د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۲

ډونالد ټرمپ وايي، تيار دى چې ملي بېړنى حالت اعلان کړي


د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، تيار دى چې ملي بېړنى حالت اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي ټرمپ د امريکا او مکسيکو پر پوله د دېوال جوړولو لپاره پر خپل استدلال د ټينګار په هدف، دغې سرحدې سيمې ته سفر وکړ.

ولسمشر ټرمپ پرون سرحدي ښارګوټي مک الن ته په داسې حال کې لاړ چې د فډرال حکومت د ځينو برخو د تړل کېدو شل ورځې پوره شوې.

د دغو ادارو تړل کېدل د دې سبب شول چې اته لکه دولتي کارکوونکي يا له معاش پرته کار ته ادامه ورکړي، يا بې معاشه رخصت شي.

ډونالد ټرمپ او په کانګرس کې ډموکراتان په خپلو کې په جنجال کې دي.

ټرمپ له کانګرسه د سرحدي دېوال جوړولو لپاره نېږدې ٦ ميليارده ډالر غواړي او دا ملي امنيت يوه مسئله ګڼي، خو ډموکراتان يې دا غوښتنه ردوي او وايي چې دا يو بې ګټې کار دى.

XS
SM
MD
LG