د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۳

ټایمز: متحده ایالتونو په افغانستان کې د دریو پوځي اډو د پاتې کېدو غوښتنه کړې


  • ټایمز ورځپاڼه

د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې په ابوظبي کې د امریکا د استازي او د طالبانو د پلاوي په خبرو مقاله لیکلې ده.

ټایمز لیکلي واشنګتن چمتو دی چې د طالبانو د اوربند په بدل کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروګرام تعین کړي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره څلور واره خبرې کړي او اوس یې د سولې د پروسې د اعتماد جوړونې لپاره مهمه غوښتنه اوربند دی.

د طالبانو مرکچي پلاوي ته یوې نږدې سرچینې ټایمز ورځپاڼې ته ویلي متحده ایالتونو په افغانستان کې د خپلو دریو پوځي اډو د خوندي پاتې کېدو غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاس نه وهي.

ټایمز : امریکا د روسیې او چین په وړاندې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې د پوځي اډو پاتې کېدل غواړي.
ټایمز : امریکا د روسیې او چین په وړاندې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې د پوځي اډو پاتې کېدل غواړي.

د دې سرچینې په خبره د افغانستان د امنیت مسوولیت به د افغان پوځیانو په غاړه وي.

ټایمز لیکي امریکا د روسیې او چین په وړاندې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې د پوځي اډو پاتې کېدل غواړي.

د ورځپاڼې په لیکنه طالبانوپه ۲۰۱۴ کال کې خپل یو شمېر جنګیالي وروسته له هغه لاسه ورکړل چې هغوی له داعش ډلې سره یوځای شول او اوس اندېښنه دا ده چې د مخالفتونو په سبب ښايي ګڼ شمېر طالبانو داعش ته ورشي.

ټایمز: بیلابیلې ډلې له طالبانو سره په خبرو کې خپلې ګټې لټوي.

ورځپاڼې په دوام کې دا هم لیکلي چې بیلابیلې ډلې له طالبانو سره په خبرو کې خپلې ګټې لټوي. لکه څنګه چې پاکستان ته نږدې ډلو له امریکا سره له خبرو ملاتړ کړی او ایران پلویو ډلو بیا دا خبرې بې ځایه او بې معنی بللي.

  • میلیټري ټایمز

میلیټري ټایمز امریکايي ورځپاڼې هم په ابوظبي کې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازیو په خبرو تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې لیکلي زلمي خلیل‌زاد د ابوظبي خبرې رغنده وبللې.

خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ کابل ته تر سفر مخکې پاکستان ته ولاړ چېرته چې د یاد هېواد د پوځ له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل.

میلیټري ټایمز لیکي خلیل‌زاد د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه سره د ابوظبي د غونډې په اړه معلومات ورکړل.

زلمي خلیل‌زاد
زلمي خلیل‌زاد

پاکستان دې غونډه ته د طالبانو او د دې ډلې د حقاني شبکې د استازیو په ورلیږلو کې رول ولوباوه.

ورځپاڼه لیکي دا لومړی وار و چې د امریکا له استازي سره د حقاني شبکې کس خبرو ته ناست و.

میلیټري ټایمز: دا لومړی وار و چې د امریکا له استازي سره د حقاني شبکې کس خبرو ته ناست و.

خلیل‌زاد ویلي د ابوظبي په غونډه کې ګډونوالو په دې ټینګار کاوه چې طالبان باید د افغانستان د راتلونکې په اړه د خبرو په خاطر له افغان حکومت سره کښیني.

طالبانو بیا ویلي د بمباریو بندول او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل هغه څه و چې دوی پرې د ابوظبي په غونډه کې ټينګار درلود.

میلیټري ټایمز دا هم لیکلي چې د ابوظبي غونډې ته افغان پلاوی هم ورغلی و خو طالبانو ورسره ونه لیدل.

XS
SM
MD
LG