نړۍ
اوغلو: که شرایط سم وو، له امریکا به د پاټريوټ مزائیلو سیستم واخلو
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووشاوغلو وايي چې که شرایط سم وو، له امریکا به د پاټريوټ مزائیلو سیستم واخلي.
خو که واشنګټن پر انقره فشار راولي چې له روسیې سره قرارداد لغوه کړي، دا معامله امکان نهلري.
ترکیې له روسیې د «S-400» مزائیلو د اخیستلو موافقه کړې ده.
د مزائیلو دا سیستم د الوتکو ضد دی.
مولود چاووشاوغلو نن د جنوري ۱۰مه، د ترکیې «NTV» ته په مرکه کې وویل چې حکومتيې د واشنګټن له لوري د شرایطو تحمیل نهشي زغملی.
ترکیه د ناټو غړې ده.
چاووشاوغلو همداراز وویل چې د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه ځواکونو پر ضد د عملیاتو پلان نهبدلوي او له سوریې د امریکايي ځواکونو په وتلو پورې تړاو نه ورکوي.
د چاووشاوغلو دا وینا د واشنګټن او انقرې د اړیکو د خرابوالي بله نښه ده.
امریکا د سوریې په شمال کې د کُرد ملېشه قواوو ملاتړ کوي.
چاووشاوغلو په نننۍ مرکه کې ویلي، دا توقع به واقعبینانه نهوي چې امریکا هغه وسلې چې په سوریه کې یې د کُردانو وسلهوالو ته ورکړي، بېرته ټولې کړي.
انقره هغو کُردانو ته چې د سوریې په شمال کې د بشارالاسد پر ضد جنګېږي، ترورېستان وايي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بخښنې سازمان: د عمران خان خپلوان او د تحریک انصاف غړي دې سمدستي خوشې شي
د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان خپلوان او د تحریک انصاف ګوند غړي سمدستي خوشې کړي.
د دغه سازمان په وینا، دوی یوازې د کورنیو اړیکو، سیاسي تړاو او د اعتراضونو د پلانولو له امله په نښه شوي دي.
د بخښنې نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ «د سنبلې په ۳۱مه» پر اېکسپاڼه لیکلي چې د عمران خان د کورنۍ د غړو او د تحریک انصاف ګوند د فعالانو په نښه کول د بیان د ازادۍ او سولهییزو غونډو د حقونو ښکاره سرغړونه ده.
دغه سازمان ویلي، دا ډول اقدامات په پاکستان کې د اوسنیو محدودیتونو د سختوالي ښکارندويي کوي.
د لاهور د پولیسو کمېشنر تېره یکشنبه د عمران خان د درېیو خویندو او د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر فعالانو د نیولو حکم صادر کړ او هغوی د لاهور یوه زندان ته ولېږدول شول.
دغه نیونې داسې مهال ترسره شوي چې تحریک انصاف ګوند د راتلونکې شنبې په ورځ د اسلاماباد پر لور یو پراخ اعتراضي لاریون پلان کړی دی.
۷۲ کلن عمران خان له ۲۰۲۳ کال راهیسې په زندان کې دی.
هغه او مېرمنیې چې په یوه قضیه کې د فساد په تور هر یو پر ۱۷ کاله بند محکوم شوي، وايي چې پر دوی لګېدلي تورونه سیاسي انګېزه لري.
پر ایراني هوايي شرکتونو د امریکا له بندیزونو سره د چین مخالفت
یوه ورځ وروسته له هغې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ وویل چې د ایران د ټولو هوايي شرکتونو فعالیتونه به د تلې له لومړۍ نېټې "په ټوله نړۍ کې بند شي"، د چین د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان وکړ چې له ایراني هوايي شرکتونو سره د واشنګټن له بندیزونو سره مخالف دی.
د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون د سې شنبې په ورځ «د وږې په ۳۱مه» په یوه خبري غونډه کې وویل چې پیکېنګ د امریکا دا ډول بندیزونه "غیر قانوني" ګڼي او له لګولو سرهیې مخالفت کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسېنټ ویلي، که ایراني الوتکې په هوايي ډګرونو کې ښکته شي، نو هغوی ته د سونګ توکو ورکول او یا ورته د خدماتو وړاندې کول به منع وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې ښايي هغه شرکتونه چې دغو الوتکو ته خدمات وړاندې کوي، د ډالرو له مالي سیستم څخه وایستل شي.
فرانسې په اروپا کې د میتان ګاز د نویو مقرراتو د یو کال ځنډ غوښتنه وکړه
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د میتان ګاز د خپرېدو د راپور ورکولو په اړه د نویو مقرراتو پلي کېدل یو کال وځنډوي.
د روېټرز د راپور له مخې، مکرون اروپايي کمېسیون ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې د انرژۍ د عرضې د محدودیتونو په شرایطو کې د دغو مقرراتو پلي کېدل واردوونکي له قانوني خطرونو سره مخ کولای شي.
هغه وړاندیز کړی چې د دغو مقرراتو پلي کېدل د ۲۰۲۸ کال د جنورۍ تر لومړۍ نېټې وځنډول شي.
ټاکل شوې دغه مقررات د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې پلي شي.
په دې سره به د وارداتي تېلو او ګازو په بارونو کې د میتان ګاز د خپرېدو کچه وڅارل او تصدیق شي او پر سرغړوونکو شرکتونو به جریمه ولګول شي.
اروپايي کمېسیون ویلي چې د مکرون وړاندیز به وڅېړي.
تر دې مخکې، د اروپايي ټولنې له ۱۲ څخه زیاتو غړو هېوادونو چې جرمني هم پهکې شامل دی او د اروپا تر ټولو لوی د ګازو بازار لري، د دغو مقرراتو د ځنډولو غوښتنه کړې وه.
اروپايي کمېسیون په جولای میاشت کې د ۲۰۲۹ کال تر پایه د دغو مقرراتو اړوند مالي جریمې له ځنډولو سره موافقه کړې وه، خو د مقرراتو د پلي کېدو نېټهیې نهوه ځنډولې.
میتان ګاز له کاربن ډایاکسایډ وروسته د ځمکې د تودوخې د زیاتېدو دوهم لوی لامل بلل کېږي.
د امریکا د خزانې وزارت له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تازه بندیزونه
د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر ۲۷ هوايي شرکتونو بندیزونه اعلان کړل.
دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د ایران دغو سوداګریزو هوايي شرکتونو له ډېره وخته د ایراني رژیم ملاتړ کړی او د ایران سپاه پاسداران د وسلو او پرسونل د انتقال لپاره له دغو هوايي شرکتونو کار اخیستی.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ هم ویلي چې د دغو بندیزونو په اساس که ایرانۍ الوتکې په کوم هوايي ډګر کې کیني څوک تیل یا نور خدمات نه شي ورته وړاندې کولی که نه نو له ډالري سیسټم به لرې شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې د دې اقدام په وړاندې به مقاومت وکړي.
د امریکا له خوا د ایران په هوايي شرکتونو تر تازه بندیزونو وروسته په ځینو هېوادونو کې د ایران د هوایي شرکتونو د الوتنو د کمېدو راپور ورکړل شوی.
د ترکیې په مانیسا کې یوه بریدګر ۱۱ زده کوونکي په ډزو سره ټپیان کړي
په ترکیه کې د یوه ښوونځي مخته په ډزو کې لږ تر لږه ۱۱ زده کوونکي ټپيان شوي.
دا پېښه نن سهار د مانیسا ولایت په تورګوتلو سیمه کې شوې.
له ټپي زده کوونکو د دوو حالت نازک ښودل شوی.
ترکي چارواکو بریدګر د ښوونځي یو زده کوونکی بللی چې له سیمې تښتېدلی دی.
پولیس د بریدګر په لټه کې دي او د ښوونځي په شاوخوا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
واشنګټن د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی
د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې د جرمونو پر نړیوالې محکمې د پراخو بندیزونو لپاره چمتووالی نیولی دی.
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې دوو باخبره سرچینو ویلي چې د بندیزونو طرحه چمتو شوې، خو د اعلان کره وختیې لا نهدی معلوم.
د والسټریټ ژورنال د راپور له مخې، ښايي په دې اړه پرېکړه په روانه اوونۍ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ترڅ کې اعلان شي.
واشنګټن له هاګ مېشتې د جرمونو له نړیوالې محکمې غواړي چې د اسرائیلي مشرانو پر وړاندې د نیولو حکمونه او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه پخوانۍ څېړنه پای ته ورسوي.
امریکا تر دې مخکې د دې محکمې پر یو شمېر قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي دي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې د جنګي جرمونو، نسلوژنې او بشریت ضد جرمونو د څېړنې او محاکمې لپاره جوړه شوې ده.
متحده ایالات د دې محکمې غړی نهدی.
د کرملېن تر کنټرول لاندې ګوند بریا؛ اروپايي ټولنې ټاکنې جعلي وبللې
روسي چارواکي وایي، د کرملېن تر کنټرول لاندې د "متحدې روسیې" ګوند په وروستیو پارلماني ټاکنو کې بېسارې بریا ګټلې، خو اروپايي ټولنې هغه "جعلي ټاکنې" بللې دي.
د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېسیون ویلي چې "متحدې روسیې" نږدې ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او د پارلمان یا دوما د ۴۵۰ څوکیو له ډلې یې ۳۵۵ څوکۍ ګټلې دي.
د دوما لپاره دغه ټاکنې پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د بشپړ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې وې چې د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره شوې.
د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د راپور له مخې د دغه بهیر په ترڅ کې چې له مخکې "ښه تنظیم شوی" و، رایه ورکوونکو کولای شول له څو هغو سیاسي ګوندونو څخه چې ټولیې د کرملېن لهخوا منظور شوي و، یو انتخاب کړي.
ټولو دغو ګوندونو د ولسمشر ولادیمیر پوتین بشپړ ملاتړ کاوه.
د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس پر خواله رسنیو کې دغه ټاکنې جعلي بللي او ویلي یې دي "دغه دوما ته په نوم ټاکنې د روسیې د ډیموکراسۍ لپاره یو بل ستر په شاتګ و".
د ټرمپ او پزشکیان احتمالي لیدنه؛ د تېلو بیې راښکته شوې
په نړۍ کې د تېلو بیې د دوشنبې په ورځ د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته راولوېدې چې وایي، روانه اوونۍ به د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې ګړندۍ شي.
د شمالي سمندر د برنټ اوومه تېلو بیه څلور سلنه راولوېده او د یوه بېرل بیهیې ۹۹ ډالرو او ۶۹ سنټو ته ورسېده.
د امریکا د وېسټ ټکزاس انټرمیډیټ تېلو بیه هم پنځه سلنه راټیټه شوه او د هر بېرلیې ۹۵ ډالرو او ۲۲ سېنټو ته ورسېده.
په نړیوال بازار کې د تېلو بیې داسې مهال راولوېدلې چې روانه اوونۍ به د نړۍ مشران په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د خپلو ویناوو بهیر پیل کړي.
د راپورونو له مخې د دې احتمال شته چې د دې اسامبلې په څنډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم سره وګوري.
ټرمپ هم له یوې کورنۍ رسنۍ سره د دغې کتنې احتمال رد نهکړ.
پاکستاني پولیسو د عمران خان درې خویندې نیولې دي
د پاکستان حکومت د دغه هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان درې خویندې نیولې دي.
تحریک انصاف ګوند نن تایید کړه چې علیمه خان، عظمی خان او نورین خان د لاهور کوټ لکهپت زندان ته وړل شوې دي.
د لاهور د پولیسو کمیشنر یکشنبه د خان د خویندو د نیولو امر ورکړی او ویلي یې دي چې د نظم د ټینګښت لپاره دې دېرش ورځې په توقیف کې وساتل شي.
د عمران خان خویندې داسې وخت بندیانې شوي چې د هغه ګوند تحریک انصاف په ټول پاکستان کې راتلونکې یکشنبه د سپټپمبر ۲۷مه د لاریونو پلان نیولی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت ویلي چې دا لاریونونه ناقانونه دي او اجازه نه ورکوي چې د خلکو ژوند مختل او لارې بندې کړي.
په مسکو کې د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ، د اوکراین پراخ بریدونه
چارواکي وایي چې پرمسکو د اوکراین د یکشنبې د ورځې د بې پیلوټه الوتکو په پراخ برید کې دوه کسان وژل شوې دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې روسانو د پارلماني ټاکنو په وروستۍ ورځ خپلې رایې کارولې.
د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین پرپلازمینه دا ترټولو لوی برید وباله چې په نتیجه کې یې د مسکو په سیمه کې د چارواکو په وینا دوه کسان ووژل شول. د رویترز د راپورله مخې دوه نور کسان د اوکراین په هغه سیمه کې وژل شوي چې د روسیې ترکنټرول لاندې ده. په وژل شویو کې د ټاکنو یو چارواکی هم شامل دی. د مسکو ښاروال پرټیلیګرام لیکلي چې "دغه بې ساری برید په څرګنده توګه د ټاکنو د ګډوډولو لپاره پلان شوی و، خو دښمن په دې کار کې بریالی نه شو."
د چارواکو په خبره په دغه برید کې د مسکو د تېلو د تصفیې هغه مرکز هم زیانمن شوی چې تر دې مخکې هم پرې برید شوی و.
د اوکراین ولسمشرولودمیرزیلینسکي ویلي چې د شپې له خوا د اوکراین د لیرې واټن ویشتونکو وسلو په بریدونو کې په مسکو کې د تیلو د صنعت یو لوی مرکز او لوژیستیکي تاسیسات په نښه شوي و. نوموړي دا هغه مرکزونه بللي چې د ده په خبره د روسیې د جګړې د هڅو ملاتړکوي.
د روسیې د پارلمان یا دوما لپاره دغه ټاکنې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پراوکراین د روسیې د پراخ یرغل وروسته لومړنۍ ټاکنې دي چې ترسره کیږي. ټاکل شوې چې د دغو انتخاباتو لومړنی نتیجه د دوشنبې په ورځ اعلان شي.