د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸
افغان چارواکي وايي، له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.
افغان چارواکي وايي، له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.

مجروح: کابل کې پر حکومتي ودانیو ډله‌ییز برید ۴۳ کسان وژلي او ۲۵ یې ژوبل کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه حمله کوونکي يې له پښو غورځولي، خو لا هم عملیات روان دي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰۰ کسان ژغورلي او تر ډېره سیمه تصفیه شوې ده...

د کابل ښار د ۱۶مې حوزې په مربوطاتو کې د فواید عامې وزارت ته څېرمه چاودنه شوې.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد پېښه تأیید کړې، خو په دې اړه‌یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

په دې اړه نور جزئیات وروسته ...

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي ویاند وحید مجروح وايي، په کابل کې پر حکومتي ودانیو د وسله‌والو په ډله‌ییز برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان دي.

افغان چارواکي وايي، په کابل کې پر حکومتي ودانیو د وسله‌والو په ډله‌ییز برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او تر ۲۰ زیات نور ټپیان دي.

د کابل د امنیتي چارواکو په وینا له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډله‌ییز برید پای ته ورسېد.

د کابل د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، له برید وروسته ماتو ګوډو کې د مړو او ټپیانو لټون لا هم روان دی او د دې وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې زیات شي.

د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال مراد علي مراد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، برید هغه مهال پیل شو چې وسله‌والو کسانو د شهیدانو او معلولینو د ریاست مخې ته لومړۍ موټري بمي چاودنه وکړه او وروسته دغلته څو منزله ودانۍ ته ننوتل.

د کابل ښار د ګارنیزون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډیو ته وویل:

"د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې چې د فواید عامې وزارت سره په څنګ کې پروت دی، د موټر بم په وسیله تروریستي برید وشو."

چارواکي وايي، پولیس په هماغه لومړیو شېبو کې تر برید لاندې ودانۍ څخه د ۳۵۰ څخه د زیاتو کار کوونکو په ایستلو وتوانېدل.

چارواکي او عیني شاهدان وايي، دې څو منزله ودانۍ ته پورته شوي وسله‌والو پر شاوخوا دولتي ودانیو هم ډزې کړي او په ودانۍ کې یې درنې چاودنې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دا چې دا ودانۍ ډېره پیچلې ده، نو پولیسو په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخېست، ځکه خو دې عملیاتو څو ساعتونه وخت ونیوه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او د ولسمشر غني له خولې یې ویل:

"تروریستان د هيواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د خپلې ماتې د پټولو لپاره په ملکي وګړو، عامه تأسیساتو او هغو ادارو چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته خدمات او اسانتیاوې برابروي بریدونه کوي."

د کابل په مکروریانو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې تر اوسه دوام لري.

د کابل امنیتي چارواکي وایي، وسله وال چې شمېر یې نه دی معلوم، د کابل په مکروریانو کې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو د معینیت ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه ډزې کوي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ د جینایي تحقیقاتو مدیر محمد سالم الماس نن مخکې د پېښې په ځای کې ازادي راډیو ته وویل، امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې وسله وال له منځه یوسي.

ښاغلي الماس په نښتو کې د اوښتو تلفاتو په اړه څه ونه وویل، خو د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح ویلي چې د پېښې له ځایه دوه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې وودانۍ ته د وسله والو تر ننوتو مخکې د ودانۍ دباندې دوه چاودنې شوې دي.

د ازادي راډیو خبریال د شاهدانو په حواله وایي چې له هغې وروسته د د څلورو پنځو نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تر اوسه د دغې حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دوه حمله کوونکي يې له پښو غورځولي، خو لا هم عملیات روان دي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي شېبه مخکې ازادي راډيو ته وویل چې امنیتي ځواکونو د ښځو او ماشومانو په شمول ۲۰۰ کسان ژغورلي او تر ډېره سیمه تصفیه شوې ده.

هغه د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي چې له دې پېښې دوه ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG