د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۹ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۴۲

افغانستان

خلیل‌زاد وایي، ابوظبي کې یې له بېلابېلو لورو سره ګټورې خبرې درلودې

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې یې له بېلابېلو لورو سره ګټورې خبرې درلودې او په کابل کې به هم د افغانستان د حکومت له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړي.

ښاغلی خلیل‌زاد چې له ابوظبي وروسته پرون اسلام‌آباد ته او له هغه ځایه تېره شپه کابل ته تللی، تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو یې سره کتلي که نه؟

په کابل کې د امریکا سفارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی خلیل‌زاد به افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ته له سیمه‌ییزو شریکانو او نورو لورو سره د خپلو لیدنو کتنو په اړه معلومات ورکړي.

د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه ابوظبي کې د درې ورځنیو لیدنو کتنو په نتیجه کې تر اوسه هېڅ لوري په مشخصه برخه کې د کوم پرمختګ یادونه نه‌ده کړې، خو د دې هېواد دولتي خبري اژانس «وام» دغه خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي خبرې بللي او ویلي یې دي چې د پام وړ نتیجه‌یې د ټولو ښکېلو اړخونو لپاره مثبته ده.

«وام» ویلي چې د خبرو بل دور به هم په ابوظبي کې ترسره شي، خو دقیقه‌یې نه‌ده ښودلې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د امو دریا د تیلو له پنځو نورو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې

د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه
د تېلو نوې پرانیستل شوې څاه

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو دریا د نفتي حوزې د زمرد سای د تیلو په ساحه کې د تیلو له پنځو څاګانو د استخراج چارې پیل شوې.

د دغو څاګانو د استخراج بهیر د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پیل شو.

د کانونو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه ویډیويي بیان کې ویلي چې د ۱۲ څاګانو له ډلې له پنځو هغو د تیلو استخراج پیل شوی او نورې څاګانې به ډیر ژر د استخراج لپاره چمتو شي.

د طالبانو په حکومت باندې نیوکې دي چې د کانونو په تړونو کې لازم شفافیت نه رعایتوي او کانونه لا هم په غیر مسلکي او غیر منظم ډول راباسي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی

د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور
د پاکستان له شارژدافیر سره د امیرخان متقي یو پخوانی انځور

د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د وروستیو بریدونو په تړاو خپل اعتراض ور اورولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د پاکستان شارژدافیر ته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ملکي اهدافو او عامه تاسیساتو په ګډون د کونړ پوهنتون په اړه د پاکستاني ځواکونو د وروستیو بریدونو په تړاو د اعتراض یو یادښت سپارل شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او عامه اړیکو مشر حافظ ضیا احمد تکل د سې شنبې په ورځ لیکلي چې دا وزارت په ملکي وګړو د پاکستان بریدونه په کلکه غندي، او دا د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه، د نړیوالو اصولو سرغړونه او پاروونکی عمل بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینټ، هم د سې شنبې په ورځ لیکلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي شي. هغه د وروستیو او پخوانیو پیښو په اړه د سمدستي، خپلواکو او هر اړخیزو څیړنو غوښتنه کړې.

جرمني ۲۵ افغان پناغوښتونکي په یوه چارتر الوتکه کې کابل ته ولېږل

ارشیف
ارشیف

د جرمني حکومت نن سه شنبه ( د ثور۸مه) ۲۵ افغانان چې دغه هېواد کې په جرمونو محکوم وو، افغانستان ته واستول.

ډي.پي.اې خبري اژانس د جرمني د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي چې دغه پناغوښتونکي تیره شپه په یوه چارتر الوتکه کې له لایپزیګ ښاره روان شول او سه شنبه سهار مهال کابل ته ورسېدل.

د راپورونو له مخې دغه کسان په قتل، جنسي تیري، نورو ته د زیان اړولو او د نشه یي توکو اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

دا اخراج د جرمني او د طالبانو د حکومتونو ترمنځ د یوې هوکړې له مخې شوی دی.

تر دې وړاندې هم جرمني لسګونه افغانان چې دوی مجرم بللي، کابل ته ډیپورت کړي دي.

م.م وايي، په کونړ کې پر ملکیانو او پوهنتون بریدونه یې مستند کړي

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی ماموریت دفتر وايي چې د اسعداباد په ګډون په ځینو سیمو د هوايي بریدونو له امله یې د لسګونو ملکي کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو پېښې مستندې کړې دي.

یوناما نن سې‌شنبه (۸ ثور) په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د نړیوالو بشري قوانینو له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات، په ځانګړي ډول تعلیمي مرکزونه، باید هر وخت خوندي وي.

دې ادارې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ټپیانو ته یې د ژر رغېدو هیله څرګنده کړې ده.

له بلې خوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینیټ، پر کونړ ولایت د پاکستان بریدونو ته په اشارې ویلي چې ملکي وګړي باید تل خوندي وي او د پېښو عاملان باید حساب ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د وروستیو پېښو په اړه چټکې، خپلواکې او بشپړې څېړنې ضروري دي.

تر دې مخکې د طالبانو چارواکو ویلي و چې پاکستان د دوشنبې په ورځ د تسعداباد ښار او د کونړ ولایت په ځینو سیمو باندې هوايي بریدونه کړي دي. د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.

خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دا راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پر سیدجمال الدین افغان پوهنتون او ملکي سیمو د برید ادعاوې «ښکاره دروغ» دي.

د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف، په لوړه کچه د خبرو لپاره کابل ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

دې وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، ټاکل شوې چې کابلوف د سې‌شنبې په ورځ د بهرنیو چارو له وزیر، امیرخان متقي، او د طالبانو له نورو جګپوړو چارواکو سره وویني.

د بیان له مخې، تمه ده چې په دغو خبرو کې پر سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو، سیمه‌ییزو پرمختګونو، سوداګرۍ او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو مهمو موضوعاتو بحث وشي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې دواړه هېوادونه هڅه کوي خپلې دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي او په ډیپلوماسۍ، پانګونې، بنسټیزو پروژو او سیمه‌ییز امنیت کې همکاري پراخه کړي.

روسیې په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې ساتلې دي او یوازینی هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.

فرانسه: لسګونه ټنه بشري مرستې افغانستان ته استول شوي

ارشیف
ارشیف

د فرانسې بهرنیو چارو وزارت وايي تقریبا ۴۲ ټنه بشري مرستې افغانستان کې ملکي وګړو لپاره استولي دي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې، چې د دوشنبې په ورځ د (۷ ثور) په رسمي وېب‌پاڼه کې خپره شوې، دغه مرستې د ایربس بنسټ په ملاتړ او د اروپا دبشري هوايي پل له لارې لیږل شوې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغو مرستو کې د درملیزو خوړو ۲۶۸۰ بکسونه او یو ټن طبي وسایل شامل دي.

ټاکل شوې دغه مرستې د ملګرو ملتونو لخوا د پنځو کلونو څخه کم عمره ۳۲۰۰ هغو ماشومانو باندې وویشل شي چې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، اوس مهال شاوخوا ۲۲ میلیونه خلک په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري، چې په دوی کې ۷.۵ میلیونه ماشومان او امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

یونیسف: تیر کال افغانستان کې میلیونو ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي

افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف
افغانستان کې د واکسیناسیون یو کمپاین ،ارشیف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۱ میلیونه تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو او شري واکسینونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د یونیسف سرپرست استازي، چارلیس نزیوکي، د معافیت د نړیوالې اونۍ په مناسبت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۷مه په یوه ویډیويي پیغام کې په دې هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د فلج ناروغۍ د له منځه وړلو پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه یوازیني دوه هېوادونه دي چې پکې د پولیو ناروغي لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده وړل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه د هلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ کې د پولیو د ویروس د وحشي ډول یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

دمعافیت نړیواله اونۍ د اپرېل له ۲۴ څخه تر ۳۰ پورې لمانځل کېږي؛ دا هغه اونۍ ده چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا د واکسینونو د اهمیت او د انسانانو د ژوند په ژغورلو کې یې د رول د څرګندولو لپاره نومول شوې ده.

