نړۍ
پاریس کې په یوې نانوایي کې چاودنې ۳ تنه وژلي
د فرانسې په پلازمېنې پاریس کې په یوې نانوایي کې د چاودنې له کبله درې تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شول.
چارواکي وایي، د دوی په باور دا پېښه د ګاز د لیک کېدو څخه رامنځته شوه.
دوه تنه وژل شوي کسان اور وژونکي وو چې د اور وژنې عملیاتو پر مهال مړه شول.
د چارواکو په خبره درېیم کس یوه هسپانوۍ مېرمن وه چې له خپل مېړه سره د پاریس د لیدو لپاره ورغلې وه.
د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټویټرپاڼه د دې پېښې له کبله خواشینې ښودلې ده.
۴۷ تنه نور پهدې پېښه کې ټپیان شوي چې د لسو روغتیایي حالت خراب ښودل شوی دی.
یوه عیني شاهد ویلي چې اور وژونکي تر چاودنې یو ساعت دمخه دغه دکان ته ننوتي وو.
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاستانر خبریالانو ته ویلي، شااوخوا دوه سوه اور وژونکي یې سیمې ته استولي، څو لګېدلی اور ووژني او د شااوخوا ودانیو څخه خلک وباسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د هند د کرکټ غوره لیګ سیالۍ پیل شوې
د هند د کرکټ د غوره لیګ د سیالیو په ترڅ کې نن ممبۍ انډینس لوبډله له کلکته نایت رایډرز سره مخامخیږي.
سږکال په دې لیګ کې لسو لوبډلو برخه اخیستې ده چې لومړۍ لوبه یې پرون د رایل چلنجرز بنګلور او سن رایزرس حیدر اباد ترمنځ وه، دا لوبه رایل چلنجرز بنګلور د شپږ ویکټو په توپير وګټله.
د دې لیګ پایلوبه به د مې په یو دیرشمه ترسره شي.
سږ کال څلور افغان لوبغاړي راشد خان، عظمت الله عمرزی، نوراحمد لکڼوال او الله محمد غضنفر په دې سیالیو کې برخه لري.
د اسلام اباد په غونډه کې د ایران پر جګړې خبرې کیږي
ټاکل شوې ده چې دوشنبه او سه شنبه اسلام اباد د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو د وزیرانو کوربه وي.
په دې څلور اړخیزه غونډه کې به د ایران د جګړې په تړاو خبرې وشي.
د پاکستان د صدراعظم دفتر پرون وویل چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلام اباد سیاسي هلې ځلې ستایلي دي او ټینګار یې کړی دی چې په خبرو کې د اعتماد د فضا رامنځته کیدل ضروري دي.
څه باندې یوه میاشت کیږي چې امریکا او اسراییل پر ایران برید کړی دی او ایران پر اسراییل او د منځني ختیځ په اکثر شاوخوا هیوادونو د توغندیو بریدونه کوي.
واشنګتن له ایرانه غواړي چې د اټومي وسلو د جوړیدو له هڅو او د اوږده واټن د توغندیو له پروګرامه لاس واخلي.
د یمن حوثیانو د ایران په ملاتړ د اسراییل په لوري لومړني توغندي وتوغول
د یمن حوثي وسله والې ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنه ده، ویلي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې د ایران د ملاتړ په هدف یې پر اسراییل لومړني توغندي ور ویشتلي دي.
د اسراییل پوځ هم ویلي چې د یمن له خوا یې یو توغندی کشف کړی دی.
په صنعا کې د حوثيانو ویاند په یوه ویډیو کې چې پر اکس یې خپره کړې ویلي چې دوی څو بالستیک توغندي اسراییل خواته توغولي دي.
حوثیانو تر دغه برید څو ساعته مخکې په یوه جلا خبرپاڼه کې وویل، که چیرته پر ایران د اسراییل او امریکا جګړه شدیده کیږي، دوی به د اسراییل او امریکا په ضد پوځي اقدام وکړي.
په دې توغندیز برید سره داسې ښکاري چې د اسراییل په ضد روانه شخړه کې یوه نوې جبهه پرانستل شوه.
حوثیانو ویلي، دغه بریدونه به یې تر هغو روان وي چې خپلو هدفونو ته په کې ورسېږي.
پاکستان د منځني ختیځ د شخړې په تړاو یوه غونډه پلان کړې
اسلام اباد به یکشنبه او دوشنبه د منځني ختیځ د شخړې په تړاو د سعودي عربستان، ترکیې او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.
فرانس پریس د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله نن شنبه ( د حمل یا وري ۸مه) لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خپلو دغو سیالانو ته بلنه لېږلې ده.
ویل شوي چې د خبرو تمرکز به په منځني ختیځ کې د روان تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو وي.
پاکستان په دې وروستیو کې د ایران او متحده ایالتونو ترمنځ د یوه کلیدي منځګړي په توګه مطرح شوی دی.
د پاکستان حکومت له ایران او د منځني ختیځ له هېوادونو سره ښې اړیکې لري او صدر اعظم شهباز شریف او د پوځ مشر یې عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره شخصي اړیکې جوړې کړې دي.
بیروت کې د ایران شپږ ( ډيپلوماتان) د اسراییل په برید کې وژل شوي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي ( شپږ ډيپلوماتان) یې په لبنان کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ ( د حمل یا وري ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ډيپلوماتان په خپل هستوګنځای کې تر برید لاندې راغلي دي.
ایران دغه برید " په لبنان کې د ایراني ډيپلوماتانو جنایتکارانه ترور" بللی دی.
د ازادۍ راډيو ایراني څانګې راډیو فردا د ایران د دولتي رسنیو له خوا خپرو شویو انځورونو ته په اشارې لیکلي چې وژل شویو ډيپلوماتانو پوځي یونیفورم درلود.
پر ایراني ډيپلوماتانو دا برید وروسته تر هغه وشو چې لبنان د حمل په ۴مه په بیروت کې د ایراني سفیر باورلیک ومانه.
اسراییل نن پر ایران تازه بریدونه کړي، ایران هم اسراییل، سعودي او اماراتو کې زیانونه پیښ کړي
پر ایران نن سهار او تېره شپه هوایي بریدونو دوام درلود.
د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې سهار مهال تهران او دغه راز کرج، اصفهان او اراک ښارونه د درنو بمباریو شاهدان وو.
دغه بریدونه تر ډیره پر صنعتي تاسیساتو او کارخونو باندې شوې دي.
ایران هم تېره شپه او پرون پر اسراییل او منځني ختیځ کې پر امریکایي اهدافونو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.
یوه امریکایي چارواکي د جمعې په ورځ د سعودي عربستان په امیر سلطان پوځي اډه کې د ۱۲ امریکایي سرتیرو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
د اسراییل په تل ابیب کې د یو تن د وژل کېدو او دوه نورو د ټپي کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ کې هم دوه ځایه اورلګېدنه شوې چې لامل یې د ایران توغندیز بریدونه بلل شوي دي.
د جرمني صدراعظم: روانه جګړه به په ایران کې د رژیم بدلون رامینځ ته نه کړي
د جرمني صدراعظم فریدریش میرتس د جمعې په ورځ وویل چې د ایران په وړاندې د امریکا او اسرائیلو جګړه به احتمالا هلته رژیم ځکه بدل نه کړي چې دتیرې یوې میاشتې په اوږدو کې د دغې جګړې په شدت کې د کموالي هیڅ کومه نښه ونه لیدل شوه.
ښاغلي میرتس په فرانکفورت کې یوې غونډې ته په دې هکله چې ایا په ایران باندې داسرائیلو او امریکا دبریدونو واقعي هدف هلته د رژیم بدلون دی ؟ وویل : « که چیرې هدف داوي ، فکر نه کوم چې ترسره به یې کړي. » هغه په دې اړه دافغانستان جګړې ته په اشاره وویل : «په اکثرو تیرو جګړو کې ، دا کار تر ډیره په غلطۍ پرمخ تللی دی،»
میرتس زیاته کړه : «زه دایران په هکله د یوې ستراتیژۍ د شتون او د پلي کولو د بریالیتوب په هکله یې جدي شک لرم ، »
خو د جرمني صدراعظم وروسته لدې چې په ایران کې د تیرې مرغومې میاشتې ولسي اعتراضونه په شدت وځپل شول په نړیواله سطحه لومړنۍ کس وو چې ویې ویل داچې د ایران حکومت دخپلې بقا لپاره له زوره کار اخلي دایې د زوال نښه ده.
ښاغلی میرتس هغه مهال دایران دولسي اعتراضونو په هکله ویلي وو ګمان کوي چې دا د ایران د حکومت د پای ورځې او اونۍ دي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ د G7 یا د اوو پرمختللیو اقتصادي هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو سره له غونډې وروسته وویل چې امریکا تمه لري چې په ایران کې به یې روان عملیات نه د څو میاشتو بلکه د څو اونیو په ترځ کې پای ته ورسیږي.
مارکو روبیو وویل چې امریکا د خپلو ځمکنيو ځواکونو له استولو پرته کولای خپل اهداف ترلاسه کړي.
سپاه پاسداران وايي، پر اسراییل او امریکايي اډو یې د توغندو او بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
د ایران سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسراییل او په سیمه کې د امریکا د پوځي اډو پر ضد یې د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو ۸۳مه څپه بشپړه کړې ده.
په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسراییل د اشدود بندر د تېلو زېرمې او د دې هېواد د مدعین ښارګوټي یو پوځي مرکز په نخښه شوي دي، همداراز په سعودي عربستان، کویت او د سیمې په نورو هېوادونو کې د امریکايي ځواکونو څو اډې هم ویشتل شوي دي.
سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دې بریدونو کې یې د بېلابېلو ډولونو توغندي کارولي، چې پکې د جامدو او مایعو سونتوکو لرونکي توغندي، او همداشان ډول ډول بېپیلوټه الوتکې شاملې دي.
د ایران د دې ادعا په اړه اسراییل او د سیمې هیوادونو څه نه دي ویلي.
د هرمز تنګي د خلاصون لپاره په ګډ ځواک کې ګډون ته د اماراتو چمتووالی
متحده عربي اماراتو خپل متحد واشنګټن او نورو لوېدیځو شریکانو ته خبر ورکړی چې د یوې نړیوالې ځانګړې سمندري قوې په چوکاټ کې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ګډ کار ته چمتووالی لري.
دا خبره فایننشل ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) د خپلو باوري سرچینو په قول خپره کړې ده.
تر اوسه د اماراتو د دې وړاندیز نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د خلیج د سیمې ځینې هېوادونه، لکه متحده عربي امارات او سعودي عربستان، غواړي له «انفعالي» دریځه ووځي او د ایران پر وړاندې «عملي غبرګون» وښيي.
د یوې سروې موندنې ښي چې په نړۍ کې استبدادي رژیمونه په زیاتیدو او ډیموکراسي په کمزورې کیدو ده
د جرمني د برټلسمن (Bertelsmann) بنسټ د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې استبدادي رژیمونه په نړۍ کې په زياتېدو دي او ډيموکراسي ورځ تربلې ترفشارلاندې ده.
دې بنسټ د ۲۰۲۶ کال د بدلون په شاخص کې چې نتیجه یې د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۲۶ خپره شوې، د ۱۳۷ هېوادونو وضعیت څیړلی او موندنې یې ښیي چې په اوس وخت کې ۵۶ سلنه هېوادونه د استبدادي رژیمونو له خوا اداره کیږي چې دا د شاوخوا دوه لسيزو مخکې حالت پرتله چې ډيموکراسۍ اکثريت درلود، یو په شاتګ څرګندوي.
د دغې څیړنې له مخې د قانون واکمني، سياسي ازادۍ او عادلانه سيالي په تدريجي ډول کمزورې شوي او دا بهیرد اندېښنې وړ ګڼل شوی.
د ۷۷ پيژندل شويو استبدادي رژیمونو، شاوخوا يوه برخه یې معتدل او دوه پر درېمه برخه یې “سخت استبدادي” بلل شوې چيرې چې بنسټيز حقونه په پراخه کچه له پامه غورځول شوي دي. په دې هېوادونوکې افغانستان، روسيه، چين، ايران او شمالي کوريا هم شامل دي.
دغه شاخص چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ، حکومتولۍ او د آزاد بازار د اقتصادونود کیفیت د ارزونې په اړه د شاوخوا ۳۰۰ کارپوهانو د نظرونو پراساس چمتوشوی، د ۲۰۲۳ کال له فبرورۍ څخه د ۲۰۲۵ کال ترجنوري پورې دوه کلنه دوره رانغاړي.
په دې شاخص کې پرمختللې صنعتي ډيموکراسۍ لکه جرمني، فرانسه، بریتانيا، جاپان او کاناډا شامل نه دي خو د امريکا په متحده ايالاتو کې د ډيموکراسۍ د کمزورې کیدو د نښو یادونه شوې ده.