د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۲ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۱۰

نړۍ

په میانمار کې محکمې د روېټرز د ۲ خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې

ارشیف، د روېټرز اژانس خبریالان ۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سیو وو 

په میانمار کې یوې محکمې د روېټرز د خبري اژانس د هغو دوو خبریالانو د استيناف غوښتنه رد کړې چې د امنیتي عملیاتو په اړه پټو اسنادو ته د لاسرسي په تور په اووه کاله بند محکوم شوي دي.

د میانمار د ینګان د سیمه يیزې محکمې قاضي اونګ نیانګ نن رسنیو وویل:

"هغه پرېکړه چې لومړنۍ محکمې کړې، د قانون له مخې ناسمه نه ده، نننۍ محکمې پرېکړه وکړه چې د استيناف دا غوښتنه رد کړي."

۳۲ کلن وا لون او ۲۸ کلن کیاو سیو وو د ۲۰۱۷ میلادي کال د ډېسمبر په میاشت کې نیول شوي وو او په تېر سپټمبر کې دواړه په هغو تورونو چې ګوندې د دولت رازونه یې رسوا کړي، په اووه کاله بند محکوم شول.

دې دواړو خبریالانو په میانمار کې د روهنګیا مسلمان اقلیت په وړاندې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو د ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه چمتو کول چې د میانمار پر حکومت یې د ډیپلوماټانو او د بشري حقونو د فعالانو انتقادونه راپورته کړل.

د میانمار د راخین په ایالت کې د دې هېواد د پوځ او امنیتې ادارو له دې عملیاتو څخه تر ۷۰۰ زرو زیات روهنګیان ګاونډي بنګله دېش ته وتښتېدل او زرګونه ووژل شول.

د روېټرز خبري اژانس مشر اېډېټر سټفین جي اډلر په یو بیان کې ویلي:

"د نن ورځې پرېکړه د وا لون او کیاو سیو وو په حق کې بله بې عدالتي وه، دوی یوازې په یو سبب د زندان د میلو تر شا دي او هغه دا دی چې د دې هېواد واکمن غواړي رښتیا ویوونکي خاموشه کړي."

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

راب: بریتانیا او امریکا اوکراین کې د روسیې بې ثباته هڅو سره مخالف دي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، بریتانیا او متحده ایالات په اوکراین کې د روسیې د هڅو چې هغه بې ثباته کوونکي بللې، کلک مخالف دي.

ډومینیک راب نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) وویل، په وروستیو کې له اخېستل شوېو ویډیوګانو، تصویرونو او نورو اسنادو څخه ښکاري چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د پولو پر لور یا د لاندې کړې د اوکراین کریمیا ټاپو وزمې ته ډېر خوزښتونه پیل کړي چې ورسره دا اندېښنې چې ګوندې مسکو به د اوکراین ختیځې برخې ته د ځواکونو د استولو لپاره تیاری نیسي، زیاتې شوي دي.

کریملین د ځواکونو د په شا کولو لپاره د لویدیځ غوښتنې رد کړې او هم یې دا خبره چې دغو ځواکونو ګواښ رامنځته کړی، رد کړې ده.

کریملین ویلي، د روسیې د خاورې دننه یې د ځواکونو خوزښتونه د ملي حاکمیت مسئله ده.

ښاغلی راب دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل.

د دواړو لورو له خبرو وروسته اردوغان سیمه کې وروستي پرمختګونه د اندېښنې وړ وبلل او هیله یې ښکاره چې دغه لانجه د خبرو له لارې او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا سره سم له سوله ییزې لارې هواره شي.

ایران: د نطنز اټمي تأسیساتو کې الکترونیکې ستونزه پېښه شوې

نطنز اټمي تأسیسات

ایران نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د نطنز په اټمي تأسیساتو کې د یوې الکترونیکې ستونزې خبر ورکړ.

تر دې یوه ورځ مخکې په دغو تأسیساتو کې نوي پرمختللي سنټریفیوژونه فعال شوي و چې د یورانیمو د پخولو پروسه لا چټک کوي.

د ایران په تر ټولو خوندي اټمي تأسیساتو کې د حملې دغه وروستۍ پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د نړۍ له قدرتونو سره د دې هېواد د اټمې تړون په اړه خبرې پیل شوي.

د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې ویاند بهروز کمالوندي وویل، دغې پېښې تلفات نه دي اړولي او نه یې هم هوا ککړه کړې، خو زیاته یې کړه چې د نطنز د تأسیساتو برېښنا یې اغېزمنه کړې ده.

تېر کال د نطنز په اټمي تأسیساتو کې اور ولګېد چې حکومت هغه د ایران پر اټمي پروګرام د حملې هڅه بللې وه.

تر ځمکې لاندې د نطنز اټمي تاسیسات د ایران د یورانیمو د پخولو د پروګرام مهم ځای دی چې د نړیوالې اټمي انرژۍ د ادارې څارونکو پرې څارنه کړې.

د دغې حملې او د ځینو نورو حملو تورونه پر اسراییل چې په سیمه کې د ایران یو سر سخت دښمن ګڼل کېږي، لګول شوي دي.

قرغېزستان کې نن خلک د رایې مرکزونو ته ځي

قرغېزستان کې رایې اچونې ته په نوبت ولاړ دي

په قرغېزستان کې خلک نن یکشنبه (د وري ۲۲مه) د رایې مرکزونو ته ځي چې هغه نوي اساسي قانون ته رایه ورکړي چې د ولسمشر واک پیاوړی او د پارلمان واک کمزوری کېږي.

دغه ټول پوښتنه یا ریفرانډم درې میاشتې وروسته له هغې ترسره کېږي چې صدرجپاروف د یوه سیاسي کړکېچ په نتیجه کې د ولسمشر په توګه غوره شو.

د تېر کال په اکتوبر کې د پارلماني انتخاباتو وروسته د نوي حکومت په وړاندې پراخ اعتراضونه وشول چې په نتیجه کې یې دغه حکومت نسکور شو.

جپاروف چې د پخواني ولسمشر سورونبای جینبیکوف تر استعفا وروسته د دغه سیاسي بحران په نتیجه کې د مؤقت ولسمشر په توګه غوره شوی و، د تېر کال په نوومبر کې یې د اساسي قانون نوې مسوده تصویب کړې وه.

چین: د کرونا ضد واکسین د تولید شوېو ډوزو شمېر له ۳ میلیارده اوړي

د چین له لوري جوړ شوی واکسین

د چین یو چارواکی وايي، دغه هېواد کې به د روان ۲۰۲۱میلادي کال تر پایه د کرونا ضد واکسین د تولید شوېو ډوزو شمېر له ۳ میلیارده واوړي.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون یوه چارواکي ژینګ ژونګوۍ چې د کرونا ضد واکسین د پرمختیايي پروژو مشري هم کوي، پرون شنبه (د وري ۲۱مه) د چین په سیچوان ولایت کې د یوې غونډې پرمهال وکړې.

د پاکستان په ګډون د نړۍ په ځینو هېوادونو کې په چین کې د کرونا ضد د جوړ شوي واکسین لګولو ته اجازه ورکړل شوې ده.

شهزاده چارلز د فیلیپ د مړینې په تړاو د خلکو له خواخوږۍ مننه وکړه

شهزاده چارلز

شهزاده چارلز وايي، شاهي کورنۍ د شهزاده فیلیپ تر مړینې وروسته د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ملاتړ له کبله منندویه ده.

شهزاده چارلز چې د بریتانیا د تخت او تاج وارث ګڼل کېږي، پرون شنبه )د وري ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې وویل، پلار یې یو ځانګړی شخصیت و.

ده د فیلیپ د مړینې په تړاو د خلکو د خواخوږۍ مننه وکړه.

شهزاده فیلیپ چې د دویمې الیزابت خاوند دی، د ۹۹ کلونو په عمر تېره جمعه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

بکینګهم ماڼۍ ویلي، خاورو ته د شهزاده فیلیپ د سپارلو مراسم به را روانه شنبه په خصوصي ډول ترسره شي.

د جرمني پارلمان: زندان کې دې له ناوالنۍ سره شوی چلند وڅېړل شي

الکسي ناوالنۍ

د جرمني د پارلمان غړو د روسیې د حکومت له سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ سره د مسکو چلند هدفمنه شکنجه وبلله.

دغه پارلمان د شکنجې د مخنیوي لپاره د اروپا له ځانګړي شوي کمېسیونه غوښتنه وکړه چې په زندان کې له ناوالنۍ سره شوی چلند وڅېړي.

د جرمني د پارلمان غړو په یوه لیک کې چې پرون شنبه(د وري ۲۱مه) په فېسبوک کې خپور شو، له الکسي ناوالنۍ سره چلند د شکنجې د مخنیوي لپاره اروپايي کمېسیون له کنوانسیون سره په ټکر کې وبلل شو.

په لیک کې راغلي چې روسیه هم د اروپايي شورا د غړي په توګه د دغه کنوانسیون یوه غړې ده.

د روسیې سیاسي مخالف الکسي ناوالنۍ په تېره جنورۍ میاشت کې له جرمني له ستنېدو سره سم د مسکو په یوه هوايي ډګر کې ونیول شو.

هغه په یو ډول زهرجنو کیمیاوي موادو مسموم کړای شوی و چې بیا د درملنې لپاره جرمني ته ولېږدول شو.

لوېډ اسټن د امریکا متحدو هېوادونو ته د سفر لړۍ پیلوي

د دفاع وزیر لوېډ اسټن

د پنټاګون مشر نن شنبه (د وري ۲۱مه) د امریکا متحدو هېوادونو ته د سفر لړۍ پیلوي.

د دفاع وزیر لوېډ اسټن دا سفر داسې مهال پلان شوی چې د اوکراین او روسیې په اړیکو کې کړکېچ په زیاتېدو دی.

اسټن به په را روانه اوونۍ کې د اسرائیل، جرمني او بریتانیا له حکومتي او پوځي مشرانو سره وګوري او د اپرېل په ۱۴مه به په بروکسل کې د ناټو په مقر کې له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په کتنه کې د روسیې د بې ثباته کوونکي چلند د مخنیوي لپاره د ټلوالې د اقداماتو پر څرنګوالي بحث وکړي.

پنټاګون د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، اسټن به له خپلو سیالانو او چارواکو سره په کتنو کې د نړیوالو دفاعي اړیکو د اهمیت په اړه خبرې وکړي او د ګډې دفاع، د مسوولیتونو د وېش او د اتلانتیک د دواړو غاړو د هېوادونو د دایمي امنیت لپاره د متحدوایالاتونو پر ژمنه به ټینګار وکړي.

د یونان پلازمېنه کې د جنایي پېښو یو خبریال وژل شوی

د سټار ټلوېزیون خبریال ګیورګوس کارایواز 

د یونان په پلازمېنه اتن کې د جنایي پېښو یو خبریال په ډزو وژل شوی.

دا د اروپايي ټولنې په یوه غړي هېواد کې د یوه خبریال د وژنې نادره پېښه ده.

پولیس او سیمه ییزې رسنۍ وايي، د سټار ټلوېزیون خبریال ګیورګوس کارایواز Giorgos Karaivaz چې یو خبري بلاګ یې هم درلود پرون د اپرېل په نهمه د خپل کور د مخې پر سړک د دوو موټر سایکل سپرو په ډزو ووژل شو.

د یوې سیمه ییزې ورځپاڼې د راپور له مخې ګاونډیانو د ډزو غږ نه دی اورېدلی، نو ښايي نوموړی د بې غږه تومانچې په وسیله وژل شوی وي.

د دې قتل د احتمالي عواملو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د ده پر بلاګ په یو بیان کې ویل شوي چې کارایواز د خپل کار په خاطر په نښه شوی دی.

د ایران د اټمي تړون په پار د غونډو لومړی پړاو پای ته ورسېد

ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو غونډه

په پلازمېنه ویانا کې د ایران د اټمي تړون د بیا را ژوندي کولو د غونډو لومړی پړاو پرون جمعه (د وري ۲۰مه) له پرمختګ پرته پای ته ورسېد، خو ډیپلوماتانو دا څلور ورځنۍ غونډې ګټورې وبللې.

اروپایي ټولنه د دې خبرو کوربتوب کوي او هڅه یې دا ده چې د امریکا متحد ایالاتونه او ایران بېرته د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون ژمنې پرځای کړي.

د امریکا او ایران ډیپلوماتانو د دې غونډو پر مهال مخامخ خبرې سره ونه کړې، خو د اټمي تړون د نورو خواوو، بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني او روسیې استازیو له ایراني لوري سره د شته اختلافاتو پرسر خبرې وکړې.

د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوه زره اتلسم کال کې له دې تړونه بهر شو او پر ایران یې نور سخت بندیزونه ولګول.

دوه کاري ډلې جوړې شوې دي، یوه یې هڅه کوي چې واشنګټن وهڅوي چې بندیزونه لېرې کړي او بله ډله ایران هڅوي چې د تړون ژمنې پرځای کړي.

امریکا: د ایران کاري ډله بېرته خپلې خبرې پيلوي

د امریکا او ایران ګډ بیرغونه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ایران کاري ډله بېرته خپلې خبرې پيلوي.

د دغه وزارت ویاندې جالینا پورتر د جمعې (د وري ۲۰مه) په ماښام وویل، واشنګټن تمه لري چې دا ډله راتلونکې اوونۍ خپل کار پيل کړي.

دې وویل، اوس مهال د دواړو هېوادونو پلاوي د مشورو لپاره خپلو پلازمېنو ته بېرته ګرځیدلي دي.

د امریکا او ایران د اټمي خبرو منځګړیتوب په اټمي تړون کې ښکېل اروپایي او د نړۍ نور ستر قدرتونه کوي.

د نړۍ له شپږو پياوړو هېوادونو سره د ایران اټمي موافقه ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوه، خو د امریکا پخوانی ولسمشر ۲۰۱۸ کال کې له دې موافقې ووت.

ترکیه: امریکا تور سمندرګي ته ۲ جنګي بېړۍ استوي

د امریکا او ترکیې ګډ بیرغونه

ترکیه وایي، د امریکا متحده ایالاتونه تور سمندرګي ته دوه جنګي بېړۍ استوي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون جمعه (د وري ۲۰مه) ماښام د جرمني 'ډي.پي.اې' اژانس ته وویل، دا بېړۍ د باسفورس بندر له لارې تور سمندرګي ته اوړي.

د امریکا دفاع وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ دغې سیمې ته د بېړۍ د استولو په تړاو له خبرو ډډه وکړه، خو ويې ویل، دا کوم غیر معمول کار نه دی.

تراوسه لا معلومه نه ده چې له اوکراین سره نژدې دې سمندرګي کې د امریکایي سمندري ځواکونو د حضور زیاتوالی دغلته د روسیې د ځواکونو له حضور سره تړاو لري او که نه؟

ترکیې ویلي، ټاکل شوې د امریکا دا بېړۍ د اپریل میاشتې په ۱۴مه او ۱۵مه، له باسفورس بندره تېرې شي او د مې میاشتې تر څلورمې نېټې تور سمندرګی کې پاتې شي.

انټرپول په اروپا او افریقا کې ۱۹۵ تنه نیولي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

انټرپول یا نړیوال پولیس وایي، په اروپا او افریقا کې يې ۱۹۵ تنه نیولي او د انساني قاچاق پنځه سوه قربانیان یې ژغورلي دي.

د انټرپول په وینا دا پراخ عملیات د قانون د تنفیذ نړیوالې ادارې له خوا چې مرکز یې په فرانسه کې دی، ترسره شوي دي.

دوی وایي، نیول شوي کسان د انسانانو په قاچاق، ناقانونه کډوالۍ، د اسنادو په جعل او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې تورن دي.

نړیوال پولیس وایي، دغو تورنو کسانو کې د سوډان، اسپانیې او چین اتباع شامل دي.

منظور پشتين: د علي وزیر په شمول د غورځنګ ټول غړي دې ژر تر ژره خوشې شي

منظور پشتین د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته د وینا پر مهال

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د علي وزیر په شمول د غورځنګ د ټولو نیول شويو غړو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې.

نوموړي نن د جنوبي وزیرستان په واڼا کې يوې ولسي غونډې ته په وينا کې دا خبره وکړه.

یاد کسان څو ورځې مخکې حکومت نیولي دي.

منظور پشتين په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د تجارت په هدف د پولې خلاصولو، د سیمې څخه د ماينونو پاکولو او پښتون ولس ته د حقونو ورکولو غوښتنې بیا تکرار کړې.

د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر شوکت علي ويلي چې د دې غونډې د امنيت لپاره‌يې څه باندې ۲۰۰ پوليس ځای پر ځای کړي ول.

پښتون ژغورنې غورځنګ د ۲۰۱۸م کال په جنورۍ مياشت کې جوړ شوی او دوی د خلکو د جبري لادرکه کولو او وژنو د درولو، له قبايلي سيمو څخه د ماينونو پاکولو او هلته د امنيت د راوستلو په ګډون يو شمېر نورې غوښتنې لري.

د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ مړ شو

د انګلستان د ملکې مېړه شهزاده فیلیپ

د انګلستان د ملکې الیزابت مېړه شهزاده فیلیپ نن د ۹۹ کلونو په عمر مړ شو.

د بکنګهام ماڼۍ نن په یوې اعلامیه کې راغلي چې ملکې الیزابت د خپل مېړه د مړینې اعلان وکړ.

نوموړي د روان کال په سر کې د زړه عملیات لپاره د یوه انفېکشن/مکروب د درملنې لپاره څلور اوونۍ په روغتون کې تېرې کړې وې، خو د مارچ په لومړیو کې بېرته ویندسور ماڼۍ ته ستون شو.

شهزاده فیلیپ نږدې اووه لسیزې د بریتانیا په سلطنتي کورنۍ کې د ملکې الیزابت ترڅنګ یو مخکښ رول لوبولی دی.

د اروپا فوټبال لیګ؛ تېره شپه څلور بېلابېلې لوبې وشوې

ارشیف

د اروپا په فوټبال لیګ کې تېره شپه څلور لوبې وشوې.

د هالنډ ایاکس لوبډلې په خپل کور کې له ایټالیایي حریف روما څخه دوه د یو پر وړاندې ماته وخوړه.

د انګلستان ارسنال هم په خپل کور کې د چک جمهوریت د سلاویا پراګ پر وړاندې یو په یو مساوي شو.

د اروپا په لیګ کې د کرواسیا استازي داینمو زاغریب د خپل اسپانوي سیال ویا ریال څخه په یوه ګول ماته وخوړه.

او د انګستان مانچستر د حریف په کور، اسپانیایي لوبډلې ګرانادا ته دوه د صفر په مقابل کې ماته ورکړه.

د دې لوبو د بل دور وروسته راتلونکې اوونۍ څرګندیږي چې له دې ډلو کومې یې نیمه پای‌لوبو ته وځي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG