د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

ارزګان کې د یووالي په نوم د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یووالي په نوم پیل شوې ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د روښان ټيم په بریا تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.

د فوټبال فدراسیون مشر مېرزا محمد اميرزوی ازادي راډيو ته وویل چې په دغه لوبو کې ۸ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په‌کې لومړی مقام روښان لوبډلې، دوهم توري اتلان لوبډلې او درېیم مقام ملي افغان لوبډلې ګټلي.

نوموړی وايي، له‌دې وروسته به روښان ټيم او توري اتلان د یوه کال لپاره د زون په کچه اې ټیمونو کې لوبېږي.
په ورته وخت کې په لوبو کې لوبېدونکي لوبغاړي ډېر خوشحاله دي، خو غوښتنه کوي چې دغه ډول سیالۍ دې نورې هم زیاتې شي.

له دې سره دغلته د یادو لوبو ننداره‌چیان هم ډېر خوښ دي او وايي چې نور له جګړو ستړي شوي او په خبره‌یې چې دغه ډول لوبې یې له رواني ناروغیو ژغوري.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

https://pa.azadiradio.com/a/29675002.html

XS
SM
MD
LG