د انتخاباتو څارونکي بنسټونه ټینګار کوي چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر تګ دمخه په کمېسنونو کې اصلاحات او بدلنونه حتمي دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید وايي، د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د کابل له ۳۰۰ د زیاتو محلونو ژورنالونه ورک دي.
له ښاغلي رشید سره اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډ د لاملونو په اړه ترې پوښتلي دي.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: