د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

فیفا د جمهوري رياست د انتخاباتو د ځنډ د اعلان په اړه څه دريځ لري؟


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ رئیس یوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فيفا د ولسمشرۍ انتخاباتو د ځنډ د رسمي اعلان محتاطانه هرکلى وکړ.

د دغه بنسټ اجرائيوي رئيس وايي، دوى هيله‌مند دي دغه ځنډ، د ضروري چارو او اصلاحاتو د پروسې له بشپړتيا سره مرسته وکړي.

يوسف رشيد پرون وويل، لا هم ځينې ستونزې شته چې د انتخاباتو کمېسيون‌يې بايد د حل لپاره اقدامات وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون وايي، د راتلونکي لمريز کال د سرطان پر ٢٩مه به هم‌مهاله د ولسمشرۍ، د ولسواليو شوراګانو، ولايتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ځنډېدلي انتخابات وشي.

د ازادي راډیو خبریال صالح محمد صالح د مرکې په پيل کې له ښاغلي رشيد څخه پوښتنه کړې چې دوى د جمهوري رياست د انتخاباتو د ځنډ د اعلان په اړه څه دريځ لري؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG