د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د کورونو پر ځای جوماتونو کې د پولیو ضد واکسینونو تطبیق څه فرق کوي؟


ارشیف، په کندهار کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي اچول کېږي.
ارشیف، په کندهار کې یو ماشوم ته د پولیو ضد څاڅکي اچول کېږي.

په هلمند کې د پولیو د ۱۰ دورو واکسینونو څخه په هر ځل پنځه لکه ماشومان پاتې شول.

که څه هم توافق نه‌دی شوی، خو د هلمند د عامې روغتیا د ریاست مسؤلین وايي، دا ځل حاضر دي چې ماشومانو د کور په کور په ځای په جوماتونو کې د پولیو واکسین تطبیق کړي.

ویل کېږي پر دې مسئله د روغتیا د ریاست د مسؤلینو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده او اجازه نه‌ورکوي چې روغتیاپالان د پولیو واکسین کور په کور تطبیق کړي.

په ټول هېواد کې د پولیو پېښې ۲۱ ته رسېدلي دي چې ډېری يې په جنوب کې دي له دې ډلې ۴يې په هلمند ولایت کې موندل شوي دي.

د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي د هلمند د عامې روغتیا د نوي رئیس ډاکتر عبدالاحد حازم سره مرکه کړې ده او په سر کې يې ځینې پوښتلي چې د کورونو پر ځای جوماتونو کې د واکسینونو تطبیق څه فرق کوي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:07:02 0:00

XS
SM
MD
LG