د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۲۷

نړۍ

امريکا له سوريې د ټولو پوځيانو ايستل په یوه شرط پورې تړلي

د امریکا ملي بیرغ

امريکا وايي، له سوريې يې د ټولو پوځيانو ايستل په دې شرط پورې تړلي دى چې ترکيه په سوريه کې د کردانو د خونديتوب ډاډ ورکړي.

دا خبره د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن نن اسرائيل ته د سفر پر مهال کړې ده.

ښاغلي بولټن وويل، له سوريې د ټولو امريکايي پوځيانو وتل په سوريه کې د داعش ترورېستي سازمان د ټولو عناصرو په ماتې پورې مشروط وو.

د امريکا د ملي امنيت سلاکار وايي، له سوريې يې د پوځيانو وتلو ته لا کوم مهالوېش نه دى ټاکل شوى.

د جان بولټن په خبره، ولسمشر ډونالد ټرمپ د داعش د خلافت ړنګېدل غواړي.

ولسمشر ټرمپ په هغه ويډيويي پيغام کې چې د ډېسمبر په ٢٠مه يې په ټوېټر کې خپور کړى و، ويلي چې ټول امريکايي پوځيان به بېرته امريکا ته ستنېږي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

غزه کې د اسرائیلو هوايي برید دوه فلسطینیان وژلي

اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

په غزه کې د اسرائیلو په نویو هوایي بریدونو کې چې نن سهار (نومبر ۱۳مه) شوي، دوه نور فلسطینیان وژل شوي.

په دې سره پر فلسیطنیانو د اسرائیل د دوو ورځنیو بریدونو د تلفاتو شمېر ۱۲ ته ورسېد.

فلسطیني ملېشو په متقابل اقدام کې نن لا ډېر توغندي پر اسرائیل ویشتلي، خو د اسرائیل له لوري د مرګ ژوبلې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دا بریدونه وروسته له هغه پیل شوي چې اسرائیلو پرون د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې یو لوړپوړی قوماندان په غزه کې وواژه.

اسرائیل وایي بها ابوالعطا پر اسرائیل د څو بریدونو په پلان کې ښکېل وو او د لا نورو بریدونو نیت‌یې هم درلود.​

شمالي وزیرستان کې چاودنې ۳ پاکستاني پوځیان وژلي

ارشیف

افغان پولې ته څېرمه د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان قبایلي ولسوالۍ کې چارواکي وايي چې پر پاکستانیو پوځیانو بمي چاودنې دوی ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ ناوخته په دې اړه رسنیو ته په ورلېږلي بیان کې ویلي: "په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر بمي چاودنه شوې چې لږ تر لږه ۳ پوځیان په‌کې وژل شوي او ۱ په‌کې ټپي شوی دی."

بیان کاږي، د پوځیانو پر موټر هغه مهال چاودنه شوې چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.

د پوځ مطبوعاتي څانګه وايي، امنیتي ځواکونه تر پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي، شااوخوا ځایونه‌یې محاصره کړي او تلاشي عملیات‌یې هم کړي دي.

شمالي وزیرستان کې افغان پولې ته څېرمه پرته قبایلي سیمه ده چې ویل کېږي یو مهال کې د تحریک طالبان پاکستان او نورو کورنیو او بهرنیو ترهګرو ډلو مرکزونه وو چې بیا وروسته په‌کې پاکستاني پوځ پراخ پوځي عملیات وکړل.

په دې وروستیو کې په دغه سیمه کې پر پاکستاني ځواکونو پر داسې مهال بریدونه زیات شوي چې د پاکستان پوځ ادعا کوي، په قبایلي سیمو کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال ترهګر او د هغوی مرکزونه له‌منځه وړي دي.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د تازه برید مسؤلیت لا کومې وسله‌والې ډلې پر غاړه نه‌ده اخیستی.

د ترکیې او امریکا ولسمشران واشنګټن کې سره ګوري

ارشیف

تمه ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن په واشنګټن کې د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

رجب طیب اردوغان پرون واشنګټن ته ولاړ.

د ترکیې ولسمشر تر دې مخکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې واشنګټن ته تللی و چې بیا د ده ساتونکو د کردي مظاهره کوونکو پر یوې ډلې د ترکیې د سفیر کور ته نږدې حمله وکړه.

اردوغان په داسې وخت کې د امریکا متحده ایالاتو ته سفر کړی دی چې د ناټو د دغو دوو غړو هېوادونو اړیکې چې له ۷۰ کلونو راهیسې ښې وې، کړکېچن شوې دي.

رجب طیب اردوغان واشنګټن ته تر تګ مخکې د دې سفر په اړه د دوشنبې په ورځ په انقره کې ویلي و چې دا سفر په داسې وخت کې کوي چې د ترکیې او د امریکا د متحده ایالاتو اړیکې ښې نه‌دي.

کلېنټن د روسیې د نفوذ په اړه د بریتانیا حکومت په وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ

هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه"نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" هم وبلله.

د امريکا د جمهوري رياست د تېرو ټاکنو کانديدې هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت پر وروستۍ پرېکړه انتقاد وکړ.

د بريتانيا حکومت پرېکړه کړې چې د دغه هېواد پر سياستونو د روسيې د نفوذ په اړه پارلماني راپور به نه‌خپروي.

خو هېلري کلېنټن د بريتانيا د حکومت دغه پرېکړه "نه توضيح کېدونکې او شرموونکې" وبلله.

مېرمن کلېنټن چې د امريکا د جمهوري رياست د ٢٠١٦م کال په ټاکنو کې بريالۍ نه‌شوه، دا څرګندونې پرون په يوه مرکه کې کړې دي.

هغې ويلي، د بريتانيا ولس اړتيا لري چې د ډسېمبر پر ١٢مه په عمومي ټاکنو کې تر برخې اخيستو مخکې، د پارلمان د استخباراتي او امنيتي کمېټې پر موندنو پوه شي.

د مېرمن کلېنټن دا تبصره په داسې حال کې خپرېږي چې د بريتانيا د اپوزېسيون کارګر ګوند ويلي چې پر دوى دوه انټرنټي حملې شوې دي.

په پام کې وه د بريتانيا د پارلمان راپور د امنيتي ادارو له‌خوا خپور شي، خو د صدراعظم بورېس جانسون دفتر يې په عامه خپرېدل تصويب نه‌کړل.

حکومت ويلي، د ملي امنيت ملحوظاتو ته په پام سره دغه راپور نور وخت اړتيا لري چې تر خپرېدو مخکې بيا وکتل شي.

بلاروس له اروپايي ټولنې سره د نږدې اړيکو غوښتنه وکړه

الکساندر لوکاشينکا له ٢٥ کلونو راهيسې پر بلاروس واکمني کوي.

د بلاروس ولسمشر د خپل هېواد د بشري حقونو د سابقې دفاع وکړه او له اروپايي ټولنې سره‌يې د نږدې اړيکو غوښتنه وکړه.

السکاندر لوکاشينکا دغه څرګندونې پرون په ويانا کې د اتريش له ولسمشر الکساندر وان دي بيلين سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وکړې.

لوکاشينکا وويل: "په بلاروس کې مو د بشري حقونو په اړه کوم شى نه‌دى خوښ؟، هلته د ژوند حق شته، دا عمده حق دى چې هلته‌يې خلک لري، خلک د کار حق لري، هر انسان بايد په خپل وطن کې د کار د چانس تضمين ولري، که دوى د کار لپاره اتريش، پولنډ يا بل هېواد ته هم ځي (دا حق هم لري)."

دا په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې تر ايټاليا وروسته د اروپايي ټولنې يوه غړي هېواد ته د لوکاشينکا لومړى سفر دى.

انتقاد کوونکي د مستبد ولسمشر لوکاشينکا پر حکومت انتقاد کوي چې د سياسي مخالفت او ازادو مطبوعاتو په برخه کې لږ زغم لري.

الکساندر لوکاشينکا له ٢٥ کلونو راهيسې پر بلاروس واکمني کوي.

د بشري وضعيت د خرابې سابقې او غير منصفانه ټاکنو له کبله د امريکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې پر بلاروس بنديزونه لګولي دي.

خو بلاروس او غرب په وروستيو کې هڅه کړې چې په دغه هېواد کې د روسيې نفوذ کم او خپلې اړيکې ورغوي.

جرمني د اسلامي دولت افراطي ډلې درې شکمن ملاتړي نیولي

شک کېږي چې دغو کسانو پر غير مسلمانانو د بمي حملې لپاره چمتووالى نيوه.

د جرمني چارواکو درې کسان چې ادعا کېږي د اسلامي دولت افراطي ډلې ملاتړي به وي، نيولي دي.

شک کېږي چې دغو کسانو پر غير مسلمانانو د بمي حملې لپاره چمتووالى نيوه.

په فرانکفورت کې څارنوالانو پرون سې شنبه وويل، افنباخ ښار ته څېرمه‌يې درې اپارتمانونه تلاشي کړي او دغه درې سړي يې نيولي دي.

چارواکي وايي په نيول شويو کسانو کې ٢٤ کلن جرمنی وګړی هم شامل دى او ده داسې مواد ترلاسه کړي وو چې د منفجره وسايلو په جوړولو کې کارول کېږي.

دغه کس د دې تر څنګ په انټرنټ کې د وسلو په اړه هم وب‌سايټونه کتلي وو.

د هغه دوه نور مشکوک ملګري د ترکيې تابعيت لري چې يو يې ٢٢ کلن او بل ٢١ کلن دى.

د فرانکفورت څارنوالې ناديې نيسن ویلي، د يوه جدي خطر مخه پر وخت ونيول شوه.

د هغې په خبره دغو مشکوکو کسانو ظاهراً په راين ماين سيمه کې کومه حمله پلان کړې وه، ترڅو ممکنه ده ګڼ کسان چې د دوى په باور بې‌عقيدې دي، ووژني.

اسرائیلي ځواکونو په غزه کې د "اسلامي جهاد" ډلې یو قوماندان وژلی

د بها ابو العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.

د اسرائيل پوځ وايي چې په غزه کې یې د اسلامي جهاد په نوم د فلسطیني وسله‌والې ډلې چې ایران‌یې ملاتړ کوي، یو لوی قوماندان وژلی دی.

اسرائيلي ځواکونو نن د نومبر په ۱۲مه، سهار وختي د غزې ښار د شجاعیه پر سیمه عملیات وکړل.

په دې عملیاتو کې دوه تنه زخمیان شوي دي.

په غزه کې وسله‌والو د دې پېښې د غچ اخیستلو لپاره د تل‌ابیب په ګډون د اسرائيل پر څو ښارونو راکټونه ویشتي دي.

د اسرائيل لور ته د تلفاتو خبر لا نه‌دی خپور شوی.

د اسرائيل حکومت ویلي چې د فلسطیني وسله‌والو قوماندان بها ابو العطا پر اسرائیل په زیاتو حملو کې لاس درلود او نورې حملې یې پلان کولې.

د العطا ښځه هم په حمله کې وژل شوې ده.

ټرمپ د اوکراین له ولسمشر سره د خپلو ټیلیفوني خبرو متن خپروي

د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره د خپلې ټیلیفوني مکالمې ټرانسکرېپټ خپور کړي.

ښاغلي ټرمپ پرون د نومبر په ۱۱مه، دا خبر پر ټویټر خپور کړ.

ټرمپ په یوه ټویټ کې ولیکل: "د دې لپاره چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شفاف جمهور رئیس واوسم، د دې اوونۍ په ترڅ کې به د اوکراین له ولسمشر سره د لومړۍ او د تر ټولو مهمې ټیلیفوني مکالمې متن خپور کړم."

د ټرمپ او ولادیمیر زلنسکي ترمنځ دا ټیلیفوني خبرې د اپرېل په ۲۱مه شوې وې.

ټرمپ په اوکراین کې تر ټاکنو او د جمهور رئيس په توګه د زلنسکي تر انتخاب وروسته هغه ته ټیلیفون کړی و.

د دواړو د ټیلیفوني مکالمې څرنګوالي په امریکا کې د جمهور رئيس ټرمپ لپاره پراخه لانجه جوړه کړې ده.

د امریکا د کانګرس په استازو مجلس کې د ډموکراتانو یوه ډله، د دې ټیلیفوني مکالمې په تړاو د امریکا د ولسمشر د استیضاح لپاره مقدمه جوړوي.

د استیضاح په اړه د تحقیق کمېټې پرېکړه کړې چې له سبا ورځې به د کانګرس په غونډو کې عمومي او خلاص بحث پیل شي.

څارونکي: عراق کې تازه څلور مظاهره کوونکي وژل شوي

د عراق د مظاهره کوونکو یو انځور

په عراق کې د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې د امنیتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ د نویو کړکېچونو د راپورته کېدو له کبله څلور مظاهره کوونکي وژل شوي او شااوخوا ۱۳۰ نور ټپیان دي.

دا مرګ ژوبله هغه مهال وشوه چې د دغه هېواد د پوهنې ادارې مخته د دواړو لورو ترمنځ شخړې وشوې او امنیتي ځواکونو اوښکې بهوونکی ګاز استعمال کړ.

په عراق کې د بشري حقونو نیمه رسمي کمېسیون چې د دې مرګ ژوبلې راپور یې ورکړی دا شخړې د خواشینۍ وړ بولي او وایي، د ځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.

