د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۱

هېواد: روسیه، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې افغان جګړه تمویلوي


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې د بحثونو یوه برخه د نوي میلادي کال پیل او د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړې ده.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې لیکلي دي چې د باروتو په بدرګه کې یو بل کال هم داسې تېر شو چې ۲۰۱۸ میلادي کال په افغانستان کې د ترورېزم په خلاف د جګړې له پیله تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

ورځپاڼې وړاندې خپرو شویو ځینو شمېرو ته په اشارې لیکلي دي چې په دې کال کې په داسې حال کې چې د پنټاګون د یو راپور له مخې، د تېر کال په نهو میاشتو کې بهرنیو ځواکونو له پنځو زرو زیات بمونه غورځولي، ټول ټال ۴۰ زره افغانان وژل شوي دي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د ملي وحدت حکومت چې په خپل جوړښت کې له سختو اختلافاتو سره مخامخ و، له امنیته نیولې بیا تر ټولنیزو خدماتو پورې په ټولو برخو کې ناکام و.

ورځپاڼې د ولسي جرګې انتخاباتو ته په اشارې لیکلي دي چې دا په تېره یوه نیمه لسیزه کې د درغلیو او سرغړونو له پلوه د انتخاباتو تر ټولو بده تجربه وه او پایلې یې دا دي چې له ۷۵ ورځو وروسته هم نه‌دي اعلان شوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې لیکلي دي چې ۲۰۱۹ میلادي کال داسې مهال پیل شو چې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال له امنیتي، سیاسي او اقتصادي ستونزو ډک و او هره ورځ په اوسط ډول ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښته.

ورځپاڼې وړاندې د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال مهمو پېښو ته په اشارې لیکلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې که له یوې خوا وسله‌والو مخالفینو په ولایتونو خپلې حملې زیاتې کړې، له بل لوري بهرنیو ځواکونو هم په خپلو هوایي حملو کې د پام وړ زیاتوالی راوست او په تېر کال کې یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې شااوخوا شپږ زره بمونه چې د ملکیانو د مرګ ژوبلې یو لامل بلل کېږي، وغورځول.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا له‌خوا له اوولس کلنې جګړې وروسته په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له طالبانو سره د خبرو پیل او له افغانستانه د نیمایي ځواکونو د ایستلو په اړه په واشنګټن کې د بحثونو پیلېدل هم د تېر کال مهمې پېښې وې.

  • افغانستان ټایمز

افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې تېر ۲۰۱۸ میلادي کال که له لومړۍ ورځې له امنیتي ستونزو سره مخامخ و او د کال په اوږدو کې زیات شمېر ملکي وګړي ووژل شول، خو دغه کال ځینې مهمې لاسته راوړنې هم لري.

د ورځپاڼې په وینا، پر ټاپي پروژې د کار پیلېدل، د افغانستان د صادراتو او وارداتو په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره د هوایي دهلېزونو پرانيستل، د ایران د چابهار بندر له لارې له افغانستان سره د وارداتو او صادراتو د زیاتولو لپاره د هند هلې ځلې او د لاجوردو د لارې پرانيستل خورا مهمې لاسته راوړنې بلل کېږي.

په افغانستان کې د سولې په برخه کې روانې هڅې بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې له طالب استازو سره د لیدنې په اړه د ایراني چارواکو پر څرګندونو یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د یکشنبې په ورځ په تهران کې د طالبانو له یوه پلاوي سره لیدلي دي.

ورځپاڼې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د یو ویاند په حواله لیکلي دي چې د دې لیدنې اساسي هدف په هغو مواردو خبرې کول وو چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه وې.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په تهران کې د طالبانو او ایراني چارواکو لیدنې ته په اشارې لیکلي دي چې له طالبانو سره د سیالو لورو د کتنو سیالۍ ښه په درز کې روانې دي.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له ۱۷ کلونو جګړې کله چې امریکا پرېکړه وکړه چې روانه کشاله د خبرو له لارې حل کړي، نو زلمی خلیلزاد یې د افغان سولې لپاره د خپل استازي په توګه وټاکه، خو کله چې دی د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په جوړولو کې ناکام شو، نو دې مسئلې د امریکا سیمه‌ییز سیالان راوپارول او لومړی روسیه د افغان سولې په تړاو د غونډې کوربه شوه چې په‌کې د طالبانو استازو هم ګډون وکړ.

خو ورځپاڼه اوس د تهران هڅو ته په کتو لیکي چې روسیه، ایران او پاکستان هغه هېوادونه دي چې افغان جګړه تمویلوي او د دوی له‌خوا د سولې په نوم روانې هڅې د سولې لپاره نه‌دي او هڅه‌یې دا ده چې خپلې ګټې په‌کې خوندي کړي.

ورځپاڼې دغه حالت خورا حساس بللی او افغان حکومت ته‌یې سپارښتنه کړې چې د سولې نوښت دې په خپل لاس کې واخلي او له یوه پیاوړي دریځه دې د سولې مسئله مطرح کړي.

XS
SM
MD
LG