښې ځای د کابل ...

په کابل ښار کې د یوې درنې چاودنې غږ واورېدل شو.

تر اوسه پورې د چاودنې د ځای، نوعیت او د زیانونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

په دې اړه نور جزئيات وروسته ...

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، په کابل کې د دوشنبې ماښام چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ۹۰ تنه ټپیان دي .

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر محاهد زیاتوي ۳ پوځیان د وژل شوېو،۲۳ ماشومان او ۱۲ مېرمنې ددې پېښې د ټپیانو په ډله کې دي.

ښاغلي مجاهد ددې خبرې په ټینګار سره چې ددې پېښې ډیرۍ قربانیان ملکیان دي وايي چې د چاودنې د شدت له امله د سیمې ډېری کورونه زیانمن شوي دي.

تر اوسه کومې وسله والې ډلې ددې پېښې پړه نه ده منلې.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د کابل د نننۍ پېښې ځای د کابل-جلال‌اباد په لویه لار ګمرک ته نږدې د ګرین وېلېج په نوم د بهرنیانو کمپ وښود.

ده وویل، نن ماښام اووه بجې په ګرین وېلېج د موټر بم په واسطه ترورېستي حمله شوې، خو اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

دی وايي، ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، خو د مرګ ژوبلې په اړه لا جزئیات نه‌شي ورکولای.

د پېښې مسؤلیت لا کوم چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کابل د نننۍ چاودنې له ځایه چې څو شېبې وړاندې وشوه، روغتونونو ته تر ۴۰ زیات ټپیان انتقال شوي دي.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار ازادي راډيو ته وویل چې تر اوسه د دغې پېښې د وژل شویو په اړه معلومات په لاس کې نه‌لري.

د ده په خبره، د پېښې ځای د کابل ښار په نهمه حوزه کې ممکن د بهرنیانو یو کمپ وي.

XS
SM
MD
LG