د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۶ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۰۶

زلمی خلیل‌زاد به نن د هند دوه ورځنی سفر پیل کړي


ارشیف، د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

ټاکل شوې ده چې زلمی خلیل‌زاد نن د هند دوه ورځنی سفر پیل کړي.

د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو دغه ځانګړی استازی به د هند له ملي امنیت سلاکار اجیت ډووال او د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال ویجې ګووخال سره د افغانستان د سولې پر روانو هڅو خبرې وکړي.

خلیل‌زاد تېر کال په سپټمبر کې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت له لوري د افغانستان د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړې ده چې ښاغلی خلیل‌زاد به د هند سربېره چین، افغانستان او پاکستان ته ولاړ شي او په‌دغو هېوادونو کې به له چارواکو سره د افغانستان د سولې پر لارو چارو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG