د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۰ مرغومی ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۰۱

له مسلمانه کرکه کوونکې کریسټال اشلي پر یوه افغان کډوال میئنه شوې


۳۰ کلنه امریکايي ښځه کریسټال اشلي چې وايي، تل يې له مسلمانانو کرکه کوله، اوس پر یوه افغان کډوال میئنه شوې ده.

دې میل ورځپاڼې له ۳۱ کلن افغان رای خان سره چې په فرانسه کې کډوال شوی دی، د کریسټال اشلي د مینې د کیسې جزیات خپاره کړي دي او دا مینه يې د نوي عصر د رومیو او جولیټ د عاشقۍ داستان بللی دی.

کریسټال اشلي له رای خان سره چې په افغانستان کې مېرمن هم لري، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶ کال کې په پاریس کې د فوټبال د یوې مسابقې پر مهال ولیدل.

اشلي چې په یوې محافظه کاره کورنۍ کې لویه شوې ده، دا مني چې پر امریکا د ۲۰۰۱ کال تر ترورېستي بریدونو وروسته يې اسلام نشو زغملای، خو له دې افغان ځوان سره يې مینې ذهن بدل کړ.

هغه وايي، د اسلام په اړه يې مطالعه وکړه او اوس يې نظریه په بشبړه توګه بدله شوې ده.

دې میل ورځپاڼه وايي، رای خان په افغانستان کې مېرمن لري، خو نوموړي دې ورځپاڼې ته ویلي، ده ته يې هغه مهال واده کړی و چې ۱۶ کلن و.

کریسټال اشلي په لومړي سر کې له رای خان سره خپله د مینې اړیکه له کورنیو او دوستانو پته ساتلې وه، خو اوس دواړه د نوي عصر د رومیو او جولیټ د مینې ګډ ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG