د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۷

ټیلګراف: د امریکايي ځواکونو ایستل،طالبانو ته د کریسمس ډالۍ وه


  • والسټریټ ژورنال

والسټریټ ژورنال ورځپاڼې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو د ایستلو په پرېکړې مقاله لیکلې ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستانه د اوه زره امریکايي عسکرو د را ایستلو طرحه جوړه کړي.

والسټریټ ورځپاڼې د یوه امریکايي مقام په حواله لیکلي په راتلونکو اوونیو کې به دا امریکايي عسکر له افغانستانه امریکا ته ولاړ شي.

امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره سرتیري لري چې عمدتاً افغان پوځي روزي او مشوره او مرسته ورکوي.

اخوا د سولې د خبرو لپاره د طالبانو هڅول هم زیات شوي.

امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره سرتیري لري چې عمدتاً افغان پوځي روزي او مشوره او مرسته ورکوي.
امریکا په افغانستان کې څه باندې ۱۴ زره سرتیري لري چې عمدتاً افغان پوځي روزي او مشوره او مرسته ورکوي.

د والسټریټ ژورنال د مقالې لیکوال په دې باور دی چې له طالبانو سره موافقې ته له رسیدو مخکې له افغانستانه د څو زره امریکايي عسکرو ایستل د دغه هېواد د سولې پروسه په خطر کې اچوي.

والسټریټ ژورنال: له افغانستانه د څو زره امریکايي عسکرو ایستل د دغه هېواد د سولې پروسه په خطر کې اچوي.

افغان حکومت بیا ویلي چې د څو زره امریکايي عسکرو ولت به د دغه هېواد پر امنیتي وضعیت هیڅ تاثیر ونه کړي.

د ناټو ویاندې اوانا لنګیسکو ازادي راډیو ته په یوه ایمیل کې لیکلي چې په دې اړه یې رپوټونه لیدلي. هغې ډاډ ورکړی چې ناټو په افغانستان کې اوږدمهالي امنیت او ثبات ته متعهده ده.

  • ټیلګراف ورځپاڼه

دِ ټیلګراف بريټانوي ورځپاڼې لیکلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له پلانه بريټانیا بې خبره پاتې کړای شوه.

ورځپاڼې لیکلي بریټانوي چارواکو د تر ټولو لوی متحد له داسې ناڅاپي کاره یواځې د رسنیو له لارې خبر شول.

د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دفاع وزارت پنټاګن ته امر کړی چې له افغانستانه د شاوخوا اوه زره امریکايي عسکرو د ایستلو طرحه جوړه کړي.

ټیلګراف لیکلي په کابل کې لویدیځ ډیپلوماټان دې پرېکړه حیرانه کړي او یوه ان ګواښ کړی چې دا طالبانو ته له وخت مخکې د کریسمس ډالۍ وه.

بریټانوي چارواکو د تر ټولو لوی متحد له داسې ناڅاپي کاره یواځې د رسنیو له لارې خبر شول.
بریټانوي چارواکو د تر ټولو لوی متحد له داسې ناڅاپي کاره یواځې د رسنیو له لارې خبر شول.

د بریټانیا یوه چارواکي چې هېواد یې سږ کال په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته ورساوه ویلي د دې کار تمه یې نه درلوده او اوس مخکې له دې چې څه وکړي جزییاتو ته په تمه دي.

ټیلګراف: په کابل کې لویدیځ ډپلوماټان دې پرېکړه حیرانه کړي.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو یوه اصلي غوښتنه ده خو معلومه نه ده چې د ټرمپ وروستۍ پرېکړه څومره له طالبانو سره د امریکايي استازي زلمي خلیل‌زاد د دې اوونۍ له درې ورځنۍ ناستې سره مرتبطه ده.

خلیل‌‌زاد تېره اوونۍ په ابوظبي کې له طالب استازیو سره وکتل چېرته چې ده له افغان حکومت سره په ناستې او دایمي روغې جوړې ټینګار کړی.

XS
SM
MD
LG