د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان وژل شوي

يو افغان چارواکى وايي، تېره شپه په کابل کې د اورلګېدو په پېښه کې ٣ کسان مړه او ٢٧ نور ټپيان شوي دي.
اور د تېلو په يوه پمپ کې ولګېدو چې وروسته يوې دنګې ودانۍ ته خپور شو.
د روغتيا وزارت وياند وحيد مايار اسوشېټېډ پريس اژانس ته ويلي چې د شپږو ټپي شوېو ښځو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د پېښې يوه عيني شاهد سيف الله اژانس ته ويلي، دغه اور نيمه شپه د کابل په ختيځ کې مکروريانو ته نېږدې ولګېد.
اسوشېټېډ پريس اژانس وايي، د پوليسو چارواکو ورته په تماسونو کې ويلي چې د دې پېښې په اړه څېړنه کوي.

XS
SM
MD
LG