په همدې حال کې د عراق د پوځ یوه ویاند جنرال عبدالکریم خلف د نومبر په ۱۱مه په بغداد کې یوې خبري غونډي ته وویل: "د مظاهره کوونکو یوه لویه برخه، ۹۹ سلنه‌یې دا تاوتریخوالی نه‌دی کړی، دوی په بشپړه ازاده توګه خپلې نظریې وړاندې کوي، یوه وړه برخه‌یې غله، جنایت کوونکي او خشن خلک دي چې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

له تېرې میاشتې راهیسې چې دغه اعتراضونه په دې هېواد کې د فساد او هم د ژوند د ناسم وضعیت له کبله پیل شوي، لږ تر لږه ۳۲۰ تنه اعتراض کوونکي وژل شوي دي.

کیف او روسي پلوه جلا غوښتونکو د اوکراین له ختیځه سرتېري ایستلي

د اوکراین ختیځ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې جګړې پیل شوي تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

کیف او روسي پلوه جلا غوښتونکي وایي، دوی د اوکراین په ختیځ کې د جګړو له لومړیو کرښو خپل سرتېري او وسلې په بشپړ ډول ایستلي دي.

دا د اعتماد جوړولو د لړۍ یو له اقداماتو ده چې کولای شي په لوهانسک او دونیڅک سیمو کې د جګړې د ختمولو په هدف یوې څلور اړخیزې سرمشریزې ته لار هواره کړي.

په دې سیمو کې له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې جګړې پیل شوي تر ۱۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ ویلي ځواکونه‌یې د نومبر د ۱۱مې نېټې غرمه مهال په بشپړ ډول د دونیڅک له پیتریفسکې سیمې په شا شول.

دوی وایي، د نومبر پر ۱۲مه به له ماینونو د سیمې پاکېدل پیل شي.

دا کار به وروسته له هغه وشي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي له سیمې د ځواکونو بشپړ وتل تأیید کړي دي.

په لوهانسک کې د بېلتون غوښتونکو یوه استازي تر دې وړاندې ویلي چې د دوی ځواکونه په بشپړ ډول له یادې سیمې وتلي دي.

هانګ کانګ کې د دوو ټپي شویو مظاهره‌چیانو حالت نازک دی

هانګ کانګ کې د مظاهره‌چیانو یو انځور

د هانګ کانګ چارواکي وایي، د ډموکراسي پلوه مظاهره‌چیانو او پولیسو ترمنځ د تېرې ورځې په اخ‌وډب کې د ۲ ټپي شویو کسانو حالت نازک دی.

یو ماسک لرونکی مظاهره کوونکی د نومبر پر ۱۱مه د یوه پولیس افسر له لوري وویشتل شو.

یو بل پیکېنګ پلوه کس بیا له یوه اعتراض کوونکي سره تر بحثونو وروسته وویشتل شو.

دا ۲۴مه اوونۍ ده چې په هانګ کانګ کې دا مظاهرې پیل شوې دي.

دوی د ډموکراسۍ د لاپیاوړي کېدو او د پولیسو د مسؤلیتونو غوښتنه لري.

د چین د اراضۍ اجرائیوي مشر کري لَم دغه اعتراض کوونکي د خلکو دښمنان وبلل.

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې متحده ایالات دا ډول مرګوني فشارونه غندي او له پولیسو او مظاهره کوونکو دواړو غواړي چې وضعیت بېرته سم کړي.

روسیه: د عدالت نړیواله محکمه دې د کریملین پوره استدلال واوري

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغي دي چې مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي د کریملین استدلال واوري او بالاخره د اوکراین ادعا باطله اعلان کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د عدالت نړیواله محکمه به په هغه دعوه کې چې اوکراین د روسیې پرضد پیل کړې ده د کریملین استدلال پوره په پام کې ونیسي.

دې وزارت په دې اړه څرګندونې پرون په یوه بیان کې کړې دي. له دې یوه ورځ مخکې د ملګروملتونو دې اړوندې محکمې حکم وکړ چې دا صلاحیت ورکړل شوی دي چې د کییف هغه شکایت چې وايي روسیه د اوکراین په ختیځ کې له تروریستانو سره مالي مرسته کوي واوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغي دي چې مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي د کریملین استدلال واوري او بالاخره د اوکراین ادعا باطله اعلان کړي.

جنوبي کوریا: امریکا هڅه کوي څو شمالي کوریا د خبرو مېز ته راولي

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون

جنوبي کوریا وايي، متحدایالات په ډېر فعال ډول هڅه کوي چې د کوریا په ټاپووزمه کې د امنیت او اټمي مسایلو په اړه د بحث لپاره شمالي کوریا یو ځل بیا د خبرو مېز ته راولي.

د شمالي کوریا د کال د پای هغه مهلت د رارسېدو په حال کې دی چې پیونګ یانګ وايي باید په دې ډول خبرو کې د واشنګټن له لوري د انعطاف د زیاتېدو باعث شي.

د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار نن خبریالانو ته وویل، سېول د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون مهلت ته په جدي نظر ګوري.

چونګ یوی یونګ زیاته کړه، شمالي کوریا د کال د پای مهلت ښودلی چې د دې هېواد د دریځ ښيي.

نوموړي زیاته کړه چې جنوبي کوریا له امریکا سره هم کار کوي څو دواړه لوري یوه ګډ ټکي ته ورسېږي.

ښاغلي یونګ زیاته کړه د شمالي کوریا او امریکا دریمه سرمشریزه یوازې په هغه صورت کې ممکنه ده چې د دواړو هېوادونو جګپوړي چارواکي خبرې وکړي او په خبرو کې پرمختګ وشي.

کېم په فبروري میاشت کې په ویتنام کې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره په دوهمه سرمشریزه کې غوښتنه کړې وه چې واشنګټن د شمالي کوریا د اټمي تاسیساتو د ویجاړولو په بدل کې باید ځینې بندیزونه لرې کړي چې د ولسمشر ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شوه خو وروسته بیا دواړو خواوو د خبرو د بیا پیلولو ژمنه وکړه.

ایران د اومه تېلو د یوې نوې لویې زېرمې د موندلو اعلان وکړ

ښاغلي روحاني وویل چې نوې موندل شوې زیرمه به د ایران د تېلو ذخایر یو په درې زیات کړي.

ولسمشر حسن روحاني د ایران په جنوب لویدیځ کې د اومه تېلو د یوې نوې لویې زېرمې د موندلو اعلان وکړ.

ښاغلي روحاني وویل چې نوې موندل شوې زیرمه به د ایران د تېلو ذخایر یو په درې زیات کړي.

روحاني پرون وویل: "مونږ امریکا ته اعلان کوو چې موږ یو شتمن هېواد لرو او ستاسو له دښمنۍ او ظالمانه بندیزونو سره سره د ایران د تېلو د صنعت کارکوونکي او اینجنیران د ۵۳ میلیارد بيرلو په کچه د تېلو د دې لویې زیرمې په کشف بریالي شول."

دا اعلان په داسې حال کې کېږي چې متحدایالتونو پر ایران د انتهايي فشار د زیاتولو په مقصد نوي بندیزونه لګوي څو په نړیوالو بازارونو کې د ایران د تېلو د خرڅلاو مخه ونیسي.

امریکا: له روسیې د توغندیو پېر به ترکیه له نویو بندیزونو سره مخ کړي

سپینه ماڼۍ

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي، متحده ایالات د ترکیې له خوا د روسیې د دفاعي توغندیو د سیسټم پر پېرلو ډېر په غصه دی او که انقره له دغې معاملې لاس وانخلي، ښایي له نویو بندیزونو سره مخ شي.

رابرټ اوبراین له سي بي اس ټلویزون سره په مرکه کې وویل چې ترکیه به د دغو بندیزونو اغیز احساس کړي.

د اوبراین اشاره هغو بندیزونو ته وه چې د ده په وینا د امریکا د کانګرس د دواړو ګوندونو په ملاتړ به تصویب شي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د ترکیې ولسمشر رجب طیپ اردوغان د راتلونکې چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشرډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د ناټو دغه دواړه متحدین د روسیې د هوایي مدافعې ضد توغندیو د سیستم اس ۴۰۰ چې انقره یې له روسیې پیري، سربیره، د سوریې په شمال کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په ګډون پر یو لړ مسایلو په خپلو کې سره اختلاف لري.

ایران د اف بي آی د یوه تري تم شوي اجینټ په اړه دوسیه پرانيستې

د امریکا متحدو ایالتونو د لیوینسن د برخلیک معلومولو لپاره د معلوماتو په بدل کې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د امریکا د فدرالي پولیسو یا اف بي آی د یوه پخواني اجینټ په اړه یې چې له ۲۰۰۷ م کال راهیسې په ایران کې تری تم شوی، دوسیه پرانستلې ده.

ایران وایي، دا په دې معني نه ده چې ګواکې دغه اقدام د دې ښکارندويي کوي چې دغه سړی په ایران کې محاکمه شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوي پرون وویل، د اف بي آی پخوانی کارکونکی رابرټ لیوینسن په ایران کې کومه عدلي یا جرمي قضیه نه لري.

هغه زیاته کړه، د یوه لادرکه شوي کس په اړه که هغه د ایران په هرځای کې وي، د دوسیې پرانستل یوه عادي مسئله ده.

د امریکا متحدو ایالتونو د لیوینسن د برخلیک معلومولو لپاره د معلوماتو په بدل کې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

نوموړی د ۲۰۰۷ کال د مارچ په نهمه د ایران له کیش تفریحي ټاپو څخه د لیدنې په مهال تری تم شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، نوموړی په ایران کې یرغمل شوی خو ایراني چارواکي وایي په دې اړه خبر نه لري.

تهران یواځې دا منلې چې د دې هېواد انقلابي محکمې ملګرو ملتونو ته د لیوینسن په اړه یوه خلاصه دوسیه اچولې ده.

د ایران انقلابي محکمه معمولاً هغو دوسیو ته رسیدګي کوي چې تورونه یې د جاسوسۍ، قاچاق ارتداد او د ایران د اسلامي رژیم د پرځولو پر مسئلو څرخي.

عربي امارات: ایران دې له لویو قدرتونو سره د خبرو لړۍ پراخه کړي

د متحده عرب اماراتو دبۍ ښار

متحده عربي اماراتو له ایرانه غوښتي چې له لویو قدرتونو او په خلیج کې له خپلو ګاونډیانو سره د خبرو لړۍ پراخه کړي.

امارات چې په سیمه کې د امریکا مهم متحد دی، په دې خبرو کې نه یوازې د ایران د اټمي پروګرام بلکې د دې هېواد د بالستیک توغندیو او همداراز په نورو هېوادونو کې د تهران د اجیرو ډلو په اړه د بحث غوښتنه هم کړې ده.

د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش په ابوظبي کې یوې غونډې ته ویلي چې په دې پړاو کې د کړکېچ پراخېدل د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

اماراتو چې له ایران سره ځمکنۍ لانجه هم لري، دا غوښتنه د تهران د تېرې اونۍ له هغه اعلان وروسته کوي چې ویې ویل له لویو قدرتونو سره له اټمي موافقې یوبل ګام هم لرې شوی دی.

قرقاش وویل، یوه نوې موافقه به روان کړکېچ حل او له ایران سره به مرسته وکړي چې خپل اقتصاد له روان حالته وژغوري.

روسیه: د عدالت نړیواله محکمه دې د کریملین استدلال په پام کې ونیسي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، تمه لري چې د عدالت نړیواله محکمه په هغه دعوه کې چې اوکراین د روسیې پرضد پیل کړې ده، د کریملین استدلال پوره په پام کې ونیسي.

دې وزارت په دې اړه څرګندونې پرون په یوه بیان کې کړې دي.

له دې یوه ورځ مخکې د ملګرو ملتونو دې اړوندې محکمې حکم وکړ چې دا صلاحیت ورکړل شوی، چې د کییف هغه شکایت چې وايي، روسیه د اوکراین په ختیځ کې له تروریستانو سره مالي مرسته کوي واوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې ویلي مسکو د عدالت له نړیوالې محکمې غواړي چې د کریملین استدلال واوري او بالاخره د اوکراین ادعا باطله اعلان کړي.

سلګونه هندي سکهان د مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته ولاړل

ارشیف

په یو بې ساري اقدام کې، په سلګونو هندي سکهان د نوامبر په نهمه د مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته ولاړل.

د هند پخوانی صدراعظم من موهن سنګهـ، د بالیوډ سینما لوبغاړی او د پارلمان غړی سني دیول او د هند سیاستوال نوجیت سنګهـ سیدو هم په زیارت کوونکو کې شامل و.

د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمینځ د یوې هوکړې له مخې، سکهـ زیارت کوونکي کولی شي د کرتار پور له لارې له ویزې پرته د پاکستان خاورې ته ننوځي.

سکهان د سکهیزم د بنسټګر ګورو نانک د ۵۵۰ کلیزې د لمانځلو لپاره د پاکستان پنجاب ایالت ته ورځي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي له دې چې پاکستان هندي سکهانو ته اسانتیا ورکړې ستاینه وکړه.

هغه وویل: "زه غواړم د پاکستان له صدراعظم مننه وکړم چې د کرتارپور دهلیز په اړه یې د هند احساسات درک کړل او په وخت اقدام یې وکړ."

د پولې دواړو غاړو ته د کرتارپور دهلیز د پرانېستلو پر وخت د پاکستان صدراعظم عمران خان له خپل هندي سیال نریندرا مودي څخه وغوښتل چې د کشمیریانو حقونه ادا کړي.

د روان کال په اګست کې، هند د خپلې ادارې په چوکاټ کې د کشمير ځانګړی حیثیت ختم کړ چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې له هغه راهیسې لا پسې ترینګلې شوې دي.

د بغداد په ښار کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل

د عراق لاریونونه

په بغداد کې پولیس او روغتیايي چارواکي وايي، په ښار کې د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د پرونۍ نښتې په نتیجه کې لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي.

د پرون لاریونونه هغه وخت په تاوتریخوالي واوښتل چې لاریون کوونکو په امنیتي ځواکونو صوتي بمونه، اوښکي بهوونکي ګاز او اور شیندونکي یا پټرولي بمونه وغورځول.

د سلو نورو لاریون کونکو د ټپي کېدو راپور هم ورکړل شوی دی.

له نښتې وروسته، امنیتي ځواکونو وکولای شول د هغو پلونو کنټرول ترلاسه کړي چې یو سر یې د بغداد خوندي شوې سیمې ته رسیږي.

په دې سیمه کې دولتي تاسیسات او بهرني سفارتونه موقعیت لري.

په عراق کې پراخه لاریونونه د اکټوبر له لومړۍ د بغداد له تحریر چوکه د اداري فساد، بیکارۍ او د عامه خدماتو نشتوالي په غبرګون پیل شول.

د راپورونو په اساس په دغو مظاهرو کې تر دې دمه څه باندې درې سوه مظاهره چیان د عسکرو په ډزو کې وژل شوي دي.

د اوکراین پوځ او جلا غوښتونکو له ختیځ اوکراینه شاتګ پیل کړی

د ختیځ اوکراین په دونټسک کې بیلتون غوښتونکي

د اوکراین پوځ وايي چې د دوی پوځیانو او روس پلوه جلا غوښتونکو پرون د اوکراین په ختیځ کې له یوه کلي شاتګ پیل کړ.

د اوکراین د وسله والو ځواکونو لوړپوړي قومندان بوګدان بوندار پرون خبریالانو ته وویل چې د دونټسک سیمه کې د پیټرفیسکي له کلي څخه د سرتېرو او تجهیزاتو ایستلو پروسه پیل شوې ده.

د ختیځ اوکراین په دونټسک کې هم بیلتون غوښتونکو دغه خبر تائید کړی دی.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان څارونکي وايي چې ښايي له دې کلیو د عسکرو د وتلو لړۍ څو ورځې وخت ونیسي.

د اوکراین په ختیځ کې دا کار کولای شي د روسیې، فرانسې او جرمني د سرمشریزې لپاره د باورجوړونې زمینه برابره کړي.

اوکراین ویلي چې له پیټرفیسکي کلي نه د اوکرایني پوځيانو وتل ښيي چې دغه هېواد د یادې سرمشریزې شرایط پوره کړي.

د اوکراین ختیځ له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اوکرایني پوځ او روس پلوه بیلتون پالو د جګړو شاهد دی چې تر دې دمه په کې دیارلس زره کسان وژل شوي دي.

د پخواني صدراعظم په ګډون سلګونه هندي سیکان مذهبي مراسمو لپاره پاکستان ته لاړل

د هندوستان سلګونه تنه سیکان نن په یو لړ مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه له سرحد څخه د پاکستان خوا ته پورې وتل.

د هندوستان سلګونه تنه سیکان نن په یو لړ مذهبي مراسمو کې د ګډون په موخه له سرحد څخه د پاکستان خوا ته پورې وتل.

د هند پخوانی صدر اعظم من موهن سنګ او تر خوا یې د بالیووډ مشهور ستوری سني دیول هم د زیارت کوونکو په ډله کې دي.

سنګ پاکستاني رسنیو ته ویلي، دا یوه ځانګړې شېبه ده.

دوی د سکییزم د بنسټ اېښودونکي ګورو نانک د زېږېدو د ۵۵۰ کالیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ګډون په هدف د پنجاب ایالت کارترپور ښار ته ځي.

دا هغه سیمه ده چې ګورو نانک په کې مړ شوی دی.

پاکستان له هند سره هوکړه کړې چې د هندوستان سیکانو ته به اجازه ورکوي چې پنجاب کې دې مذهبي مراسمو ګډون وکړي.

که څه هم د کشمیر پر مسئله د د دواړو هېوادونو اړیکې ترېنګلې شوې دي، خو دا بیا یو بېساری ګام دی چې پورته کېږي.

د هند سترې محکمې د بابري جومات ځای د هندوانو په واک کې ور کړ

د هند سترې محکمې عکس

د هند سترې محکمې پرېکړه وکړه چې د بابري جومات پر ځای دې د هندوانو معبد جوړ شي. دا پرېکړه نن د رایو په اکثریت وشوه او د حکم له مخې به مسلمانانو ته بل ځای کې بدیل ځمکه ورکول کېږي چې جومات پرې ورغوي.

مسلمانان او هندوان له لسیزو راهیسې د ایودیا بابري جومات پر سر چې په شپاړسمه پېړۍ کې جوړ شوی، له یو بل سره اختلاف لري.

هندي چارواکو په سیمه کې د ارامۍ غوښتنه کړې او پولیس او ملېشې اوترپرادېش ښار ته د امنیت نیولو لپاره استول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې پرېکړې وړاندې پرون د جمعې په ورځ (نومبر ۸مه) د تاوتریخوالي په لړ کې سلګونه کسان نیول شوي دي.

هندوان داسې انګېري چې ګني دا د دوی د یوه خدای "رام" د زوکړې ځای دی او هوډ لري دا خپل معبد وګرځوي.

خو مسلمانان بیا وايي، له پېړیو راهیسې یې په دې جومات کې عبادت کړی دی.

داعش تاجکستان کې د برید مسئولیت منلی؛ برید کې "۷ سرتېري وژل شوي"

تاجکستاني چارواکو د نومبر په شپږمه وویل، د شپې ناوخته د داعش اورپکو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې په وینا یې ۱۵ جګړه مار ووژل شول او پنخه ژوندي ونیول شول.

په تاجکستان کې سرچینو د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ویلي چې د نومبر په شپږمه له ازبکستان سره پر پوله د تاجکستاني سرتېرو او داعش اورپکو ترمنځ جګړه کې اووه امنیتي افسران وژل شوي دي.

په پلازمېنه دوشنبه کې چارواکو په رسمي توګه اعلان کړی چې یوازي دوه افسران يې وژل شوي.

د تاجکستان د ملي امنیت دولتي کمیټې مخکې ویلي وو چې د پولیسو یو افسر بهرام قاسمزاده او یو سرحدي ساتونکی عزت الله لطیفوف د نومبر په شپږمه هغه مهال ووژل شول چې د داعش سخت دريځې ډلې شلو کسانو ازبکستان ته نيږدې پر پوله پر یوه پوسته حمله وکړه.

دا سیمه د تاجکستان په رودکي کې د پلازمېنې دوشنبې په شپېته کیلومترۍ کې پرته ده.

چارواکو لومړی وویل چې حمله کوونکي له افغانستانه ورغلي وو. دوی وویل چې پنځلس سخت دريځي وژل شوي او پنځه نور يې ژوندي نيولي دي.

خو په پلازمېنه کې ځايي حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته پرون (نومبر ۸مه) وویل، لږ تر لږه پنځه نور پوله ساتونکي په دې حمله کې وژل شوي دي.

په همدې حال کې د داعش سخت دريځې ډلې د جمعې په ورځ په یوه انټرنټي اعلامیه کې د دې حملې مسئولیت ومانه او وبې ویل چې داعش غړیو د تاجکستان لس پوله ساتونکي وژلي دي.

د تاجکستان د کورنيو چارو وزارت د جمعې په سهار وویل چې حمله د داعش غړیو کړې وه چې ډېری یې تاجکستانیان وو او له افغانستانه دې هېواد ته اووښتي وو. د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د دې حملې او افغانستان ترمنځ هېڅ تړاو نشته.

عراق کې پولیسو سره نښته کې درې لاریون کوونکي ووژل شول

د عراق پلازمېنه بغداد

د عراق د امنیتي ځواکونو او حکومت ضد مظاهره کوونکو ترمنځ په نښتو کې پرون د جمعې په ورځ (نومبر ۸مه) درې کسان ووژل شول.

امنیتي ځواکونو پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دولتي ځواکونو او لاریون کوونکو تر منځ د نښتو په نتیجه کې یو شمېر اعتراض کوونکي ټپیان هم شول.

د اکټوبر په لومړۍ نېټه په پلازمېنه بغداد کې د بې کارۍ او اداري فساد پر ضد لاریونونه پیل شول او له هغه راهيسي تر ۲۸۰ کسانو زیات وژل شوي دي. لاریونونه په چټکۍ سره جنوبي ولایتونو ته خپاره شول.

لاریون کوونکي چې ډېری یې محصلین دي، غواړي چې د عراق سیاسي نظام تغییر شي او اداري فساد ته د پای ټکی کېښودل شي.

خلک د بهرنيانو او په ځانګړې توګه د ایران د لاسوهنې پر ضد هم راوتلي چې د عراق د حکومت ملاتړ کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG