د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

په کندهار کې يوې انتحاري حملې ۲ ملکيان ووژل او ۳ نور يې ټپيان کړل

په کندهار کې يوې انتحاري حملې دوه ملکيان ووژل او درې نور يي ټپيان کړل، د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ازادي راډيو ته ...

د کندهار د عينو مېنې په ښارګوټي کې چاودنه شوې ده.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي پېښه تأیيدوي او وایي چې تر اوسه د بريد نوعيت او د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورته رسېدلي.

بل خوا يوه باوري امنیتي سرچينه وایي چې بريد د بلوڅ توکمو پر يوه کور ترسره شوی دی چې مرګ ژوبله هم لري.

تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

په دې اړه نور جزیات وروسته وروسته...

په کندهار کې يوې انتحاري حملې دوه ملکيان ووژل او درې نور يي ټپيان کړل.

د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي ازادي راډيو ته وويل چې حمله کوونکي د کندهار د عينو مېنې پر درېيم سړک ځانته چاودنه ورکړې ده چې له امله یې دوه ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

عزيزي وویل چې بريدګر د امنیتي ځواکونو تر تعقيب لاندې و او هدف ته تر رسېدو مخکې يې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د والي وياند ونه ويل چې د حمله کوونکي هدف کوم ځای و، خو تر دې مخکې يوې باوري امنیتي سرچينې ازادي راډيو ته ويلي وو چې بريد د بلوڅ توکمو پر يوه کور ترسره شوی دی.

د دې حملې مسؤليت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG