طبي څېړنې ښيې چې د مور او پلار اعتیاد د هغوی پر اولادونو ناوړه اغېزه کوي، په تېره بیا د معتادو ميندو اولادونه د مور په ګېډه کې معتاد کېږي او له زېږېدو سره سم معتاد وي چې ارثي اعتياد يې بولي.
- دا چې ماشوم د مور په ګېده کې څنګه په نشو اخته کېږي؟
- تر زېږېدو وروسته يې نښې نښانې څه دي؟
- او د دې ډول ماشومانو درملنه څنګه کېږي؟
پهدې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد ایاز ترنک له ډاکټر ګل اصغر شریفیار سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې د دې ډول ماشومانو نښې نښانې څه دي؟
دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: