- واشنګټن پوسټ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان د لویو ښارونو په تېره بیا پلازمېنې د یوې ډېرې مهمې ستونزې چې د ډېرو ناروغیو او مړینو سبب کېږي، یادونه کړې ده.
دا ستونزه د تودولو او پخلي لپاره د ربړ او سکرو د سوځولو ده.
واشنګټن پوسټ لیکلي چې سکاره او ربړ نه یوازې د سړک د غاړې د چای او خوړو په منقلونو کې سوځول کېږي، بلکې د کورونو په بخاریو کې د ډېرو افغانانو د سونګ مواد دي ځکه چې ډېر خلک د ګاز یا برښنا وس نهلري.
ورځپاڼه د مثال په توګه د کابل د یوه اوسېدونکي محمد شریف یادونه کوي چې په حیواني فضلو موادو او ځینې وخت د پلاستیک په سوځولو ځان او د کورنۍ غړي له دې سره- سره تودوي چې د پلاستیک او سکرو سوځول زهرجن مواد خپروي او ټولو ښاریانو ته زیان رسوي.
واشنګټن پوسټ د نړیوالې روغتیا موسسې د شمېرنو پر اساس لیکلي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال په نړۍ کې څلور میلیونه او ۲ لکه انسانان د هوا د خرابوالي له کبله مړه شوي او په همدغه کال په افغانستان کې د هغو ناروغیو له کبله چې له هوا سره تړاو لري، ۱۷ زره تنه مړي شوي وو.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هوا د ککړتیا په وجه د مړینو دقیقه احصایه نه لري.
واشنګټن پوسټ زیاتوي، د تېرې جمعې د ورځې په ۱۱ بجې او ۱۰ دقیقې د کابل د هوا د خرابوالي درجه ۲۷۷ وه چې تر ډهلي او د پاکستان تر کراچۍ هم خرابه وه او په همدغه شېبه د کابل ښار هوا د نړۍ تر ټولو ښارونو خرابه وګڼل شوه.
دوو خپرونو له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر د ارادې په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
- انټرنېشنل انټرسټ
انټرنېشنل انټرسټ چې انلاین خپرېږي، پوښتنه کړې چې ایا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه ولسمشر ټرمپ په حقه دی؟
ورځپاڼې دې پوښتنې ته ځواب په بلې پوښتنې پیل کړی او لیکلي یې دي:
ایا په افغانستان کې د ځواکونو د شمېر کمېدا به د طالبانو دریځ نور هم سخت کړي او په نتیجه کې به یې په افغانستان کې تشدد لا ډېر شي او که سولې ته به لار پرانېزي؟
خپرونه وايي چې د ټرمپ اعلان به په افغانستان کې محاسبې بدلې کړي او د سیمې د سولې او امنیت کار به سخت کړي.
خو خپرونه په عین حال کې لیکي:
که د ټرمپ د پرېکړې نتیجه ښه وي یا بده په هر حال کې د امریکا لپاره د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو لار هوارولی شي.
- ایرش ټایمز
خو ایرش ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکا خدای پاماني منطق لري.
ورځپاڼې تر همدې سرلیک لاندې لیکلي چې ښاغلي ټرمپ انتخابات پهدې شعار وګټل چې د امریکا د پوځي مداخلې مخالف دی.
ورځپاڼه همدا راز لیکي چې ډونالډ ټرمپ د واک په لومړي کال وویل چې په عراق او افغانستان کې به د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي.
ده په زغرده ویلي چې د زیات شمېر ځواکونو د لېږلو پرځای به له لېرې د تروریستي هدفونو لهمنځه وړلو ته پام وکړي.