د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۳۷

په روسیه کې «لیو پونوماریوف» تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو


په روسیه کې د بشري حقونو پېژندل شوې مدافع لیو پونوماریوف تر ۱۶ ورځې زندان وروسته خوشې شو.

لیو پونوماریوف په روسیه کې د سیاسي او مدني فعالانو د نیول کېدو پر ضد د انټرنټ له لارې یو اعتراضي حرکت پېل کړی و.

د مسکو په یوه توقیف ځای کې چارواکو نن د ډسمبر۲۱مه ، رسنیو ته د هغه د خوشې کېدو خبر ورکړ.

هغه په روسیه کې د بشري حقونو لپاره په نوم د یوې ادارې مشر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سیاستونو له پېژندل شویو مخالفانو دی.

پونوماریوف د ډسمبر په پينځمه نېټه د روسیې یوې محکمې په مکرر ډول د غونډو او مظاهرو پر قانون د تیري په جرم په ۲۵ ورځې زندان محکوم کړ.

خو د مسکو ښاري محکمې وروسته د هغه د زندان موده ۱۶ ورځو ته را کمه کړه.

د پونوماریوف زنداني کېدو په روسیه کې ډېر خلک په قهر کړي وو.

XS
SM
MD
LG