پر کونړ د پاکستان ننني بریدونه، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ ټپیان دي

د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه
د کونړ په ننني برید کې یوه ټپي شوې ماشومه

پر کونړ ولایت د پاکستان نننیو توغندیزو بریدونو مرګ ژوبله اړولې ده. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت تایید کړې چې دغو بریدونو کې چې پر مرکز اسعد اباد او درېو ولسوالیو شوي، لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان شوي دي.

توغندي پر کورونو او اسعد اباد کې د پوهنتون پر ودانۍ او بازار لګیدلي دي.
لږ تر لږه ۳۰ محصلین په ټپيانو کې شامل دي.

په هستوګن سیمو او بازار د بریدونو په سبب ډېره مرګژوبله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

په اسعداباد کې یوه قومي مشر د نوم نه ښودو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په بازار کې د توغندي له کبله د تیلو یو پمپ هم د اور لمبه شوی دی.

هغه زیاته کړه چې توغندي په ځایي وخت ماسپښین ۲ بجې پر بېلابېلو سیمو ولګېدل.

دا بریدونه داسې مهال کیږي چې تېره شپه په سپین بولدک کې هم دواړه لوري په جګړه اوښتی وو.

د طالبانو امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د سپین بولدک په ( غچ اخیستونکي) برید کې یې د پاکستان ۶ پوځیان وژلي دي.

پرونۍ نښته وروسته تر هغه ونښته چې د راپورونو له مخې د پاکستاني پوځیانو برید کې د افغانستان خواته یو ماشوم ووژل شو.

جوزجان کې د سمنټو د یوې لویې کارخونې د جوړېدو چارې پيل شوې

ارشیف، سمنټي توکي
ارشیف، سمنټي توکي

د جوزجان د یتیم تاق د سمنټو فابریکې د جوړولو چارې نن دوشنبه ( د ثور۷مه) پيل شوې.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې "دغې پروژه کې ۷۷ ترکي شرکتونه ۱۶۰ میلیونه ډالره پانګونه کوي."

د وزارت د معلوماتو له مخې، دا پروژه ۲ کلونو کې بشپړیږي او په ورځني ډول به د ۳ زره ټنه سمنټو د تولید وړتیا ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د لارو له بندوالي وروسته په افغانستان کې د سمنټو بیې نژدې دوه برابره لوړې شوې او عامو خلکو او ودانیزو شرکتونو په دې اړه شکایتونه وکړل.

د یتیم تاق پروژې د کار د پرانستې مراسمو کې د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، د لارو بندوالي او بندیزونو ته په پام هڅه کوي کورنی صنعت او تولید پیاوړی کړي.

له نسبي کرارۍ وروسته سپين بولدک کې بیا سرحدي شخړه شوې

ارشیف، سپين بولدک
ارشیف، سپين بولدک

د افغانستان یوشمېر کورنیو رسنیو ویلي چې تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالب او پاکستاني پوله ساتو جګړه کړې ده.

د دغو رسنیو د راپورونو له مخې، جګړه هغه مهال ونښته چې پاکستاني لوري سپین بولدک کې ډزو سره یو ماشوم وواژه.

په راپورونو کې د طالبانو د امنیتي چارواکو په حواله ادعا شوې چې دوی د پاکستان ۶ پوځیان په غچ اخیستونکو بریدونو کې وژلي دي.

تراوسه د دواړو خواوو رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په خپلواک ډول دغه ادعاوې نه شي تاییدولی.

د تېر کوچني اختر له اوربند او بیا چین کې له خبرو وروسته د افغانستان او پاکستان سرحدي شخړې یو څه کمې شوي، خو یو مخ لا نه دي دریدلي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG