د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۲۳

خبرونه

ټرمپ: د کانګرس له ډموکراتو غړو سره غونډه د وخت ضایع کول و

ولسمشر ټرمپ
ولسمشر ټرمپ

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، د کانګرس له ډموکراتو غړو سره له غونډې وروسته له هغې ووت چې ده ته‌یې وویل، له مکسیکو سره د امریکا په پوله به د دېوال د جوړېدو لپاره بودجه ورنه‎کړي.

ډونالد ټرمپ له سناتور چک شومر او د استازو د جرګې له مشرې نانسي پلوسي سره تر غونډې وروسته تېره شپه په ټویټر ولیکل، ده دا غونډه همدا اوس پرېښوده او هغه بېخي د وخت ضایع کول و.

ټرمپ وایي، ما له دوی پوښتنه وکړه چې که زه هر څه سمدستي بېرته پرانیزم، په ۳۰ ورځو کې به څه پېښ شي؟ ایا تاسو به د امنیت د ټینګښت پلان چې په‌کې د دېوال یا د اوسپنې د موانعو جوړول هم شامل دي، تصویب کړئ، نانسي راته وویل چې نه! ما هم ورسره خدای پاماني وکړه ځکه له دې پرته بله چاره نه‌شته.

شومر هم د سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته تر ډېره د دې غونډې یو ورته تصویر ورکړ.

هغه وویل، ټرمپ له پلوسي پوښتنه وکړه چې تاسو زما له دېوال سره موافقه کوئ، هغې ورته وویل نه، ټرمپ سمدستي پاڅېده او ویې‌ویل نور د خبرو لپاره څه نه‌لرو او له غونډې ووت.

ټرمپ د دې دېوال د جوړېدو لپاره له کانګرسه د څه کم ۶ میلیارده ډالرو بودجې غوښتنه کړې ده.

د دغه دېوال پر سر د راپورته شوې لانجې له کبله د تېر کال د ډسمبر له ۲۱ راهیسې یو شمېر فدرالي ادارې تر اوسه تړلې پاتې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ټرمپ: له ایران سره هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ټاکل شوې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.

ټرمپ د شنبې په ورځ پرخپله ټولنیزه شبکه تروټ سوشال ولیکل: " دغه هوکړه ټاکل شوی چې سبا لاسلیک شي، او د هغې له لاسلیک سمدستي وروسته به د هرمز تنګی د ټولو لپاره پرانیستی وي."

خو د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې د ټرمپ دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزارت له دریځ سره په ټکر کې دي چې د ورځې په پیل کې یې ویلي وو، احتمالي هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک نه شي.

تردې مخکې پاکستان چې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو کې یې منځګړیتوب کړی، د ورځې په پیل کې وویل چې هوکړه به د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي.

ټرمپ په خپل بیان کې همدارنګه وویل چې متحده ایالات به د ایران غني شوي یورانیم ترلاسه کړي او له منځه به یې یوسي.

په پنجشیرکې له نویو کانونو استخراج پیل شوی

په پنجشیرکې د طالبانو چارواکي په دې ولایت کې د څو نویو قیمتي ډبرو له کانونو د استخراج د چارو د پیلیدو خبرورکوي.

د طالبانو ترکنټرول لاندې باخترخبري آژآنس د راپورله مځې د پنجشېر د والي ویاند سیف ‌الدین لټون ویلي، چې د عنابې ولسوالۍ د شوفې په سیمه کې د ګرین ګارنټ لس معدني ساحې د انجینرۍ او تخنیکي ټیمونو له لوري تثبیت شوې او د استخراج چارې یې پیل شوې دي. د هغه په خبره تر دې وړاندې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د بېروج ډبرو د استخراج چارې هم پیل شوې وې، چې دا مهال په پنځو فعالو ساحو کې روانې دي.
پنجشېر د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی چې د زمردو په ګډون د بېلابېلو قیمتي ډبرو بډایه کانونه لري خود کارپوهانو په وینا د استخراج چارې یې ترډیره غیرمعیاري دي.

دا اونۍ له ۷۵۰ سوو زیات افغان بندیان د پاکستان له زندانونو ازادشوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت وایي، روانه اونۍ د پاکستان له زندانونو له اونیم سوه زیات افغان بندیان خوشې شوي.

دې وزارت د شنبې په ورځ پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ۲۳۰ تنه د تورخم او ۵۳۳ تنه د سپین بولدک له لارو هیواد ته راستانه شوي دي. ویل شوي دغه کسان چې کورنۍ هم پکې دي، په هغه هیواد کې د هستوګنې په سندونو کې د ستونزو له امله نیول شوي او مختلفې مودې یې په بند کې تېرې کړې وې. د بیان له مخې دوی د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سمیو ته ولېږدول شول.

که څه هم نده څرګنده چې په اوس وخت کې څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې ساتل کیږي، خو د هغوی د خوشې کیدو له بهیرسره د پاکستاني چارواکو له خوا د نورو افغان کډوالو د نیولو او بندیانولو بهیرهم دوام لري.

د ایران د پخواني مشر ایات الله علي خامنه یي جنازه خاورو ته سپارل کیږي

د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې د ایران د پخواني مشر آیت ‌الله علي خامنه ‌يي د جنازې مراسم به د جولای په ۴ مه په تهران کې پیل او د جولای په ۹مه د هغه په پلرني ټاټوبي، مشهد کې خاورو ته په سپارلو سره پای ته ورسیږي.

خامنه ‌يي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر ضد د اسرائیل او امریکا د هوايي بریدونو په لومړۍ ورځ ووژل شو. ۸۶ کلن خامنه یې د ۳۶ کلونو لپاره د اسلامي جمهوریت د مشرپه توګه دنده ترسره کړې.

د رویترز د راپورله مخې د هغه د جنازې په ترتیباتو کې د جولای په ۷مه د تهران په جنوب کې په قم ښار کې هم ځانګړي مراسم په پام کې نیول شوي دي.

نوموړی د تهران په مرکزي برخه کې د هغه د هستوګنې او دفتر پرودانۍ په هوايي برید کې ووژل شو. د هغه ۵۶ کلن زوی، مجتبی خامنه‌ يي چې په همدې برید کې یې خپله مېرمن هم له لاسه ورکړه او پخپله هم ټپي شوی و، د خپل پلار ځای ناستی شو.

شهباز شریف: د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته نژدې شوې؛ تهران شک څرګند کړ

د پاکستان صدراعظم شهبازشریف وایي چې د ایران او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک ته نژدې شوې.

هغه د شنبې په ورځ پرخپله ایکسپاڼه ولیکل: "موږ تر بل هر وخت د سولې یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوي یو." شریف چې هېواد یې د سولې په خبرو اترو کې مهم رول لوبولی زیاته کړه: "تمه کېږي چې وروستۍ هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهايي شي. له هغې سمدستي وروسته پاکستان د سولې د هوکړې د برېښنايي لاسلیک لپاره چمتووالی نیسي او وروسته به راتلونکې اوونۍ په تخنیکي کچه خبرې اترې دوام وکړي."

خو ایران د شنبې په ورځ وویل چې احمتال شته چې راتلونکو ورځو کې له متحده ایالاتو سره د سولې د موافقې چوکاټ لاسلیک کړي، خو د منځګړي پاکستان هغه وړاندیز یې رد کړ چې ګواکې دغه هوکړه به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې لاسلیک شي.

د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ چې د ایراني رسنیو له خوا د احمتالي هوکړې د ځینو جزیاتو په اړه خپاره شوي معلومات ناسم بللي او ویلي و چې هغه د دواړو لورو د اصلي تفاهم استازیتوب نه کوي، تراوسه د پاکستان د صدراعظم د دغو څرګندونو په اړه تبصره نده کړې.

سنتکام: د هرمز تنګي لور ته تلونکې ایراني بې‌پیلوټه الوتکې ویشتل شوې

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چې په تېرو څو ساعتونو کې یې د هرمز تنګي پر لور روانې څو ایراني بریدګرې بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) په نخښه او نسکورې کړې دي.

سنتکام په اېکسپاڼه کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغو بې پېلوټه الوتکو د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ له خطر سره مخ کړی و.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ایران ته خبرداری ورکړی و چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې بېړیو پر لور د بریدګرو ډرونونو له لېږلو ډډه وکړي.

ټرمپ تهران ته په خطاب کې ویلي وو: «ښه ده چې ژر تر ژره خپل وضعیت سم کړئ!».

امریکا یو شمېر افغان او ایراني کډوال د مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږل

د افریقا لویه وچه
د افریقا لویه وچه

امریکا د ناقانونه کډوالو د ایستلو د پالیسۍ په لړ کې د ایران، افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو اتباع د مرکزي افریقا جمهوریت ته لېږلي دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې (ICE) یوه چارټر الوتکه د پنجشنبې په شپه له لوېزیانا ایالت څخه والوته او په غانا کې له لنډې دمې وروسته د جمعې په شپه د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې بانګي ته ورسېده.

د الوتکې د مسافرو کره شمېر نه دی اعلان شوی، خو لږ تر لږه دوه ایراني مېرمنې هم پکې شاملې وې، چې د امریکا د کډوالۍ محکمې له خوا یې د موقتي استوګنې اجازه او د نه ایستلو حکم ترلاسه کړی و.

د بشري حقونو وکیلانو ویلي چې له دغو مېرمنو څخه یوه مسیحي مذهب ته اوښتې او بله سیاسي او ټولنیزه فعاله ده. د هغوی وکیلان وایي که ایران ته بېرته ولېږدول شي، د شکنجې یا حتی اعدام له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د دغو کسانو د ایستلو په اړه پوښتنې او اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د امریکا حکومت ایران «ترهګر رژیم» بولي او ورسره په سخت کړکېچ کې دی.

مرکزي افریقا جمهوریت له جدي اقتصادي او امنیتي ستونزو سره لاس و ګرېوان دی، او هغه کسان چې هلته لېږدول شوي، د خپلې نامعلومې راتلونکي په اړه سختې اندېښنې لري.

له دې سره په یو وخت د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.

رویټرز: اماراتو د ایران د کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې، ابوظبي دا ادعا نه تاییدوي

رویټرز خبري اژانس په یوه ځانګړي راپور کې، چې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) له ایران سره د امریکا او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې د پیل د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویلي چې متحده عربي امارات د ایران د میلیاردونو ډالرو کنګل شویو شتمنیو له خوشې کولو سره موافقه کړې ده.

د راپور له مخې، دا اقدام د ایران له لوري د جګړې په ترڅ کې پر متحده عربي اماراتو له درنو بریدونو وروسته د یوه تاکتیکي بدلون په توګه ارزول کېږي.

رویټرز د څلورو سرچینو له قوله ویلي چې دوو سیمه‌ییزو سرچینو د ۱۰ میلیارد ډالرو د خوشې کېدو خبر ورکړی، چې درې میلیارد یې ایران ته لېږدول شوي دي. دوو نورو سرچینو بیا د دې موافقې ارزښت ۲۰ میلیارد ډالره ښودلی او ویلي یې دي چې دا اقدام د ایران له خوا پر اماراتو د بریدونو د درولو په بدل کې شوی دی.

خو د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په لومړیو ساعتونو کې په یوه خبرپاڼه کې دا راپورونه په بشپړه توګه رد کړل او ویې ویل چې ایران ته د پیسو د لېږد، په ځانګړي ډول د درې میلیارد ډالرو د انتقال ادعاوې، بې‌بنسټه دي.

د افغانستان د کرکټ ملي او الف لوبډلې نن هممهاله مسابقې لري

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې له هند سره د درو پنځوس اوره سیالیو لپاره په دغه هیواد کې ده، نن د هند له ملي لوبډلې سره په درمسالا کې د مسابقې میدان ته ووځي.

همداراز الف یا ابدالیان لوبډله، چې د سریلانکا په کوربه توب په دغه هیواد کې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې برخه لري، نن د کوربه هیواد سریلانکا له الف لوبډلې سره مخامخ ده.

د دې سیالۍ، چې اوس روانه ده، پچه سریلانکا وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی توپ وهنه یا بیټنګ افغانستان وکړي.

تر دې وړاندې د افغانستان ابدالیان لوبډلې خپله لومړۍ لوبه د ۴ منډو په توپیر له هند څخه ګټلې ده.

هند بیا خپله لومړۍ سیااي له سریلانکا څخه ګتلې ده.

د افغانستان او هند ملي لوبډلې به پر نننۍ لوبه سربېره د چهارشنبې په ورځ (د جون ۱۷) د لکهنو په لوبغالي کې په دوهمه سیالۍ کې سره مخامخ شي او د دوی وروستۍ یو ورځنۍ مسابقه به د جون په شلمه په چینای کې وي.

تر دې وړاندې دواړو ټیمونو یوه ټیستلوبه وکړه چې د هند تجربه کار ټیم په لوړ توپیر وګټله.

افغانستان د ټیست سیالیو په نسبت په یو ورځڼیو کې ښه تجربه لري.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې د ځنډول شویو دوسیو پروسس بیا پیل کړ

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) اعلان کړی چې د هغو کډوالو د غوښتنلیکونو د کار جریان یې بېرته پیل کړی چې د یوې پخوانۍ تګلارې له مخې د افغانستان او ایران په ګډون د ۳۹ هېوادونو د وګړو لپاره ځنډول شوی و.

دې ادارې د جمعې په ورځ (د جون ۱۲مه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اقدام د یوې فدرالي محکمې د حکم له مخې ترسره کوي، ځکه محکمې د مهاجرت د ځینو دوسیو ځنډول غیرقانوني بللي دي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو ادارې زیاته کړې چې اوس به ټولې اغېزمنې شوې دوسیې داسې وڅېړل شي لکه هېڅکله چې د هغو د پروسس بهیر نه وي درول شوی.

په امریکا کې ډېر شمېر افغان کډوال، چې له ۲۰۲۱ وروسته دې هیواد ته تللي، ګرین کارت یا د امریکا د دایمي اقامت جواز نه لري او ډېرو اندېښنه لرله چې اه امریکا به وایستل شي.

د محکمې پرېکړه د کډوالۍ د بېلابېلو امتیازونو لپاره پر غوښتنلیکونو پلې کېږي، چې په کې د دایمي استوګنې کارت (ګرین کارډ)، د امریکا تابعیت، د کار جواز او د کډوالۍ نور اړوند غوښتنلیکونه شامل دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG