د هرات پر شپږمې امنیتي حوزې د وسلهوال برید په نتیجه کې درې پولیس او دوه ملکي وګړي وژل شوي دي.
د هرات امنیه قوماندان جنرال امینالله امرخېل ازادي راډیو ته وویل چې درې تنه برید کوونکو تېر ماښام لومړی د دغې امنیتي حوزې د دروازې پر ساتونکو ډزې وکړې او وروسته ودانۍ ته ننوتل.
ښاغلي امرخېل زیاته کړه:
"د هرات ولایت پر شپږمه امنیتي حوزه برید د تروریستانو لهخوا شوی چې یو موټر بم یې له ځانه سره راوړی وو. دوی لومړی د حوزې پر ساتونکو ډزې وکړې."
د ښاغلي امرخېل په خبره برید کوونکي د امنیتي ځواکونو لهخوا ووژل شول.
تر اوسه د پېښې مسولیت چا نهدی اخېستی.
د هرات امنیې قوماندان امین الله امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د پېښې په ځای کې درې بریدګر لیدل شوي دي.
ده وویل، یو یې چې د ځانمرګي برید واسکټ یې په تن کې و، وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره چې د بریدګرو کره شمېر نه دی معلوم خو دمګړۍ نښته ولاړه ده چې په خبره یې، د دغې نښتې په پیله کې دوه پولیس او یو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د هرات د حوزوي روغتون یوې ډاکترې ملکې پیغام ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه دوه جسدونه او دوه ټپیان روغتون ته وروړل شوي دي.
د دې برید مسؤلیت تر دې دمه چا نه دی منلی.