د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۸

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د چین له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل


د انځور ښي لوري ته د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ يي او چپ لوري ته د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پرون پنجشنبه پیکېنګ ته له رسېدو وروسته د چین له باندنیو چارو وزیر سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چین د بهرنیو چارو وزیر یانګ يي اون د دوو هېوادونو پر اړیکو او نورو دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار تر دې وړاندې هند ته تللی و او د دغه هېواد له چارواکو سره یې د افغانستان او هند پر اړیکو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړې.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې د دارالانشا رئیس او د ولسمشر غني استازی محمد عمر داوودزی لا هم په پاکستان کې دی چې د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG